اقتصاد

افغانستان او پاکستان د اقتصادي همکاریو په اړه خبرې اترې کړي

نن ټکی اسیا (سلواغې ۲۶مه ۱۳۹۴ل): په پاکستان کې د افغانستان سفیر او د ولسمشر ځانګړي استازي حضرت عمر زاخیلوال د پاکستان ماليې وزیر اسحاق ډار سره د دواړو هېوادونو په اقتصادي همکاریو خبرې اترې کړي دي.

ډاکتر عمر زاخیلوال د پاکستان ماليې وزیر سره د افغانستان او پاکستان په اقتصادي همکاریو او په ځانګړي ډول د سوداګرۍ او ترانزیت په اړه په موجوده ستونزو غږیدلی دی.

دواړو لورو په دې موافقه کړې چې په څو ناستو کې به د سوداګرۍ او ترانزیت اړوند ستونزې یو په بل پسې حل کړي.

دوی همدا راز د افغانستان او پاکستان د اړیکو په پراخولو او په دې اړه د بهترۍ راوستلو په منظور له نېږدې څخه د ګډو هڅو او کار سلا کړې ده.

په عین حال کې اسحاق ډار په افغانستان کې د خپلو پرمختیايي پروژو په اړه زاخیلوال ته معلومات وکړل.

تر دې وړاندې د پاکستان ځايي رسنیو راپور ورکړی و چې پاکستان په افغانستان کې د ۵۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پروژې پیل کړي دي.

د پلان، پرمختګ او بیا رغونې وزیر احسن اقبال په دې اړه ویلي وو چې دغه پیسې به په پوهنه، روغتیا او زیربناو باندې مصروفوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x