Osama-bin-Laden

د جهاد بیا را ژوندۍ کوونکی (شهيد اسامه بن لادن رحمه الله)

اسامه څوک و؟

اسامه بن لادن (دمارچ ۱۰مه ۱۹۵۷ز ) د میلیونر محمد بن عوض بن لادن کور کې نړۍ ته سترګې وغړولې. پلار يې له اصله د یمن و، په ۱۹۳۰ز کال کې يې سعودي ته هجرت وکړ او د جدې ښار په بندرګاه  کې يې کار پېل کړ،  چې له همدې ځایه یې د سعودي د حاکمې کورنۍ سره اړيکې پيدا کړې. د ابن لادن اړيکې د فیصل سره هغه وخت نورې هم کلکې او ټینګې شوې کله چې د فیصل بن عبدالعزيز او د ورور سعود تر منځ اختلافات پیدا شول، ابن لادن د دوی تر منځ  روغه جوړه کې ډیرې هلې ځلې وکړې، خو بریالی نشو. د فیصل ورور سعود بن عبدالعزيز چې د دولت خزانه يې په لاس کې وه،

تشه پريښوده او په خپله مخه لاړ، سعودي دولت خورا له ستونزو سره مخ شو، هماغه و چې  محمد بن لادن د سعودي دولت د رسمي مامورينو ۶ میاشتې تنخوا ورکړه، فیصل بن عبدالعزیز د محمد بن لادن ددې نیکۍ په بدل کې د سعودي ټول د ودانیو د جوړونې ټیکې ده ته ورکړې.

په  ۱۹۶۹ز کال شیخ اسامه پلار محمد بن لادن د مسجد اقصی ودانولو ته ملا وتړله، مسجد اقصی په جګړو کې سوځېدلی و، همدارنګه د حرمینو شریفینو د بیا ودانۍ کار هم دده تر غاړه و، د  بن لادن کورنۍ ته د دری حرمونه د بیا جوړونې ویاړ هم ورپه برخه دی.

شیخ اسامه لا کوچنی و چې پلار يې د الوتکې په یوه پېښه  وفات شو، د پلار ځای يې مشر زوی سالم بن لادن ونیو، سالم هم په ټکساس کې د الوتکې د لويدو له امله مړ شو، مشري شیخ  اسامه  ته پاتې شوه، ویل کيږي چې د ورور د وفات څخه وروسته د شیخ اسامه   دری سوه میلیونه ډالرو په اندازه سرمایه درلوده.

زده کړه:

شیخ اسامه ابتدايه، ثانوي او لوړې زده کړې په جده ښار کې ترسره کړې. شیخ اسامه په لوړو زده کړو کې د  لسانس کولو لپاره د  اقتصاد پوهنځې خوښ کړ، دلته ځیني خلک وايي چې شیخ اسامه لسانس په سول انجنرۍ کې کړی خو د اقتصاد پوهنځي څخه د لسانس بری ليک اخيستل موثق دي.

د تحصیل په دوره کې د اسلامي امت دوه بارزو شخصیاتو محمد قطب او شهید عبدالله عزام سره د هغوی د کتابونو له لارې همفکره شو، شیخ اسامه د کتابونو د مطالعې څخه وروسته ددوی له مفکورې او نظریې څخه خورا متأثره شو.

د شیخ اسامه استادان دده په اړه وايي چې نوموړی خورا خاموش، نرم، آرام او شرمناکه هلک و، خپل کار يې په خپل وخت  کاوه، له نورو هلکانو سره يې خورا توپير درلود، شیخ ډیر با ادابه او  مهذبه و، په خپل ځان يې  اعتماد درلوده، په زوره يې نه  خندل، همېشه يې تبسم کاوه.

جهاد او قرباني:

نړۍ ته مخه کول: کله یې چې د اشغالګرو هديره وپيژندله:

شهيد عبدالله عزام چې د القاعده او د نړیوال جهاد بنسټګر ګڼل کيږي د نړۍ مجاهدينو د تربیې لپاره  مرکزونه جوړ کړل، څو داسې شخصیات وروزي چې د اسلامي نړۍ قدوه وي او اسلامي امت ته تېر ویاړلی عزت او درناوی بیا را ژوندی کړي، شیخ اسامه د شهید عبدالله عزام په دغه مدرسه کې د شاګرد په حیثیت زده کړې پېل کړې.

سرو لښکرو چې په افغانستان مستقیما یرغل وکړ، شیخ اسامه دا مهال په سعودي کې و، د رسنیو له لارې د افغانستان له وضعې څخه خبريده، غوره يې وګڼله چې نېغه په نېغه حالات وڅاري، شیخ نه غوښتل چې د رسنیو دروغ او ريښتیا ګډ سره ومني،  همدا و چې د کراچۍ له لارې پېښور ته راغی. په  پېښور کې یې د جهادي مشرانو سره وکتل،  د افغاني جهاد د قضیې په ټولو جوانبو یې ځان پوه کړ، په دې قانع شو چې قضیه یواځې د افغانستان نه، بلکې د ټولې اسلامي نړۍ ده او د خورا زیات اهتمام وړ ده،  شیخ اسامه نيږدې یوه میاشت په پېښور کې تېره کړه، له هغې ورسته بیا سعودي ته لاړ. شیخ اسامه چې سعودي ته ورسېد سمدلاسه يې د کورنۍ غړي، خپلوان او انډیوالان د سترګو ليدلي حال څخه خبر کړل.  په سعودي کې يې د افغان مجاهدينو لپاره د مالي مرستو په راټولو بوخت شو، چې څه مال يې راجمع کړ، یو ځل بیا پاکستان ته ولاړ، په پاکستان کې شیخ اسامه د مجاهدينو په مرکزونو  او د مهاجرينو په کمپونو شخصا په خپله ګرځېده، د هغوی احوال يې اخيسته او مالي مرسته یې ورسره کوله.

شیخ اسامه  په لومړي ځل د جهاد ګرمو سنګرونو ته د روسانو د یرغل په اولنیو اونیو کې لاړ، د جلال آباد په جګړه کې يې شخصا پخپله ګډون وکړ. کله چې شیخ اسامه د افغانستان غرونه او ستراتيژیک موقعیت وليد نو د مجاهدينو لپاره یې مرکزونه جوړ کړل او دوی ته يې پراخه مالي امکانات برابر کړل.

شیخ اسامه چې په خپل د توري اتل و په ۱۹۸۴ز کال کې د عرب مجاهدينو لپاره د بیت الأنصار په نوم مرکز جوړ کړ، بیت الأنصار د عرب مجاهدينو لپاره لومړی تمځای و، دلته عرب مجاهدينو استقبال کېده د افغانستان د وضعې څخه خبريدل او بیا جهاد ته لیږل کيدل. شیخ اسامه چې د مجاهدينو له مشرانو سره يې اړيکې خورا ټینګې وې، عرب مجاهدين چې دده سره په بیت الأنصار کې پاتې کېدل، د څه مودې له تم کيدو وروسته  افغان مجاهدينو ته ليږل.

دلته د شیخ اسامه اړيکې د شهید عبدالله عزام سره نورې هم پخې شوې، دواړو اتلانو په ګډه د کار کولو هوډ وکړ، څو کارونه یې منظم او په یوه غشي دوه ښکاره وکړي.

شیخ اسامه په ۱۹۸۶ز کال کې د خپل تنظیم د ساحې د پراخولو لپاره هڅې پیل کړې، د مجاهدينو لپاره يې  ۶ ستر  روزنځایونه جوړ کړل، د هغوی په فکري او بدني روزنې يې پېل کړ، دی پوهېده چې عرب مجاهدين چې دلته ښه وروزل شي د ټولې اسلامي نړۍ لپاره او په ځانګړي ډول د عربي هېوادونو لپاره قیادتونه دي. نوموړی د اسلامي خلافت ارمانجن و،  ددې هڅې يې پېل کړې چې د اسلامي امت د هر قوم او قبېلې کسان په نړيوال اسلامي فکر وروزي، د امت تصور او نظریه یو ځل بیا ژوندۍ کړي، مسلمان ته د فکر او تصور ورکړي چې عجم، عرب، تور، سپين چې مسلمان وي  سره وروڼه دي،  سرحدات په اسلام کې هيڅ اهميت نه لري، هغه  یواځې د یو ځانګړي ځای او خاورې د ازادۍ لپاره کوښښ نه کاوه، هغه ټول اسلامي امت د اسارت او غلامۍ د ژوند څخه د خلاصون لپاره راوتلی و. د روس جهاد د شیخ اسامه لپاره د طلايي چانس څخه کم نه و،  ددغه جهاد څخه پوره فایده واخيسته، نوموړي غوښتل چې د افغان جهاد په برکت به اسلامي خلافت یو ځل بیا ژوندی شي، خو ارمان يې څو د هوس او د پیسو مینانو د خاورو سره خاورې کړ.

شیخ اسامه چې تر دې مهاله پرې د چا لخوا څه بنديز نه وه، مجاهدين يې په پراخه پیمانه جهاد ته لیږل، د روسانو د جهاد په دوره کې  زیات وخت په سنګر کې تېرولو، سعودي ته يې تګ راتګ خورا کم وه، او د سخت ضرورته پرته چېرې نه تللو.
«القاعده» څه و؟

شیخ اسامه د ملګرو سره د (سجل القاعده) په نوم مرکز تاسیس کړ، ددغه مرکز موخه او هدف دا و چې  عرب مجاهدين او یا نور بهرني مجاهدين چې افغانستان ته د جهاد لپاره راتلل، د هغوی بشپړ تفصیلات دوی له ځانه سره ثبت کړي، د مثال په ډول کله راغلل، کوم جبهې سره لاړل، چيرې ټپي شو، شهید دی  که ژوندی، اسير دی که آزاد او داسې نور معلومات دوی له ځانه سره ثبتول. دغه د نوم ثبتونې مرکز د وخت په تیريدو سر د تنظیم شکل اختیار کړ.

شیخ اسامه په ۱۹۸۹ز کال کې سعودي ته بېرته لاړ، تر ۱۹۹۱ز کال پورې په سعودي کې پاتې شو، بیا دوهم ځل لپاره بیا افغانستان ته راغلو او له افغانستانه بیا سوډان ته لاړ او هلته یې ځيني خیریه کارونه پېل  کړل.

سعودي حکومت سره اختلافات:

کله چې سرو لښکرو په افغانستان کې شرميدلې ماتې وخوړه، او له افغانستان څخه وتلو ته اړ شول، شیخ اسامه سعودي ته سفر وکړ، شیخ چې سعودي ته لاړ، هلته حکومت د سفر کولو او له سیاسي فعالیته څخه منع کړ. شیخ چې فکر او نظريه يې نړیواله وه، د اسلامي خلافت لپاره يې خپل مال او ځان قربان کړی و کله يې زړه غوښتل چې په آرام کينی، شیخ اسامه دې حالت خورا ځورولو. په ۱۹۹۰ز کال کې چې عراق په کویت بريد وکړ او سعودي حکومت باندې د بريد کولو ګواښونه کول، نو شیخ اسامه د سعودي پاچا فهد او د کویت پاچا جابر الصباح ته وړانديز وکړ چې دی د ددې دواړه هېوادونو سرحدات ساتي، خو دواړو ونه منله او په مستقیم ډول يې د امریکا څخه کومک او مرسته وغوښته، شیخ اسامه د امريکايي پوځيانو د سعودي ته د ننوتلو سره کلک مخالفت وښود، د امريکايي پوځ سعودي ته ننوتل اشغال وباله دا يې د حرمينو بې حرمتي وګڼله، همدا و چې د آل سعود له کورنۍ سره یې اړيکې خورا ترینګلې شوې،  شیخ د سعودي حکومت دا عمل غنده، دا يې د اسلام د نواقضو څخه چې د مسلمان په ضد له کافر سره مرسته ګڼله چې صراحتا کفر دی، باله. شیخ اسامه د نړۍ علما دې ته هڅول چې د سعودي حکومت دې اقدام په ضد پاڅي او د سعودي ناځوانه دولت په ضد فتوی ورکړي، شیخ په سعودي کې په علني توګه د امريکايي پوځ د ويستلو لپاره کار پېل کړ، خو د ستونزو له امله په دغه کوښښونو کې کامیاب نشو.

د شیخ اسامه ژوند په سعودي کې تريخ شو، همدا و چې سعودي پريښودلو ته اړ شو، د سعودي حکومت څخه يې دسفر کولو اجازه وغوښته، هماغه و چې په دې شرط چې د کارونو د پای ته رسولو څخه وروسته به بېرته سعودي ته راګرځي د سفر اجازه ورکړه، شیخ اسامه سعودي الی الأبده پريښود او افغانستان ته يې هجرت وکړ، له افغانستانه بیا د سوډان پلازمېنه خرطوم ته لاړ. د شیخ اسامه ټوله سرمایه سعودي حکومته منجمده کړه، بانکي اکاونټونه يې وربند کړل او  د سعودي تابعیت يې ورختم کړ. د سعودي حکومت دغه ناځوانه کارونو دی وهڅولو چې د سعودي د ظالم دولت په خلاف توره راوخلي.

کله چې نوموړی د سعودي څخه افغانستان ته راستون شو، په افغانستان کې نوی نوی د ډاکتر نجیب حکومت ړنګ شوی و، مجاهدين په خپلو منځونو کې په جګړو اخته و، شیخ اسامه عرب مجاهدينو ته فرمان صادر کړ چې په کورنۍ جګړو کې دې هيڅکله ګډون نه کوي، شیخ اسامه د مجاهدينو د مشرانو تر منځ روغه جوړه کې خورا ډیرې هلې ځلې وکړې خو متأسفانه کامیاب نشو. شیخ اسامه چې د افغانستان ستونزمن حالات وليدل پوه شو چې دلته ورته ژوند نور سخت دی، نو د سوډان په لورې يې مخ کړ.

سوډان کې ژوند:

شیخ اسامه په ۱۹۹۱ز کال کې سوډان ته پټ د ملګرو سره پټ سفر وکړ،  تر دې مهاله یې چې پيسې لا منجمدې نه وې، د سوډان د دولت سره په پراخه پیمانه کومکونه وکړل، شیخ اسامه د بیا رغونې ټیکې، د باغونو جوړول او د خرطوم او بور سوډان ترمنځ سړک « دا د سوډان تر ټولو لوی سړک دی»  شیخ اسامه په شخصي مصارفو جوړ کړ.

۱۹۹۲ز کال شیخ اسامه چې په سوډان کې اوسېده د سعودي حکومت لخوا ورته په څو وارې وړانديزونه وشول چې سعودي ته بېرته ستون شي خو ده ونه منله، همدا و چې دده ټوله سرمایه یې منجمده کړه او دوه کاله ورسته یعنی په ۱۹۹۴ز کال کې يې د سعودي تابعیت هم ورختم کړ. شیخ باندې دا تور هم  و چې د ریاض په چاودنو کې دده لاس وه.

له دغو پېښو وروسته د امريکا او سعودي حکومت سوډان باندې خورا زیات فشار واچولو څو اسامه له سوډانه وباسي، همدا و چې شیخ اسامه په افغانستان کې د هغو مخلصو مجاهدينو سره چې دده پرې له پخوا اعتبار و  او کلکه انډیوالي يې ورسره لرله تماس ونیو، شیخ له مرحوم مولوي محمد یونس خالص بابا او د مولوي جلال الدین حقانی سره چې په ننګرهار کې يې خورا زیات نفوذ لرلو  اړیکې ټينګې او له سوډانه ننګرهار ته راغی. شیخ اسامه چې د امت غم آرام ته نه پريښوده په ننګرهار کې مجاهدينو لپاره روزنځایونه جوړ کړل، مولوي خالص بابا رحمه الله په خپله فاميلۍ کې چې د مجاهدينو لپاره یې د دولت څخه اخيستې وه، شیخ اسامه او ملګرو ته څو جریبه ځمکه  ورکړه، مولوي خالص بابا  خپل ملګري  وهڅول چې له شیخ اسامه سره هر اړخیزه مرسته وکړي او د هغه ميلمه پالنه وکړي.

مخکې مو یادونه وکړه چې شیخ اسامه چې افغانستان ته راغی نو په ننګرهار کې مېشت شو، دلته يې د مجاهدينو د روزنې لپاره مرکزونه خلاص کړل، دا هغه وخت و چې طالبانو ننګرهار په بشپړه توګه نيولی و، شیخ اسامه په ننګرهار کې په ډیره ښه توګه سره خپل جهادي کارونو ته ادامه ورکوله چې طالبانو کابل ونيو. طالبانو چې د افغانستان ۹۵ سلنه ځمکه باندې حاکم شول، مشر ملا محمد عمر شیخ اسامه ته افغانستان ته په راتګ ښه راغلاست ووایه، د هغه حمایت يې اعلان کړ، او کندهار ته يې وبللو، په دغه موده کې سعودي چې د طالبانو سره يې سفارتي اړيکې درلودلې له طالبانو څخه په څو وارې د  شیخ اسامه  د سپارلو غوښتنه وکړه، خو طالبانو د سعودي غوښتنه د افغاني دود سره په ټکر کې وګڼله، ځکه شیخ د افغانانو د ميلمه په توګه په افغانستان کې اوسېده، طالبانو دا ډیره ناځواني ګڼله چې خپل ميلمه دې دښمن ته په خپلو لاسونو ورکړي، هماغه و د سعودي غوښتنه یې رد او د شیخ حمایت يې جاري وساتلو.

د ۱۹۹۷ز کال په پای کې شیخ اسامه د خپلو جهادي کارونو د بیا پېل کولو لپاره  ملا وتړله، تر ټولو د مخه يې د افغانستان او پاکستان علما څخه داسې فتوی صادره کړه چې د اسامه دريځ چې په خلیج کې د امريکايي ځواکونو په اړه يې درلوده، تایید کړ. شیخ اسامه په علني توګه د امريکا په خلاف جهاد اعلان کړ، همدارنګه په یوه خبري ناسته کې يې په امريکا د بريدونو ګواښ هم وکړ.

د امريکا په مقابل کې جهاد:

(اګست ۱۹۹۸ز) کال په کينیا او تنزانیا کې د امريکا په سفارتونو چاودنې وشوې چې امريکايي چارواکو ددغو چاودنو تر شا د شیخ اسامه لاس وباله، امريکایانو ددې په بدل کې هغه د دوا کارخانه چې شیخ اسامه په سوډان کې جوړه کړې وه، بمبار کړه.  همدارنګه په خوست او کندهار يې څو توغندي وويشتل چې شیخ له خپلو ملګرو سره په کې بچ پاتې شو.  له دغو چاودونو وروسته امریکا په طالبانو فشار نور هم زیات کړ، له طالبانو يې شیخ اسامه وغوښت خو په هر وار طالبانو د امريکا غوښتنه ردوله. په ۱۹۹۹ز کال کې شیخ اسامه  د امریکا د ایف بي آی په تور لست کې   د اهمو مطلبو کسانو په نوم لړ کې شامل شو.

شیخ اسامه لکه مخکې مو چې یادونه وکړه په یوه ناسته کې علنا د امريکا په خلاف د جګړې اعلان وکړ، همدا و چې د شیخ اسامه ملګرو ۴ امريکايي الوتکې پټې کړې، چې دوه الوتکې د نیویارک د نړیوال تجارتي مرکز دوه ودانیو سره د ستمبر په ۱۱مه ۲۰۰۱ز کال ټکر کړې او دغه دوه سترې ودانۍ یې له منځه یوړلې، درېيمه الوتکه په بنسلفانیا کې وغورځېدله، څلورمه الوتکه د پنتاګون د امریکا د دفاع وزارت سره ټکر کړه. په دغو پېښو کې نيږدې دری زره امريکايان ووژل شول.

د امريکا لپاره په افغانستان د بريد کولو پلمه برابره شوه، له طالبانو يې غوښتنه کوله چې یا خو به اسامه راکوئ او یا ځان جنګ ته تیار کړئ، د اسامه بن لادن د ورکړې خبره طالبانو په هيڅ شکل سره نشوه منلای، نه اسلامي او نه هم افغاني غرور دا اجازه ورکوله چې یوه ميلمه دې کافر ته په خپلو لاسونو ورکړي.

امريکا د پاکستان له کراچۍ د بحر له لارې په( ۷ اکتوبر ۲۰۰۱ز) کې بمبار وکړ، د ځمکې له لارې شمالي ټلوالې او پخواني پاټکیان طالبانو سره جګړه پېل کړه د تقريبا دوه میاشتو مقاومت څخه وروسته طالبان مات شول او هېواد امريکایانو اشغال، په ټانګ سپور کرزی یې عبوري رئيس جمهور وټاکه،  ټول پخواني جنګسالاران د امريکا تر څنګ ودرېدل. د اسلام او مسلمانۍ نوم اخيستل ګران شو، امريکا نارې سورې وهلې چې یا له موږ سره ودریږئ یا له ترهګرو (مسلمانانو) سره! طالبان غرونو ته وختل، ژوند ورته په دنیا کې ګران شو، خو همت يې ونه بایله، لوږه تنده يې قبوله خو تسليم نشول، د امريکا د غرور  د ماتولو لپاره يې چريکي عملیات پېل کړل.

شیخ اسامه، ایمن الظواهري او د طالبانو مشر ملا محمد عمر پټ شول، امريکا د خپل ټول توان سره په دې ونه توانېدله چې دوی پیدا کړي، توره بوړې غرونه یې له یوې مخې په شیخ اسامه پسې چې همدلته پټ و چاڼ کړل، غرونه یې وسوځول، بمبار يې کړل خو حافظ او ناصر الله دوی له هر څه په امن و امان کې وساتل.

۲۰۰۱ز کال څخه وروسته شیخ اسامه د مرګ او ژوند په اړه بېلا بېل راپورونه خپاره شول خو په ۲۰۰۴ز کال کې شیخ په یوه فلم کې ښکاره شو چې د امريکا ټولې بې بنسټه ادعاوې يې رد کړې.

د شیخ اسامه وخت په وخت ويډیو او غږيز پیغامونه خپريدل، هغه خپلو ملګرو ته د صبر او استقامت ویل، هغه همېشه ویل چې هيڅکله به د امريکا سره له جنګه په آرام کیننم تر څو چې په فلسطین مسلمانان په آرام نشي او تر هغې چې د امريکا آخري عسکر د محمدصلی الله علیه وسلم د امت د ځمکې څخه ووځي.

زهد، تقوی او اخلاق:

شیخ اسامه که له یوې خوا د خپلو ملګرو په منځ کې په غیرت، جنګي پوهې او زړورتیا شهرت درلود، له بلې خوا يې زهد‏،تقوی اوعاجزۍ سارې په ډېرو کمو خلکو کې تر سترګو کېده، دی د تقوی او پرهېزګارۍ یو نمونه اوسينبول و.

د جنګ په میدان کې هغه خپلو ټولو ملګرو ته دا توصیه کوله  چې بې ګناه خلکو ته څه زیان او تکلیف ونه رسوي. د ولسي خلکو سره ښه چلند وکړي، د اسامه په ليکونو کې دې ته ښه اشاره شوې.

د شیخ اسامه ملګري د دده په اړه وايي چې هميشه به روژه و، د تهجد لمونځ يې هیڅکله نه پريښوده، خپلو ملګرو سره ددې آیت په مصداق چلند کولو: ((اشدّاءِ علی الکفار رحماءُ بینهم) (مومنان د کفارو په مقابل کې خورا سخت دریځه، او پخپلو مینځو کې پریوبل مهربانه وي.)

د شیخ اسامه په اړه دده نيږدې ملګری ډاکتر ایمن الظواهري وايي چې نوموړی خورا زیات وفاداره او په وعده ولاړ سړی و، نوموړي د خپلو ملګرو قربانۍ هيڅکله نه هېرولې، په ځانګړي ډول د ستمبر د ۱۱مې په پېښه کې شهيد ۱۹ کسان به ده همېشه یادول، د الله څخه يې ورته د مغفرت دعاګانې کوله.

میلیونر شیخ اسامه په افغانستان کې په داسې کور کې ژوند کاوه چې یو عادي سړی هم په کې ژوند کولو ته زړه نه ښه کوي، وران ویجاړ خټين کور، ماتې دروازې او داسې نور هغه څه و چې د میلیونر اسامه په کې ددې امت د بیا د احیاء په خاطر شپې سبا کولې.

هغه کولای شول چې په حرم کې کیني، روژې ونیسي، زکاتونه ورکړي، لمونځونه وکړي، خو نه! هغه ځان له دې زیات مسئوول ګاڼه، په حرم کې کیناستل ورته حرام ښکاريدل، هغه ليدل چې مسلمان سوځي، وژل کيږي، له کوره ويستل کيږي او دی دې په حرم کې په آرامه ناست وي. شیخ اسامه ته په حرم کې د کیناستلو څخه دا زر وارې غوره ښکاريده چې دې امت کې  د جهاد روح بیا تازه کړي، مسلمان امت له غلامۍ آزاد کړي، تېر عزت او ویاړ یو ځل بیا مسلمانانو ته ورپه برخه شي. له همدې امله یې سختۍ، لوږې او تندې ګرمې ومنلې.

شهادت:

بالاخره د جهاد ستر سالار امام شهيد اسامه بن لادن د دوشنبې په سهار (می میاشت ۲مه ۲۰۱۱) د امريکايي بحري ځواکونو  په عملیاتو کې چې ۲۵ تنو په کې برخه اخيستې وه،  د پاکستان په ایبټ آباد ښار کې چې دې په کې له څو کلونو راهیسې اوسېدلو،  د زوی په شمول په شهادت وروسول شو. (انا لله وانا الیه راجعون)

د شهيد اسامه بن لادن په اړه د اسلامي نړۍ ولسونو په یوه غږ دا وویل چې:

((عشت عزیرا ومت شهیدا)) د عزت ژوند دې وکړ او شهید شوې.
د مسلمان ولسونو لخوا ورته د (محي الجهاد) سپېڅلې لقب ورکړل شو.

د شهادت خبر یې په نړۍ کې د اور په شان خپور شو، له هغې وروسته چې امريکايي جمهور‌‌ رئيس بارک اوباما د اسامه د شهادت اعلان وکړ، د دری یا څلور ورځو په تېریدلو سره د شیخ اسامه د شهادت خبر په رسنیو کې ۸۴ میلیونه واره ذکر شوی و او د ۲۱مې پيړۍ درېيم ستر خبر و.

کفن، دفن:

شیخ اسامه چې د کوم هېواد تابعیت يې نه لرلو، کوم هېواد په رسمي توګه د هغه جسد ونه غوښت، امريکایانو په همدې پلمه مړی يې بحر العرب ته وغورځاوه، په رسمي توګه ټولو اسلامي هېوادونو غیر د فلسطین د حماس څخه د شیخ په شهادت خوښي څرګنده کړه. د شیخ اسامه غایبانه جنازې په افغانستان، فلسطین، یمن، عمان، کویت، پاکستان، سوډان، موریتانیا او نورو هېوادونو کې وشوې.

هو! شیخ اسامه شهيد شو، د جهاد او فداکارۍ یو ستر باب بند شو، خو اسلامي امت د شیخ اسامه په څېر په زرګونو نور ځوانان او قیادتونه لري چې اسلامي امت له ښکیلو بدمرغریو څخه خلاص او پخوانی عزت او ویاړ یو ځل بېرته ترلاسه کړي، هره مور اسامه زيږوي د محمد صلی الله علیه وسلم هر امتي اسامه دی، دا نړۍ د اسامه بن لادن په څېر سلګونه نه بلکې په زرګونو اسامه لري، دا امت اوده دی، بیدارولو ته اړتیا لري، دوی ته د بلال اذان  په غوږ کې کول غواړي، د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا حدیث وریادول غواړي:

«”اذا… وتركتم الجهاد سلط الله عليكم ذلا لن ينزعه عنكم حتى ترجعوا الى دينكم”

….او  جهاد مو پريښود الله به مو داسې ذليله کړي چې هيڅوک به مو د ددې ذليله ژونده خلاصه نه کړي څو پورې خپل دين ته رجوع ونه کړې ( یعنی جهاد پېل کړئ).

او د عمر رضی الله عنه دا وینا وریادول غواړي چې:

«نحن قوم أعزنا الله بالإسلام فمهما ابتغينا العزة بغيره أذلنا الله.»

موږ  ته الله په اسلام عزت  راکړی، که د اسلامه پرته مو په بل څه کې د عزت موندلو کوښښ وکړ، الله به مو ذليله کړي.

په دې هيله چې د شهید اسامه بن لادن آرمانونه دده ملګري او همسفره پوره کړي.

روح یې ښاد او یاد يې تل

——-



یوه تبصره

  1. الله دی د جنتونو سردار کړی او الله دی د ده دا ټولی سرښندنی اسلام د دین لپاره قبولی کړی یا الله ته ماته دا همت راکړه چی امریکا دړی وړی کړم او د شهید اسامه په ځیر د اسلام د هر شهید بدل وزخینی واخلم ، د شهید اسامه روح دی ښاد وی

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.