په پلچرخي زندان کې زندانیانو د نه خوړلو اعتصاب پيل کړی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، سلواغې ۲۵مه، ۱۳۹۴ ل): د پلچرخي زندان په بلاک زون کې هغه زندانیانو د نه خوړلو اعتصاب پيل کړی چې د بند موده یې پوره سوي خو حکومت یې د خوشي کولو څخه ډډه کوي.

د پلچرخي زندان د زون بلاک زندانیانو خپلي خولي د اعتراض په توګه ګنډلي او اعتصاب یې کړی دی، زندانیان وایې چې د حکومت له لوري ددوی سره ظلم کیږي او د بند مودې د پوره کیدو وروسته مو هم نه خوشي کوي.

د زون بلاک د زندانیانو څخه یو تن د پکتیا ولایت اوسېدونکی محمدخان هم دی، نوموړۍ وایې چې د بند موده یې څو میاشتي وړاندي پوره شوي او په انتظار خونه کې ناست دی خو حکومت یې د خوشي کولو څخه ډډه کوي.

د پلچرخي د زون بلاک ځیني نور بندیان بیا وایې چې دوی ځکه دلته ساتل کیږي تر څو د زندان چارواکي د دوی څخه د رشوت په توګه ډیري پیسې واخلي او بیا یې خوشي کړي.

د یادوني وړ ده چې د پلچرخي زندان ترڅنګ په باګرام زندان کې هم ډیر هغه بندیان ساتل کیږي چې د بند مودې یې پوره سوي، په دې وروستیو کې د باګرام زندان څخه ځیني زندانیان خوشي سوي خو ډیر نور بیا د ایله کېدو شیبې شماري.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د