ټولنیزه برخه

د مور او پلار حقوق (۲۰)

ليکوال : م، نجم الرحمن (فضلي)

له مړينې وروسته په اولاد باندې د مور او پلار حقوق

له مور او پلار سره د انسان رشته داسې نه ده چې د هغوی له مړينې وروسته به ختمه شي، داسې نه ده چې د مور يا د پلار له مړينې وروسته د هغوی حقوق ختميږي، بلکې د خدای تعالی جل جلاله او د هغه جل جلاله د محبوب جناب محمد رسول الله صلی الله عليه وسلم د ارشاداتو مطابق د انسان لپاره ضروري ده چې له مور او پلار سره د غوره چلند سلسله د هغوی له وفات وروسته هم قايم وساتي.

له مړينې وروسته په اولاد باندې چې د مور او پلار کوم حقوق دي هغه په احاديثو کې بيان شوي دي، اجمالي ذکر يې په لاندې ډول کيږي :

له حضرت عبد الله بن عمر رضی الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : تر ټولو ستره نيکي دا ده چې يو انسان د پلار له مړينې وروسته د هغه له دوستانو سره نيکي وکړي (سنن ابو داؤد، کتاب النوم).

په ابو يعلی او ابن حبان کې له حضرت عبد الله بن عمر رضی الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : که څوک غواړي چې له پلار سره په قبر کې ښه چلند وکړي نو دا کس دې د پلار له مړينې وروسته د هغه له دوستانو سره دې نيک چلند وکړي (الحقوق، ص : ۲۴).

مسئله : (صل من قطعک) حديث د لوړو (عالي) اخلاقو لپاره دی، دا امر د وجوب لپاره نه دی، لهذا که چيرته له نورو رشته دارانو سره د تعلق ساتلو له امله ديني ضرر پښيږي يا دنيوي نقصان پيښيږي نو له هغوی څخه د ليرې اوسيدو ګنجايش شته دی (فتاوی عباد الرحمن، ج : ۱، ص : ۲۰۵.)

له حضرت براء بن عازب رضی الله عنه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم ترور د مور قايم مقام ګڼلې (ترمذي، ابواب البر والصلة).

لهذا که چيرته مور وفات شوې وي نو له ترور سره غوره چلند کول پکار دي، له همدې امله رسول الله صلی الله عليه وسلم يوه ګنهګار کس ته د توبې د ګنجايش په ډول وويل : دا چې د ده مور ژوندی نه ده نو دی دې له خپلې ترور سره غوره چلند وکړي (ترمذي، ابواب البر والصلة).

د مور او پلار له مړينې وروسته د هغوی له دوستانو او خپلوانو سره غوره چلند کول د والدينو په حقوقو کې شامل دي، له مړينې وروسته د مور او پلار په حقوقو کې له دې پرته يو شمير نورې خبرې هم شاملې دي، لکه چې حضرت ابو اُسيد مالک بن ربيعه ساعدي رضی الله عنه فرمايي په داسې حال کې چې دی موجود وو د بنی سلمه يوه کس له رسول الله صلی الله عليه وسلم پوښتنه وکړه : آيا د والدينو له وفات وروسته له هغوی سره د نيکي کولو کوم صورت شته دی؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وفرمايل : هو ! د هغوی لپاره دعا او استغفار کول، د هغوی له مړينې وروسته د هغوی عهد پوره کول، د هغې رشتې ساتل کومه چې د هغوی له امله پيدا شوې وي او د هغوی د دوستانو عزت او اکرام کول (ابو داؤد، کتاب النوم).

مسئله : له والدينو سره د غوره چلند کولو کوم حکم چې په قرآن او حديث کې راغلی په هغه کې دا هم داخل دي چې له کومو خلکو سره د والدينو قرابت يا دوستي وه له هغوی سره هم د غوره چلند کولو معامله وکړی شي، په ځانګړي ډول د والدينو له مړينې وروسته.

په صحيح بخاري کې د حضرت عبد الله بن عمر رضی الله عنه په روايت ذکر شوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : له پلار سره غوره نيکي دا ده چې د هغه له مړينې وروسته د هغه له دوستانو سره غوره چلند وکړی شي.

او حضرت ابو اسيد بدري رضی الله عنه نقل کړي : زه له رسول الله صلی الله عليه وسلم سره ناست وم يو انصاري کس راغی او له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه يې پوښتنه وکړه : يا رسول الله صلی الله عليه وسلم! آيا د مور او پلار له مړينې وروسته د هغوی کوم حق زما په ذمه باقي دی؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : د هغوی لپاره دعا او استغفار کول، او کوم عهد چې هغوی له چا سره کړی وي د هغه پوره کول، او د هغوی د دوستانو اکرام او عزت کول، او د هغوی له داسې رشته دارانو سره د صله رحمي چلند کول د کومو د قرابت رشته چې يوازې د هغوی له امله وي، د والدينو همدغه حقوق دي کوم چې د هغوی له مړينې وروسته ستا په ذمه باقي دي (معارف القرآن، ج : ۵، ص : ۴۶۵).

داسې هم کيدلای شي که د يو چا مور او پلار يا يو وفات شوی وي او د هغوی په ژوند کې اولاد د هغوی نافرمان يا د هغوی له رضا کولو محروم پاتې شوی وي، مګر همدغه اولاد د هغوی له مړينې وروسته هغوی ته د خير، رحمت، مغفرت او بخښنې دعا کوي نو الله تعالی به همدغه نافرمان اولاد فرمانبردار وګرځوي (مشکوة المصابيح، باب البر والصلة).

يعنې د مور او پلار په ژوند کې هم د هغوی فرمانبرداري، خدمت او له هغوی سره غوره چلند کول د غټو غټو ګناهونو کفاره جوړيږي، او د والدينو له وفات وروسته هم زړه له اخلاصه د هغوی لپاره د مغفرت دعا کول او د هغوی لپاره ايصال ثواب کول کوم چې د والدينو لپاره د بخښنې او د لوړو درجاتو سبب کيږي، نو د داسې دعا کوونکي هغه قصور هم معاف کيږي د کوم د معاف کولو چې بل صورت نه وي، يعنې چې د والدينو مجرم وي او د نافرماني مرتکب وي، نو له همدغه عذاب څخه د بچ کيدا همدا يو صورت دی چې دی د مور او پلار له مړينې وروسته د هغوی لپاره له الله تعالی جل جلاله څخه د بخښنې او لوړو درجاتو غوښتنه وکړي.

په ابن نجار کې دي : يوه انصاري له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه د مور او پلار له مړينې وروسته له هغوی سره د نيکي کولو پوښتنه وکړه، نو رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وفرمايل : هو ! څلور خبرې دي، په هغوی باندې لمونځ او د هغوی لپاره د مغفرت دعا، د هغوی د وصيت نافذ کول، د هغوی له دوستانو سره غوره چلند کول او کومه رشته چې يوازې د هغوی له لوري وي د غوره چلند له مخې د هغې ساتل (احکام شريعت، ص : ۲۶).

له حضرت ابو هريرة رضی الله عنه څخه روايت دی : يوه کس رسول الله صلی الله عليه وسلم ته عرض وکړ چې زما پلار وفات شوی، يو څه مال يې هم پرې ايښی دی او هيڅ وصيت يې نه دی کړی، که چيرته د هغه له لوري خيرات وکړی شي آيا د هغه ګناه معاف کيږي؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : هو ! (صحيح مسلم، کتاب الوصية).

له حضرت ابو هريرة رضی الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : کله چې انسان مړ شي نو د هغه د عمل سلسله ختمه شي، خو دری عملونه داسې دي د کومو ثواب چې له مړينې وروسته هم په اعمال نامه کې ليکل کيږي، يو صدقه جاريه ده، دويم هغه علم ده په کوم سره چې خلکو ته ګټه رسيږي، دريم نيک اولاد دی کوم چې د مور او پلار لپاره دعاګانې کوي (ابو داؤد، کتاب الوصايا، مسلم، کتاب الوصية).

يوه کس رسول الله صلی الله عليه وسلم ته عرض وکړ : زما مور وفات شوې، که چيرته زه د هغې له لوري صدقه وکړم نو آيا په دې سره هغې ته ثواب رسيږي؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : هو ! نوموړي کس وويل : زه تا ګواه (شاهد) جوړوم چې زه خپل د کجورو باغ د هغې له لوري صدقه کوم (بخاري، کتاب الوصايا، ابو داؤد، کتاب الوصايا).

حضرت سعد بن عباه رضی الله عنه وويل : يا رسول الله صلی الله عليه وسلم ! ام سعد وفات شوې، کومه صدقه بهتره ده؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : اوبو، نو حضرت سعد رضی الله عنه يو کوهي (څاه) وويست او وې ويل : دا د ام سعد لپاره دی (ابو داؤد، کتاب الزکوة).

په طبراني کې دي رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : کوم کس چې د مور له لوري حج وکړي، يا د هغې قرض اداء کړي، د قيامت په ورځ به له نيکيو سره را پورته شي (احکام شريعت، ص : ۲۷).

په دار قطني کې دي رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : کله چې يو انسان د خپلو والدينو له لوري حج وکړي، همدغه حج د هغوی له لوري او د ټولو له لوري قبليږي، او د هغوی روحونه په آسمان کې په دې سره خوشحاله کيږي، او همدغه کس د الله تعالی په نزد له مور پلار سره په غوره چلند کوونکو کې ليکل کيږي (الحقوق، ص : ۲۰).

په ديلمي، ابن نجار او نورو کې حضرت عائشة رضی الله عنها له خپل محترم پلار څخه روايت کړی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : کوم کس چې هره جمعه د والدينو يا په دوی کې د يوه د قبر زيارت وکړي او هلته يسين شريف ووايي، د يسين شريف چې څومره حروف دي د هغوی د شمار په برابر به الله تعالی هغوی ته مغفرتونه وکړي (الحقوق، ص : ۲۴).

مسئله : مور او پلار که چيرته مسلمان وي نو د هغوی لپاره د رحمت دعا کول ښکاره دي، خو که چيرته هغوی مسلمان نه وي نو د هغوی په ژوند کې دا دعا په دې نيت سره روا کيږي چې هغوی ته دې له دنيوي تکليف څخه نجات وي او د ايمان راوړلو توفيق دې وي، له مړينې وروسته د هغوی لپاره د رحمت دعا کول روا نه دي (معارف القرآن، ج : ۵، ص : ۴۶۷).

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x