fbpx

فکري روزنه (۲۴) – د تعلقاتو جوړولو اصول

ليکوال : م، نجم الرحمن (فضلي)

د تعلقاتو جوړولو اصول

(۱) دوستي

هغه څوک ناکام دی چې هيڅ دوست يې نه وي، هر چا ته د ښه دوست سخت ضرورت دی، ښه دوست نه يواځې دا چې له تاسو سره به مرسته کوي، بلکه د ستاسو حوصله افزائي هم کوي، د ښه دوست د پيدا کولو يوه طريقه دا ده چې تاسو په خپله د نورو لپاره ښه دوست جوړ شی، د داسې کاميابو خلکو په لټه کې شی له کومو سره چې زياتره وخت اوسيدلای شی، له هغوی څخه پوښتلای شی چې څنګه کامياب شوي او د کاميابي سبب يې څه دی؟.

دا خبره په ذهن کې وساتی چې په دنيا کې هيڅ يو فرد کامل نه دی، هر فرد نه کاملاً ښه دی او نه بيکاره، کامل انسان په مونږ کې نشته او تاسو هم نه ياست، کله هم چې له خپل دوست سره ملاقي کيږی يو څه وخت ضرور د هغه تعريف وکړی، د خپل ځان په ځای ډيره توجه هغه ته وکړی، يواځې خبرې بايد ونکړی، بلکه د ډير محبت اظهار هم وکړی، بحث او مباحثه مه ور سره کوی، دلائل مه ور سره واياست، له خپلو دوستانو سره مسلسل رابطه ساتی، هغوی ته تليفون کوی، له هغوی سره ملاقات کوی، هغوی ته تحفه ورکوی او ميلمستيا ورته کوی، په هر ممکن صورت کې په هر ځای کې خپل تعارف له خلکو سره کوی، د کلي، محلې او د مسجدونو په مجالسو کې شرکت کوی او خپل مختصر تعارف هم کوی، تر څو خلکو ته معلومه شي چې تاسو څوک ياست.

(۲) هم نظري

اکثر خلک له داسې خلکو سره نزديکت خوښوي کوم چې ور سره هم خياله وي، ځکه له دوی سره بيا په هره موضوع په آزادانه توګه خبرې کولای شي، که يو څوک له تاسو څخه وپوښتي تاسو څه کوی؟ نو تاسو ورته په دوو جملو کې ځواب ورکړی، د تفصيلاتو بيانولو ته ضرورت نشته، په دې سره په پوښتونکي کې دلچسپي پيدا کيږي، کوم وخت چې تاسو يواځې ياست او په کوم ناست ټولي باندې تيريږی نو په هغوی سلام ور اچوی (السلام عليکم) زه ستاسو سلامتيا غواړم، زه د ستاسو لپاره خطر نه يم، تاسو هم ما ته خطر مه جوړيږی، زه تنها (يواځې) يم، په تاسو کې څوک نه پيژنم، ستاسو لپاره د سلامتيا غوښتونکی يم، ما ته هم د سلامتيا ډاډ راکړی، په دې سره به نه يواځې دا چې د ستاسو خوف (ويره) به ورکه شي، بلکه کيدای شي په دې ډله کې مو کوم مرسته کونکی هم پيدا شي، له يو چا سره يو ځل ليدنه کافي نه ده، له ليدو وروسته هم روابط ور سره ساتی، خط ورته ليږی، تليفون ورته کوی، له نورو خلکو څخه يې پوښتنه کوی او هم سلام ور ليږی.

(۳) ستاينه

د انساني فطرت تقاضا دا ده چې ستاينه يې وشي، هر انسان غواړي چې ستاينه يې وشي، ستاينه تل رښتونې پکار ده، په هر فرد کې ضرور داسې يو څه شته چې د ستاينې وړ دي، د کوم په وجه يې چې ستاينه کيدلای شي، کله چې تاسو د يو چا د شخصي قابليت، کارکردګي او کاميابي ستاينه وکړی هغه بالمقابل تاسو ته هم توجه کوي، هر څوک د خپل ځان ستاينه غواړي او دا خوښوي، ستاينه سمدستي پکار ده، داسې نه ده پکار چې ښه کار نن وکړی شي او تاسو يې هفته وروسته ستاينه کوی، ځکه دا رنګه ستاينه مؤثره نه وي، له عمل څخه وروسته فوراً ستاينه پکار ده او همدا ډيره مؤثره هم وي

(۴) غوږ نيونه

د هر زړه ګټلو لپاره آسانه طريقه دا ده چې تاسو ښه آوريدونکي جوړ شی، په مونږ کې زياتره ښه آوريدونکي نشته، لهذا هر څوک چې خبره درته کوي نو په ښه غور سره يې آوری، د هغه څه په باره کې خبرې کوی کومو ته چې د نورو خلکو دلچسپي زياته وي.

دا خبره ډيره رښتونې ده چې آوريدونکي تل په کنترول کې وي، ځکه خو ويل شوي ! کم وايه زيات آوره، يو چا ډيره ښه خبره کړې :! سل ځلې آوره، زر ځلې غور او فکر کوه او يواځې يو ځلې خبر کوه.

د غوږ نيونې څو مهمې طريقې

تاسو نورو خلکو ته اول د هغوی د ضرورياتو، خواهشاتو، اميدونو او د خوشحاليو په باره کې خبرې وکړی، وروسته د هغوی خبرو آوريدو ته تيار شی.

له هررنګه  مداخلې پرته په ډير سکون او زغم سره خبرې آوری.

له ځواب ورکولو مخکې يو څه توقف وکړی، هر کله چې ويونکی خبرې ختمې کړي نو ۳ يا ۵ دقيقې وروسته په خبرو پيل وکړی، دا توقف څو ګټې لري، يو دا چې که ويونکی نور څه ويل غواړي نو هغه به ووايي او د ستاسو لخوا به کومه مداخله نه وي، بل دا چې له دې توقف څخه يو دا معلوميږي چې تاسو د ويونکي خبره په غور آوريدلې او اوس هغه ته د ځواب ورکولو لپاره تياری نيسی، بل دا چې له توقف کولو وروسته چې تاسو کومه خبره کوی داسې ښکاري چې تاسو ته خپله خبره ډيره قيمتي ده.

د ويونکي خبرو او احساساتو ته ډير اهميت ورکړی، د هغه خبرو ته په ژبه د هو، صحيح، سمه ده الفاظ واياست او يا ورته سر ښوروی او چې کله مزاحيه خبره وکړي نو ور سره خاندی.

په سلو کې اتيا فيصده وخت په آوريدو او شل فيصده په وئيلو مصرف کړی.

د ويونکي په سترګو کې سترګې خښې کړی او خبره يې واوری.

د ويونکي مهمه خبر په ذهن يا په کاغذ باندې له ځان سره نوټ کړی.

د خبرو د آوريدلو په وخت کې داسې عمل مه کوی چې د ويونکي توجه بدله کړي.

(۵) نورو ته اهميت ورکړی

د انسان يو لوی خواهش دا دی چې هغه ته اهميت ورکړی شي، د تعلقاتو په جوړونه کې مهمه خبره دا ده چې يو کس دا محسوسه کړي چې دی مهم دی او د ستاسو لخوا ورته اهميت ورکول کيږي، د نورو خلکو غوښتنه دا ده چې تاسو هغه ومنی او د هغوی قابليت ته اهميت ورکړی، ځکه چې همدا غوښتنه د ستاسو هم ده، هر کله چې تاسو د يو چا خبره په غور واوری نو تاسو هغه ته اهميت ورکړ، لهذا تاسو د هر چا خبره په ښه غور سره آوری.

(۶) مننه

کله هم چې تاسو د يو چا مننه وکړی نو د هغه لخوا تاسو ته اهميت درکول کيږي او تاسو ورته قابل القدر ښکاری، د مننې لپاره يواځې تشکر، مهرباني يا کور مو ودان الفاظ کافي دي، دا لفظ د ژبې له ټولو طاقتور لفظ دی، دا لفظ وواياست او د خلکو زړونه وګټی، د وړو وړو خبرو او نيکيو لپاره شکريه اداء کړئ، که مو دا وکړل بيا به خلک لوی لوی نيکۍ در سره کوي، خاصکر د خپلو ملګرو او خپلو بچيانو چې څومره شکريه اداء کړی هومره هغوی خوشحاله کيدلای شي، حضرت رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي (څوک چې د انسان شکريه اداء نکړي هغه د خدای جل جلاله  شکريه هم نشي اداء کولای).

(۶) ښه وينا

د ښو تعلقاتو په جوړونه کې د ښې وينا (خوش ګفتاري) کردار ډير مهم دی، هر څوک ښه وينا کونکی خوښه وي، د ښې وينا کولو آسانه طريقه دا ده چې تاسو کم واياست او ډير آوری، د خپل ځان په باره کې ډير څه مه واياست، که چيرته تاسو له خپل ځان څخه ښه وينا کونکی جوړه وی نو په خپل ځان کې د ننه د نورو خلکو د خبرو آوريدو صلاحيت پيدا کړی، د وينا کولو په وخت کې بايد ستاسو لهجه نرمه وي نه سخته.

که چيرته نور خلک د خبرو له شروع کولو ويريږي نو په داسې صورت کې تاسو په خبرو پيل وکړی، مګر کوشش وکړی چې خبرې مو زياتره د نورو خلکو په هکله وي نه د خپل ځان، که مو په خبرو کې يو څوک در وغورځيدل نو د هغه صفا مطلب دا دی چې تاسو سمه خبره نه کوی او خپله خبره مو پريږدی.

د خبرو کولو په وخت کې دا يوه خبره تل په ذهن کې وساتی چې کله نور خلک خبرې کوي تاسو ضرور يو څه زده کولای شی، اما هر کله چې تاسو خبرې کوی نو هيڅ نشی زده کولای، ځکه چې تاسو په هماغو خبرو له پخوا علم لری.

د خبرو له کولو مخکې سوچ او فکر کول پکار دي، داسې خبره مه کوئ چې نورو ته د تکليف، خجالت، شرمندګي او د پريشانۍ باعث کيږي، پر چا تنقيد مه کوئ، الزام مه لګوئ، خپلې غلطۍ تل منی او له بل چا څخه شکايت مکوئ، ځکه هيڅوک له شکايت سره دلچسپي نلري، شايد د هغوی مسائل له تاسو څخه هم ډير وي.

له هر چا سره د محبت اظهار کوی.

د نورو عزت کوی، احترام يې کوی، تاسو ته به هم عزت او احترام درکړی شي.

له هيچا سره بحث مباحثه مه کوی.

نور خلک خپلو غلطيو ته اشارتاً متوجه کوی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د