نظــر

(دې پردو ګوتو ته تللې هيواد)

د نيويارک سوداګريز برجونه ونړيدل او پر افغانستان د بريد لپاره نغارې وډنګېدې، ډېرو هيوادونو د امريکا د وخت د ولسمشر جارج واکر بش د غږ سره غږ يو ځاى کړ، پر افغانستان د يرغل تابيا ونيول شوه.

ښه مې په ياد دې په پېښور کې محصل وم، فضا خړه پړه وه، پر مخونو د غم او خواشينۍ څادر خپور و، وطن پرديو نيولو، او هغه هم کافرو پرديو، اسلامي نظام نسکورېده، او هغه هم د کفر پر لاسونو د اسلامي هيوادونو په مرسته، په دماغو کې مو د جهاد موضوع لاندې بره کېده، خو مل او ملګرى نه و، مشر او لښکر نه و، د خيبر په دره يو ځل بيا ډلې ډلې افغانان راکډه شول، او په شمشتو کې يو خالي شوى مهاجر کمپ يو ځل بيا ډک شو.

يو مازديګر د څو تنو ملګرو سره هغې کمپ ته  ورغلم چې د شمشتو په کمپونو کې د قاضي امين د کمپ په نوم يادېده، سپيره سپېره ماشومان پکې ګرځېدل راګرځېدل، شکېدلي کالي، سرتور سرونه، پښې ابلې، چېرته به په اوبو سره راټول وه، په کوم ځاى کې به يې د پمبې نه تار جوړولو، چېرته به سره په جنګ اخته وه، او بس يوه ګڼه ګوڼه وه، زړه مې نرې درد وکړ، ډېر زيات خفه شوم او د غمژن زړه سره راستانه شوو.

خبرونو ته به څک وم، اخبار ته، راډيو ته يا به که تلويزيون ته لاس رسې پيدا شو، خو بالاخره  متحدينو پر افغانستان لښکرکشي وکړه، په افغانستان کې د طالبانو په لاس جوړ شوى اسلامي امارت ړنګ شو، د بن کنفرانس داير او حامد کرزى د جمهور رئيس په توګه پر افغانستان وتپل شو.

که هر څوک، له هر مقامه، په هره کچه، په هر ډول او په هر دليل کوښښ وکړي چې ناحق، حق ثابت کړي، او باطل ته د حق شکل ورکړي، نه شي بريالى کېداى، کټ مټ په همدې ډول هېڅوک ونه توانيد چې زما په څېر د ډېرو له ذهنه وباسي چې افغانستان دى امريکايانو نيولى نه وي، دغه هيواد دې خپلواک وي، اوسني چارواکي دې مستقل او تر هيچا پورې تړلې نه وي، او اوسنۍ اداره دې په خپلو ټولو پريکړو، او تصميمونو کې بلواکه نه وي، مسئولين دي وطندوست او هيواد پاله وي.

بلکې بالعکس د تېرو لسو کلونو په اوږدو کې راته وخت په وخت، پېښو او حوادثو، د بهرنيانو کړنو او د تش په نامه افغانانو غبرګونونو، د افغان ملت اوښکو او د دې ملت د واکمنانو او نابللو ميلمنو خنداګانو، داسې زړه بوګنوونکو او غونې ځيګوونکو واقعاتو ثابته کړه چې نه خو موږ يو خپلواک ملت يو، نه مو چارواکي د دې هيواد واقعي واکمنان دي، نه بهرنيان زموږ په بلنه راغلي، نه به ووځي، نه به زموږ په خوښه څه وکړي او يا به له څه لاس واخلي.

خو دې وروستيو دوه پېښو به نورو ډېرو ذوعقلانو ته هم دغه حقيقت جوت کړى وي او پوهېدلي به وي چې موږ تېره يوه لسيزه د اشغال په لمن کې تېره کړې ده، او لا هم د دې اشغال د اوږدولو لپاره لاس په کار يو.

لومړۍ هغه يې د ډيورنډ د کرښې په امتداد د ننګرهار ولايت د ګوشتې ولسوالۍ ته ورڅېرمه د پاکستان د پوځ له خوا د پوستو او دروازې جوول دي، په دې هکله حقيقت راڅرګندول به ډېرو هلو ځلو ته اړتيا ولري، ملامته او بر حق معلومول به ډېرې خوارۍ وغواړي، او شايد اوس د افغانستان لپاره چندان اهميت هم ونه لري، خو لږ تر لږه موږ ته يې د افغان حکومت حقيقت راوښود، او هغه داسې چې څو ورځې وړاندې د حامد کرزي د دفتر رئيس عبد الکريم خرم وويل  په ګوشته کې يو شمير هغه پوستې چې د افغانستان په خاوره کې جوړې شوې او نژدې  دولس کاله د ناټو قواوو ورڅخه کار اخيستى د ناټو له خوا د پاکستان پوځ ته ورسپارل شوي دي.

د خرم د وينا تر مخې د همدې موضوع په اړه حامد کرزي د امريکا جمهور رئيس بارک اوبا ته ليک استولى چې د امريکا او افغانستان د تړون سره سم دى د ډيورنډ په پوله راولاړه شوې ستونزه کې خپل کردار اداء او په پاکستان زور واچوي چې په کرښه له خپلو کړنو لاس واخلي.

ډېر د خواشينۍ ځاى دى، چې جمهور رئيس تر دې بريده بې واکه وي چې آن د خپلې خاورې پوښتنه هم په خپله نه شي کولاى، او له بله غواړي چې خاوره يې ورته وګټي، او د يو ميړني افغان ملت په توګه زموږ لپاره بيا د شرم ځاى دى چې د دې ادارې ننګه کوو، او پرې ولاړ يو، کېدلاى شي يو شمير سياسي ليوني د کرزي دغه عمل او د روان کړکيچ په اړه د افغانستان دريځ ته د سياست نوم ورکړي خو موږ عقل هم لرو چې تر ټولو سياسي پوهانو ستر سياستمدار دى، هغه موږ ته وايي چې که د افغانستان په داخل کې څو تنه د سياست په تقاضا يو عمل کوي نو څو نور بيا نيغ په نيغه مستقيم پردى سياست عملي کوي.

د د دې راپور په اوريدو سره مې د يو پخواني شعر يو بيت بې واکه خولې ته راغى چې :

(په قربانۍ د سر او مال به مو شي خپل او که نه

اى عندليبه دې پردو ګوتو ته تللې هيواد)

او په خپله دې عقيده نور هم کلک شوم چې که د هر چا دى خو لږ تر افغانستان اوس د افغان ملت ملکيت نه دى، ځکه چې نه يې ګټلې شي، نه ورڅخه دفاع کولاى شي، او خپله خاوره له نورو څخه په سوال کې غواړي، له دې دريځ او سياسته د چوپتيا سياست ډېر غوره او د افغانستان په ګټه دى خو که څوک فکر وکړي.

دوهمه پېښه يې هغه وه چې نيويارک ټايمز ورځپاڼې په خپل يو راپور کې وويل د امريکا استخباراتي شبکې سي آى اى حامد کرزي ته له لسګونه ميليونو ډالرو ډک بکسونه ورکړي، کرزي هم دغه خبره ومنله، دا خبرې په داسې حال کې کيږي چې کرزى د څو اروپايي هيوادونو په سفر بوخت دى، ايا دا خو به د  افغانستان قيمت نه وي، او دا خو به اوباما ته د کرزي د ليک ځواب نه وي؟؟

2013-05-01

محمد اسماعيل عندليب

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x