نړۍ

سعودي عربستان کې د پاکستان په ګډون د شلو هېوادونو نظامي تمرينونه پيليږي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، سلواغې ۲۶مه، ۱۳۹۴ ل): د سعودي عربستان رسمي خبري اژانس وايي، چې سعودي عربستان کې د پاکستان په ګډون د شلو هېوادونو پوځيان راټول شوي او نظامي تمرينات پيلوي.

د سعودي رسمي خبري اژانس د وينا له مخې په دغو هېوادونو کې چاډ، مصر، اردن، ماليزيا، مراکش، سينيګال، تيونس او پاکستان شامل دي.

د سعودي چارواکو په وينا دغه نظامي تمرينونه به په راتلونکو څو ساعتونو کې پيل شي.

د سعودي رسمي خبري اژانس په وينا د دغو ځمکنيو، هوايي او سمندري تمرينونو موخه دا ده، چې خلکو ته وښيي، رياض او ايتلافيان يې د سولې او امنيت پر وړاندې د هر ډول ګواښ ځواب ويلی شي.

سعودي عربستان د ۲۰۱۴م راهيسې د امريکا په مشرۍ د داعش ضد ايتلاف مهم غړی، له تېر يو کال راهيسې يمن کې د حوثي ملېشو پر ضد د عربي هېوادونو د ايتلاف مشري کوي او تېر ډيسمبر کې يې اعلان وکړ، چې د سعودي عربستان په مشرۍ د ۳۵ اسلامي هېوادونو ترهګرۍ ضد ايتلاف جوړوي.

د اوسنيو نظامي عملياتو اعلان په داسې حال کې کيږي، چې تېره ورځ د سعودي دفاع وزارت ترکيې ته خپلې الوتکې د دې لپاره ولېږلې، چې د سوريې شمال کې ترکيې سره په ګډه د داعش پر ضد ځمکنۍ او هوايي جګړه پيل کړي.

د سعودي رسنيو دا نه دي ويلي، چې دا نظامي عمليات به څو ور ځې دوام وکړي.

په عين حال کې سعودي رسنۍ دا هم وايي، چې د پاکستان د استخباراتو «ای ايس ای» مشر جنرال رضوان اختر سعودي عربستان کې دی او هلته د سعودي د وسله والو ځواکونو مشر جنرال مشعل محمد سلزبين سره يې د خپلو ليدو پر مهال د دواړو هېوادونو د نظامي او استخباراتي اړيکو د لاغښتلتيا ژمنه وکړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x