دیني، سیرت او تاریخ

مشري او سرخیلي په پوهه او دینداري کې ده

د امام الزهري او اموي خلیفه عبد الملک کیسه

حامد افغان

امام محمد بن مسلم الزهري (58 هـ/ 124 هـ) رحمه الله وایي: اموي خلیفه عبد الملک بن مروان ته ورغلم، هغه راته وویل: زهري! له کوم ځایه راغلې؟ مال: له مکي راغلم، ول هلته مکه کې د خلکو سرخیل څوک و؟ مال: عطاء بن رباح، هغه راته وویل: هغه عرب دی که له غلامانو نه دی؟ مال هغه له غلامانو دی، عبد الملک وویل: په چیشي یې د خلکو سرخیلي کوله؟ مال په علم او دینداري سره. هغه وویل: دینداره او پوهه خلک وړتیا لري چې د خلکو سرخیلي وکړي.

امام الزهري رحمه الله زیاتوي: عبد الملک بن مروان راته.وویل: ښه نو د یمن د خلکو سرخیل څوک دی؟ مال: طاووس بن کیسان، ول هغه عرب دی که له غلامانو نه دی؟ مال هغه هم له غلامانو نه دی، ول د یمن د خلکو سرخيلي په چیشي سره کوي؟ مال په هغه شي چې عطاء بن رباح یې کوي، ول بیا خو یې وړتیا لري.

امام الزهري وایي: عبد الملک راته وویل: د مصر د خلکو سرخیل څوک دی؟ ما ورته وویل: یزید بن ابي حبیب، ول له غلامانو نه دی که عرب دی؟ مال له غلامانو نه دی. بیا یې راته وویل: د شام د خلکو سرخیل څوک دی؟ مال مکحول دی، ول له غلامانو نه دی که عرب دی؟ مال له غلامانو نه دی. هغه نوبي غلام دی د هزیل قوم یوې ښځې ازاد کړی و.

عبد الملک پوښتنو ته دوام ورکړ او ویې ویل: د الجزيره د خلکو امام او لارښود څوک دی، مال میمون بن مهران دی، ول له غلامانو نه دی که عرب دی؟ مال له غلامانو نه دی. بیا یې وویل: د خراسان د خلکو امام او لارښود څوک دی؟ مال ضحاک بن مزاحم، ول له غلامانو نه دی که عرب دی؟ مال له غلامانو نه دی.

عبد الملک بن مروان وویل: د بصرې د خلکو امام او لارښود څوک دی، مال حسن البصري دی، ول له غلامانو نه دی که عرب دی؟ مال له غلامانو نه دی. بیا یې وویل: افسوس دی تا لره، د کوفې د خلکو امام او لارښود څوک دی؟ مال ابراهیم النخعي دی، ول له غلامانو نه دی که عرب دی؟ مال عرب دی.

امام الزهري وایي: عبد الملک بن مروان راته وویل: ټولو کې ایله دا یو عرب وخوت، لیږ دې زړه راښه کړ. په الله قسم دي، دې هیواد کې به مشرتوب او سرخیلي ټوله د غلامانو لاس ته لویږي او د عربو په سر به دوی واکمني کوي، دوی به په منبرونو خطبې ورته وایي او عرب به لاندې ورته ناست وي. امام الزهري رحمه الله وایي ما ورته وویل: امیر المؤمنین! زموږ سرخیلي او مشرتوب دین پوري تړلې ده، هر چا چې دین وساته سرخيل او مشر به وي او که یې دین ضایع کړ هغه به لویږي او ټیټیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x