نړۍ

باچاخان پوهنتون بیا پرانیستل شو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، سلواغې ۲۶مه، ۱۳۹۴ ل): د باچاخان پوهنتون چې تیره میاشت وسلوال برید باندي شوی وو، نن ورځ بیا د زده کوونکو پر مخ پرانیستل شو.

دغه پوهنتون باندي د تیري جنوري میاشتي پر شلمه نیټه د څلور وسلوالو کسانو له لوري برید شوی وو، چې له امله یې په پوهنتون کې د کارکوونکو په شمول ۲۲ تنه وژل شوي وه، او تر ۲۰ زیات ټپيان شوي وه.

نن ددې پيښي ۲۶ ورځي وروسته د باچان پوهنتون یو ځل بیا په کلک امنیتي کلابندۍ کې پرانیستل کیږي.

ددغه پوهنتون مشر ډاکټر فضل رحیم مروت د رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې د پوهنتون د امنیت لپاره خاص انتظام شوي، زده کوونکي یو ځل بیا د پوهنتون په لور را روان دي، د هغوی نفسیاتي حالت کتل کیږي. او زیاته کړې چې د زده کوونکو د راتګ وروسته به د پوهنتون ټولي برخي یو ځل بیا فعالي شي.

بل لوري پوهنتون ته را رسیدلي زده کوونکي وايي چې ددوی معنویات اوچت دي، خپل تعلیم ته به په هر حالت دوام ورکوي.

د یادوني وړ ده چې ددې پيښي سمدستي وروسته د پاکستان د پوځ ویاند ویلي وه چې د بریدګرو سره تماس د افغانستان د تلیفوني شبکو څخه نیول کیدی، او همداسي ځینو کړیو د ملي امنیت پخوانی رئیس رحمت الله نبیل او د هندوستان استخباراتي اداره په دغه برید تورنه کړې وه.

د پاکستان طالبانو ویاند محمد خراساني نن ټکی آسیا ته په یوه رالیږل شوي خبرپاڼه کې دغه برید په کلکو ټکو غندلی وو، خو په پاکستان کې د طالبانو یوه بل ګروپ د برید مسؤولیت منلی وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x