نظــر

ايا طالبان د الوتکو ضد وسله لري؟

u26 1په تېرو څو اونيو کې د ايساف څو الوتکې د افغانستان په يو شمير سيمو کې راوغورځېدې چې ايساف د الوتکو راغورځېدل د تخنيکي ستونځو له امله بولي او طالبان يې د ويشتلو ادعا کوي. د اپريل په نهمه د ننګرهار په ولايت کې د تورې بوړې د مهم مرکز څخه يوازې څو کيلو متره ليرې د ايساف يوه هليکوپتر راوغورځېده او بيا څو ورځې وروسته په زابل کې د ايساف بله هليکوپتر الوتکه راپريوته او درې ورځې وړاندې د بګرام په هوايي ډګر کې

د (National Air Cargo) د شرکت يوه کارګو الوتکه له الوتلو وروسته راوغورځېده د ايساف په وينا په لومړنيو دوه هليکوپترو کې د ايساف شپږ تنه او د بګرام په کارګو الوتکه کې اوه تنه بهرنيان چې د الوتکې ملکي کار کوونکي وه ووژل شول.

په افغانستان کې د دې ډول پېښو په زياتېدو سره دا سوالونه زياتيږي چې طالبان د ايساف هليکوپترې په کوم ډول وسايلو له منځه وړي.

که څه هم تر اوسه پورې ثابته نه ده چې طالبان د الوتکو ضد ميزايل لري خو ويکي ليکس لا دمخه ليکلي وه چې د اسامه بن لادن مالي مشاور ډاکټر امين الحق شمالي کوريا ته تللى و او هلته يې د الوتکو ضد ميزايلو اخيستلو پر مسئله خبرې کړې وې.

د ويکي ليکس دوينا تر مخې شمالي کوريا ته د ډاکټر امين الحق له تللو څخه څه موده وروسته طالبانو يوه امريکايي چينوک هليکوپتر د هلمند په ولايت کې راوغورځوله.

طالبان چې اوس په پوره ديپلوماتيکه ژبه پوهيږي او په خورا احتياط سره خبرې کوي په دې اړه په واضحه توګه څه نه وايي خو دا مني چې هغوى اوس د الوتکو د راغورځولو لپاره خورا ښې وسلې لري.

هغوى په خورا جرئت سره وايي چې تر اوسه پورې يې په افغانستان کې د ايساف او ايتلاف بار وړونکى، هليکوپترې او کشفي الوتکې راغورځولي دي خو بالمقابل ايساف ډېرې پېښې د تخنيکي ستونزو له کبله ګڼلي.

طالبان د ايساف څرګندونې د طالبانو د برياليتوب د ناکامولو هڅه بولي خو وايي چې هغوى تر اوسه پورې د ايسافډېرې الوتکې ويشتلي دي.

دلته دطالبانو د يو تن وياند قاري محمد يوسف احمدي دا خبره د يادولو وړ ده چې هغه وايي (د امريکا او انګلستان الوتکې ولې په واشنګټن او لندن کې د تخنيکي ستونزو سره نه مخ کيږي او بېړنۍ ناستې نه کوي، چې هر وخت په افغانستان کې د الوتکو د غورځېدلو په وخت کې دا ډول علتونه وايي).

هغه هم په دې ډاډه دى چې طالبانو په روانه جګړه کې د الوتکو د غورځولو توان پيدا کړى دى او په دې هکله ډېرې پېښې  يادوي.

د طالبانو يو بل وياند ذبيح الله مجاهد په همدې اړه چې هغوى د الوتکو د ويشتلو لپاره څه ډول وسلې لري وايي (يوڅه چې بايد ښکاره پرې خبرې وکړو هغه داده چې اسلامي امارت الحمدلله اوس ډير داسي څه لري او دلاسته کولو په حال کې يې ده چې ددښمن لپاره به خورا ځپونکي وي  له هغې جملې نه دمختلفو الوتکو دله منځه وړو لپاره مختلف تکتيکونه اختيار ول او ښې وسيلې او وسلې کارول هم يو ضرورت دى).

مجاهد د هغو راپورونو په اړه چې کېدلاى شي طالبانو د شمالي کوريا څخه الوتکې ويشتونکي ميزال تر لاسه کړي وي د افغان اسلامي اژانس د پوښتنې په ځواب کې وويل (په دې اړه زه مشخص څه نشم ويلاي ، خو دا يو ښکاره حقيقت دې چې دنړۍ ډير ملتونه دامريکا ، دغلطو ، نيواکګرو پاليسيو او دوحشت او بربريت نه په تنګ شوي او غواړې چې په يوډول پخپل منځ کې سره  دامريکا په ضد همکاري ولري).

مجاهد په همدې مسئله د افغان اسلامي اژانس مختلفو پوښتنو ته د ځوابونو په ترڅ کې په غوڅه توګه وويل (موږ په ټول وس او توان سره هڅه کوو چې لکه نور امريکايي تکتيکونه مو چې په خپل وخت له ناکامۍ سره مخ کړي د دوي هوايي ځواک هم وننګوو).

مجاهد د الوتکو پر ضد د ښو وسلو په درلودلو کې خپل برى ويني او وايي کله چې هغوى د الوتکو ضد ښه وسايل ولري نو بيا به بهرنيان په سمدستي توګه د افغانستان څخه وتلو ته اړ شي.

په هر حال، په افغانستان کې د بهرنيو قواوو د الوتکو د غورځېدلو په پېښو کې زياتوالى د الوتکو پر ضد طالبانو ته د وسلو د رسيدلو په اړه سوالونه پيدا کړي دي.

دېرې کتونکي په دې باور دي که چيرته په رښتيا سره هم طالبان د الوتکو د ويشتلو لپاره ښې او مؤثرې وسلې ولري نو کېدلاى شي چې د روانې جګړې مخ دومره بدلون ومومي لکه چې په کال ١٩٨٦ميلادي کې د شوروي اتحاد پر ضد مجاهدينو ته د امريکا څخه د سټنګر ميزايلو له رسيدو وروسته د افغانستان د جګړې مخ بل لور ته واوښت او بالاخره شوروي قواوې په افغانستان کې د پوره ماتې او خجالت سره مخ شوې.

پاى

له افغان اسلامی اژانس نه په مننه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x