نظــر

د دلوې (۲۶مه) د “روسانو” د تیښتې ورځ

لیکوال: شاهدالله رحیمي
لیکوال: شاهدالله رحیمي

لیکنه: شاهدالله رحیمي

له نن نه تقریباً ۲۷ کاله واړندې، په همدې ورځ (۲۶مه) د سلواغې داسې یو یرغلګر چې د ماتې تصور يې چا نشو كولئ، د افغاني مجاهدینو د مټو په زور، د سپڅلو شهیدانو د وینو په برکت، د سپیڅلې عقیدې په برکت او د پلرونو څخه په راپاتې ميړانې تلپاتې مات شو. په دغه ورځ د روسانو د ژوند کیښتۍ ډوبه شوه.

دا په داسې حال کې ؤ، چې مقابل لوری (سور مخی دښمن) په درونو وسلو سمبال، د ټانګ طیارې در لودونکی، د قوي هوایي ځواک په لرلو سره د یو مظلم غریب و بې چاره ولس په مقابله کې مټې را بډوهلې وي. خو دلته بیا د لوړ احساس درلوونکو، د حیاء او ناموس ساتونکو، د وطن اصیلو بچیو، او د پلرني ټاټوبي ساتونكو په ډیرو کمو امکاناتو، لږو تجهیزاتو داسې نه هیریدونکې او غاښ ماتوونکې ماتې ورکړه چې تاریخ یې شاهد دی. تر هغې وروسته دلته مجاهدینو د هغو بې ګناه افغانانو د وینې انتقام واخیست چې په دغه یرغل کې یې وینې توې شوې وې. مجاهدینو بریا تر لاسه کړه. دا چې د هرې جگړې تر بريا وروسته افغانان ولې خپله واکمني او اتلولي نشي ساتلای شنونکي وايي: (چې افغانان متأسفانه ددې هيوادنۍ مينې ترڅنګ سياسي اوعلمي پوهه په هغه کچه نه لري لکه څنګه چې ښايي)، نو همدا وجه ده چې موږ خپلې مبارزې ګټلي دي لاکن ګټه ئې نورو وړېده او د ساتلو په چل ئې نه پوهيږو.

داسې ګونګوسې هم اورېدلی کیږي چې ګوندې روسان ډاکټر صاحب(!) نجیب وویستل، دا نو بیا هغه د اوړو پزه ده چې کمونستان یې د خپلې ماتې د پټولو په خاطر په ډاکټر صاحب(!) نجیب پورې تړي.

د روسانو ویستل د ډاکټر نجیب په واسطه د منلو وړ خبره نه ده، دا د هغو هجرتونو او جهادونو نتیجه ده چې افغاني مجاهدینو په سختو حالاتو کې کړي. پدې کې خو د کمونستانو هیڅ ګناه نشته او نه هغوې ملامت دي چې په مجاهدینو پسې تل مدام منفي تبلیغات کوي، ځکه چې هغوی کې مجاهدینو داسې زړونه ورچاودولي چې که سل کاله وروسته هم مجاهد وویني نو رنګ یې وتښتي. حاجي دین محمد چې د ننګرهار والي و نو په غونډو کې به یې خبرې اوږدېدلې نو خلکو ورته (سه ساعته) ویلې، زه هم خبرې نه اوږدوم، او ددې له ویاړه ډکې ورځې،مبارکي ټولو هغو افغانانو ته ورکوم چې د شوروي اتحاد په کرغیړن یرغل کې یې د کورنۍ غړي له لاسه ورکړي، یتیمان شوي، میندې یې شهیدانې شوي او د مهاجرت سختې شپې یې تیري کړې.

درنښت.۱۳۹۴/دلوه/۲۶

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x