دیني، سیرت او تاریخ

خلک به د مرګ غوښتنه کوي – د قيامت نښانه

م، نجم الرحمن (فضلي)

نبي کريم صلی الله عليه وسلم له دې خبرې هم خبر ورکړی چې داسې يو وخت به راشي په کوم کې به چې ظلم، فتنې او مصيبتونه ډير شي، تر دې چې يو سړی به د خپل ملګري له قبر سره په خوا کې تيريږي او دا تمنا به کوي : کاشکې په دغه قبر کې د خپل ملګري په ځای دی دفن وای، ځکه له کوم رنګه تکليفونو، پريشانيو او مصيبتونو سره چې هغه مخامخ وي او کوم چې د هغه مخته را روان وي هغه به له مرګ څخه ډير تکليف رسوونکي وي.

حضرت ابو هريرة رضی الله عنه بيان کوي چې نبي کريم صلی الله عليه وسلم فرمايلي:
( لَا تَقُومُ السَّاعَةُ حَتَّى يَمُرَّ الرَّجُلُ بِقَبْرِ الرَّجُلِ فَيَقُولُ يَا لَيْتَنِي مَكَانَهُ) (صحيح البخاری، الفتن، حديث : ۷۱۱۵، وصحيح مسلم، الفتن، حديث : ۱۵۷، بعد الحديث ۲۹۰۷).

ژباړه : قيامت به تر هغه وخته رانشي تر څو چې داسې يو وخت نه وي راغلی چې يو سړی د يو چا له قبر سره په خوا کې تيريږي او داسې آرزو وکړي : کاشکې زه د دغه مړي په ځای په دغه قبر کې دفن وای.

حضرت عبد الله بن مسعود رضی الله عنه فرمايي : په تاسو به داسې يوه زمانه هم راشي که چيرته په تاسو کې کوم کس ته د مرګ اخستل پيدا کيږي نو هغه به يې د اخستلو لپاره تيار وي (السنن الوارده فی الفتن للداني : ۳/ ۵۴۲).

دا حديث له هغو احاديثو سره معارض نه دی په کومو کې چې د مرګ له تمنا څخه منع راغلې، لکه چې نبي کريم صلی الله عليه وسلم فرمايلي : په تاسو کې هيڅوک د مصيبت راتلو په وخت کې بايد د مرګ تمنا ونه کړي (السنن الوارده فی الفتن للداني : ۳/ ۵۴۲).

نبي کريم صلی الله عليه وسلم چې د کومو خبرو پيشنګويي کړې هغه به په آخره زمانه کې واقع کيږي، هغه د مرګ ښکاره دعا او تمنا نه ده، بلکه دا د يوه سړي له زړه څخه راوتونکی دا خواهش دی چې کاشکې : هغه له دې بديو، فتنو، تکليفونو او پريشانيو څخه يو قسم نجات پيدا کړی وای، اګر که د مرګ په ذريعه ولې نه وای.

دا هم ضروري نه ده چې د قيامت له راتګ سره به د مرګ دغه تمنا د هر مسلمان په زړه کې وي، بلکه دا به د مختلفو هيوادونو د حالاتو او واقعاتو مطابق وي، د خلکو ايماني حالت، په مصيبت باندې صبر او تحمل او د تکليفونو برداشت کولو قوت به په هر وخت او هر ځای کې نه وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
بشيراحمدالحنفي

السلام عليكم بعثت اليكم مقال بعنوان :(يهوددتاريخ په اوږدوکی) ارجومن جميل سجاياكم ان تقبلوها مع انها ليست علي نهج سابق
لأني لم اسبق كتابة المقال بلغة البشتو لكن احاول ان اكون متفوقا بعون الله

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x