افغانستان

طالبان: ډېر ژر به د امریکایانو د شکست ورځ هم په جنتري کې ولرو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، سلواغې ۲۶مه، ۱۳۹۴ ل): نن په افغانستان کې د شوروي یرغلیزو ځواکونو د وتلو ورځ لمانځل کیږي.

په دې مناسبت د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د یوې اعلامیې را لیږلو په ترڅ کې ویلي چې د روسي ځواکونو وتل او د افغانانو ارادې ته د هغوی په ګونډو کېدل د افغانانو لپاره لوی ویاړ دی.

نوموړي ویلي، د پرمختللو وسایلو سربیره د روسي ځواکونو شرمناک شکست د حق په وړاندي د باطل د شکست ښه بېلګه ده.

په خبرپاڼه کې راغلي، د شوروي اتحاد د ماتې وروسته نورو نړیوالو قوتونو عبرت وانه خیست، هغوی هم د شوري اتحاد پر پله باندي پل ایښی، ډېر ژر ده چې دوی به هم د هغو په برخلیک اخته شي.

طالبانو په خپل اعلامیه کې ویلي چې ډېر ژر به په خپله جنتري کې د امریکایانو د ماتي ورځ د لمانځلو لپاره ولرو.

طالبانو یو ځل بیا خپل زوړ هوډ تکرار کړی او ویلي چې تر هغو به خپل «جهاد» ته ادامه ورکوي، تر څو په هیواد کې یو تن امریکايي اشغالګر هم پاته وي.

د خبرپاڼي بشپړ متن په لاندي ډول دی:

د شوروي یرغلګرو د ماتې د ۲۷ مې کلیزې په مناسبت د اسلامي امارت اعلامیه

له نن څخه ۲۷ کاله وړاندې د ۱۳۶۷ لمريز کال د دلوې د میاشتې په ۲۶ نيټه زموږ په هیواد افغانستان کې د شوروي اتحاد اشغالګر ځواکونه په ټولیزه توګه په ګونډو شول او د افغانانو په تاریخ کې د شهامت او مردانه ګۍ بل لوی ویاړ ثبت شو.
په افغانستان کې له لس کلن وحشت او دهشت څخه وروسته د شوروي یرغلګرو بشپړه ماتې او د ټولو شته او پرمختللو جنګي وسائلو سره سره تيښته دحق په وړاندې د باطل د شکست خورا ښکاره بیلګه ده.
زموږ دملت او دین دښمنانو تل هڅه کړې چې دلته ناورین راوړي، بې دینۍ ترویج کړي، ملک مو ونیسي او اراده مو سلب کړي، خو لله الحمد بریالي شوي نه دي او خپل آرمانونه يې له ځانه سره ګور ته وړي.
متأسفانه چې له شوروي اتحاد څخه وروسته د نړۍ پاتې مستکبرینو په افغانستان کې دشورویانو له ماتې نه تنها داچې عبرت وانخيست بلکی په عین هماغه پل يې پل کیښود او ددې مظلوم او بیچاره ولس په عزت، آبرو، خاوره، دین او فرهنګ يې ورته یرغل وکړ.
دشورویانو له شرم او خجالت څخه ډکه ماتې او له یو لکو ډيرو مجهزو عسکرو تيښته ثابتوي چې دا ولس څوک هضم کولای نه شي، د ایمان او سپيڅلو موخو په وړاندې يې مانع نشي واقع کیدلای او چا يې چې دنیولو او ایل کولو تکل کړی هغوی دې د شورویانو په برخلیک د اخته کیدو انتظار باسي.
نننۍ امریکايي اشغالګر هم د بشپړې ماتې په مورګو ولاړ دي، وروسته له څوارلس کلن اشغال څخه يې هيڅ ترلاسه نکړل، د ایمان او افغاني غیرت په وړاندې په ګونډه شوي او لرې نه ده چې موږ به د شوریانو د ماتې په څير د امریکایانو دبشپړې ماتې تاریخ هم په خپل تقویم کې اضافه کړو.
اسلامي امارت د شوروي اتحاد دسرو پوځونو دماتې د ورځې په مناسبت دخپل ویاړلۍ مجاهد ملت قهرمانۍ ستايي او ددې لارې قربانۍ ورکونکوته له الله تعالی څخه اجر ونه غواړي.
په عین حال کې هوډ لري چې ان شاءالله داسلامي امارت مجاهدین به د شوروي اتحاد په څير امریکايي اشغالګروته هم بشپړه ماتې ورکوي، زموږ مظلوم ولس به يې له شره په امن کوي او دخپلي ایماني فريضې په توګه به جهاد ترهغو جاري ساتي چې یو امریکايي اشغالګر عسکر هم په دې خاوره کې شتون ولري او د اسلامي نظام په وړاندې مانع واقع شي. ان شاءالله تعالی وما ذالک علی الله بعزیز
د افغانستان اسلامي امارت
۱۴۳۷/۵/۶هـ ق
۱۳۹۴/۱۱/۲۶هـ ش ــ 2016/2/15م

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استا ذ بیانزی

زه د اسلامی امارت سره په دی اړه چه روسان او امریکایان یا کمونیزم او د لویدیز کاپيتالیزم دی سره سخت دشمنان وی توافق نه لرم او د توافق نه لرلو د پاره می خبل دلایل ولیکل مګر دا چه تبصره له تبصری اوږده شوه لازم می ولیدله چه د یوی لیکنی رنګ ورته ورکړم انشالله ډیر ژر به لیکنه خپرولو او نشرولو ته برابره شی ، د اوس د پاره همدومره لیکم چه ماته د کمونستی الحادی فلسفی کفر د دموکراسی الحاد او کفر څو ځلی زیات ښکاری ، زه داسی وایم چه کمونږستی الحاد زمونږ هیواد ، اسلامی… نور لوستل »

غوربندی

استاد بيانزي صيب

تاسو ته مسنونه سلامونه، ارادت او احترام

لکه چی شکاره ده، د طالبانو په پورته بیانیه کی داسي سه نشته چی گواکي کپيتاليزم او کمونیزم سره سرسخت دشمنان دي.

الحاج استاذ بیانزی

غوربندی صاحب السلام علیکم : زما مطلب هم دا نه دی ، زما مطلب دا چه طالبان وایی چه مونږ پرون کمونستانو او روسانو ته ماتی ورکړه ، په حقیقت کی د ا دلویدیز ګډ دشمن وو یعنی مونږ د کمونیزم په ماتولو کی د لویدیز سره هم په حقیقت کی مرسته کړی او دوی بیا دومره نمکحرامی کوی چه د شاباشی په ځای مو وژنی ؟ زه وایم ، چه زمونږ پرونی جګړه ختمه شوی نه ده ، د پرونی جګړی سره نننی جګړه صرف دومره توپیر لر ی چه پرون سړه جګړه وه ، افغانان پکی وژل کیدل… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x