امریکا د زوال پر لور – څلورمه برخه

ژباړه : ميوند محمد جمال

څلورم لامل : د کورني ژوند تباه كېدل

د امریکا د زوال د مخکنیو لاملونو لپاره دلته کلیک وکړئ: امریکا د زوال په لور

کله چې یوه کورني یو موټي او متحده وی نو بیا یوه ټولنه او همداسې هیواد هم متحد وی، په امریکا كې کورني نظام او د هغوی یو والی او اتحاد بیخی شتون نلری، په امریکایی تولنه كې د پیسو سره مینه دمره ډيره ده چې هلته څوک هم دا نه خوښوی چې د کورنی مشر او د هغوی غمخوار و اوسی.

په امریکا كې د پیسو سره د ډيری مینی له امله هیڅوک هم دا نه خوښوی چې د ځپلی مور، پلار، ځوى، لور، میړه، ښځې او نور خپلوانو غمخوار او کومک کونكې و اوسی، د همدی له امله نن ورخ په امریکا كې ڼه خو څوک یو ښه پلار دی او نه هم کوم ځویی یو ښه ځویی .

په امریکایی ټولنه كې هیڅ یوی ښځي ته خپل میړه د قدر ، اهمیت او عزت وړ نه ښکاری همداسې هیڅ یو میړه خپلی ښځي ته اهمیت نه ورکوی ، نن ورځ په امریکا كې داسې یوه کورنی نشته چې هلته دی یو پلار، مور، ځوی او لور یو ځایی او د یوه بام لاندی ژوند کوي او که چېرته کومه کورنی یو ځای اوسیږی هم نو هغوی به د ډيرو مشکلاتو سره لاس او ګریوان وی .

امریکا نن د یوی عجیبه بی رحمی او بی حسي ښکار ده هر کس دا سوچ او فکر لری چې زه ولی د بل کس بوج په خپلو اوږو بار کړم او د هغوی غم وخورم.
نن هلته هر سړی دافکر لری او دا وائي چې هر کس دی خپل غم په خپله وخوری او که څوک خپل غم نشی خوړلی نو حکومت دی د هغوی غم وخوری ځکه په امریکا كې هر سړی که هغه لور، ځوی، ورور، خور، پلار، او یا هم مور ده د خپل هوس تابع او ځان پرست دی .

په امریکا كې هر بوډا ، پلار او مور د ټولو څخه د ډير رحم وړ دی، د دغه بوډا مور او پلار غم هیڅوک هم نه خوری او نه یی هم په قیصه كې دی او د هغوی لپاره یی هلته د اولډ هاوس په نوم خاص او ټاکلی ځایونه جوړ کړی دی،چې هلته بچې خپل زاړه مور او پلار داخلوی چې تر څو د هغوی د غم او خدمت څخه بی غمه شی، ځکه امریکا كې هر انسان ماده پرست او ځان خوښونكې دی او د همدغه ماده پرستی له امله نن ورځ هغوی دمره وخت هم نه لری چې د خپل بوډا پلار او زړی  مور پوښتنه وکړی او نه هم هغوی ته دمره اهمیت ورکوی چې بوښتنه یی وکړی  او دا کار ورته دمره لوی او سخت ښکاری چې په کلونو، کلونو كې هم یو هلک یا جلی د خپل مور او پلار پوښتنه نه کوی حتی تر دی چې ډير بچېان د خپل مور او پلار د مرګ نه پس له څو ورځو ، هفتو او میاشتو خبریږی او که بعضی خبر هم شی نو دمره یی د اهیمت وړ نه ګڼي.

ځنګه چې نن ورځ امریکا ډیره پر مختللی ده نو له دی امله هلته هر کس مجبوره دی چې د ژوند د تیرولو لپاره کار وکړی ، هغه امریکایانو چې هغوی نا جائزه اولادونه زیږول اوس دوی نا جائز اولاد زیږولو ته هم وخت نلری او د (بي بي کئیر)کودکستان په نومونو یی ډير زیات مرکزونه جوړ کړي.

په کوم هیواد كې چې یو کس د خپل ماشوم تربیه نشی کولی او هغوی نورو ته خپل ماشومان د پیسو په بدل  كې د تربیې او لویولو لپاره سپاری او د دغه ماشومانو مور او پلار د پیسو ګتلو لپاره سر ګردانه وتلی وی نو څه وخت چې دغه ماشومان را لوی او په ښه او بد پوه شی نو هغوی بیا د کمتری احساس او په نفسیاتی توګه د مرض ښکار وی .

څه وخت چې دیوه خاي مشران د کور څخه و ویستل شی او په داسې ځایونو كې وساتل شی چې هلته د هغوی ساتنه د هغوي د بچېو پر ځای پردی خلک کوی نو دغسی خلک او ماشومان بیا د ژوند نه نا امیده شی چې د ډيری نا امیدی له لاسه اخر ځان و وژنی او یا هم د نورو په وژلو لاس پوری کوی (داسې په سل هاو راپورنه شته چې په امریکا كې کوم کس په مکتب، بازار، ماركېټ او یا هم حکومتی ځایونو كې نور خلک په ډزو ویشتلی وی) کله چې په یوه ټولنه كې ځان وژنه او د نورو وژل یو رواج وګرځي نو بیا داسې او دی ته ورته کارونه د یوه قوم ، ټولنی او ملک د کلکوالی او استحکام لپاره یو لوی خطر ګڼل كېږی.

مذهب چې د ټولنی د سمون او کامیابی راز بلل كېږی، نن په امریکا کي د تیرو لسیزو په پرتله مخ په وركېدو دی داسې راپورونه او لیکنی هر وخت د امریکا په ورځپاڼو او تلویزني پروګرامونو كې راځي او  هغوی دا یوه خبره کوی چې چرچ (کلیسا) ته د تلونکو کسانو تعداد ورځ په ورځ په کمیدو دی .

نیوز ویک په خپله یوه نوی ګنه د مذهب او د دین سره د مینی په اړه یوه سروی کړی چې په هغه كې داسې راغلی:

که څه هم په امریکا كې لا تر اوسه د هغوی په اند خدای نه دی مړ شوی (العیاذ بالله) خو بیا هم د امریکا په سیاست او ثقافت كې د هغه زور ډير کم دی ، نیوز ویک د ۲۰۰۹ د ۴ ، ۱۵ تاریخ .

هغه خلک چې هغوی په خپل سیکولریزم او بی دینه كېدلو فخر کوی په امریکا كې نن ورځ د نولس سوه نوی  په پرتله څلور چنده زیات شوی دی، که په نولس نوی كې د دغه بی دینو او سیکولرانو تعداد لس لکه وه نن د هغوی تعداد څلور دیرش لکه دی، په دغه سروی كې دا هم راغلی دی چې د امریکا اته شپیته فیصده خلک دا رایه لری چې د دوی په ټولنه كې د مذهب اثر ورځ په ورځ مخ په کمیدو دی.

سخت دریځه عیسایان بیا وایی چې د هم جنس پرستو  او د حمل د غورځونکو په ضد دوی خپل جنګ پرله پسی بایلی، دغه سروی لیکلی هغه مور او پلار چې د نن نه دیرش کاله مخكې یی د یوه ګیلاس شراب څکل ګناه ګڼله د هغوی ماشومان نن په ډير فخر او ازاده توګه د یوه بوتل شرابو له څکلو څخه خوند اخلي.
د نیوز ویک د ۲۰۰۹ ، ۴ ، ۱۵ تاریخ .

نور بیا…

یادونه: پورته لیکنه – امریکا د زوال په لور – په اصل کې د رضي الدین سید په نامه لیکوال د کتاب ژباړه ده، نوموړي دغه کتاب په ۲۰۱۱ کې لیکلی وو، په کتاب کې ورکړل شوي حوالې او معلومات د هغه وخت دي، چې اوس تر پخوا ښه روښانه او ډیر شوي دي. په کتاب کې د امریکا د زوال ټول اوه لوی لاملونه لیکل شوي، چې هره ورځ به یې یو نشر ته سپارل کیږي خو که دا لیکني ولوستل شي، کیدای شي لوستونکي د امریکا د زول ډیرو نورو لاملونو ته هم متوجي شي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د