جنرال بوریس ګروموف د خپلو عسکرو سره له افغانستان نه دوتو پر مهال

د دلوې د ۲۶ په مناسبت: د بهرنیانو نننی او پرونی پر شاتګ – سرلیکنه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، سلواغې ۲۶مه، ۱۳۹۴ ل): له نن نه پوره ۲۸ کاله وړاندې په همدې ورځ د پخواني شوروي اتحاد یرغلګر ځواکونه زمونږ له هیواده په تیښته ووتل .

شوروي یرغلګرو پوره لس کاله په افغانستان کې تیر کړل ، هغوی غوښتل د افغانستان په لاندې کولو سره خپل ځان د هند ګرمو اوبو ته ورسوي خو د دې آرزو تر پوره کیدو وړاندې خپله دوی د افغان ولس د وینو په طوفان کې غرق شول .

کرملین د افغانستان د اشغال په پنځم کال دا درک کړه چې پر افغانستان باندې د دوي د پوځ برید د دوئ تاریخي اشتباه وه .

هماغه و چې د شوروي د وخت ولسمشر میخائیل ګورباچوپ افغانستان د شوروي لپاره د ناسور زخم وباله او نور يي له دې هیواد څخه د خپلو ځواکونو د تدریجي پرشاتګ پریکړه وکړه .

د ۱۳۶۸ د سلواغې د میاشتې په ۲۶ د سره پوځ ماتې خوړلې ځواکونه د حیرتان بندر له لارې په ځړیدلې اورمیږ له افغانستانه ووتل جنرال بوریس ګروموف په افغانستان کې د شوروي ځواکونو عمومي قومندان د حیرتان له پله څخه د اوښتو په حال کې پر خپل شکست باندې په اعتراف سره وویل:

افغانستان ته زمونږ راتګ زمونږ د چارواکو ستره اشتباه وه مونږ به خپل راتلونکي نسل ته وایو چې بیا دا اشتباه تکرار نه کړي .

په کابل کې د ډاکټر نجیب په مشرۍ کمونیستي رژیم چې د مجاهدینو تر سختو بریدونو لاندې و د نني حکومت په څیر د خپلې بقاء وروستۍ شیبې شمیرلې ، د شوروي ځواکونو تر وتو وروسته هم خپله د رژیم چارواکو او هم نړیوالو د مجاهدینو د بریدونو په مقابل کې د نجیب د حکومت را پرزیدل یو محتوم کار ګاڼه ، خو رژیم تر دری کاله دوام وروسته بالاخره سقوط وکړ.

اوس چې زمونږ د هیواد شرائط بیا کټ مټ هماغه حال ته ورته دي د امریکایانو په مشرۍ ډیر شمیر ځواکونه هماغه شان په شکست سره له افغانستانه وتلي او یو محدود شمیر يي پاتې دی ، د امریکایانو په لاس جوړ شوی حکومت هم د خپل منځي اختلافاتو او هم د طالبانو د پوځي بریدونو په مقابل کې سخت ناتوانه دی ، امریکایان ، نړیوال او افغانان یې ټول د سیاسي سقوط وړاندوینې کوي ، خو دوی بیا هم د خپلې نامشروع بقاء لپاره له امریکایانو څخه د پاتې کیدو غوښتنې کوي .

د کابل تحت الحمایه حکومت ته په کار دي چې د خپلې بقاء لپاره دي له بهرنیانو څخه د پاتي کیدو په ځای د خپل ولس اعتماد تر لاسه او د هغو په مرسته دې خپل ځان له حتمې سقوط څخه وژغوری.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

زه اوسنی غلامه ، ناوړه او فاسده اداره نه ګرموم نه یی ملامته کوم، چه دوی د خپلی بقا د پاره د اشغلګرو د اشغال د امتداد هیلی او هڅی لری . که خدای ناخواسته زه د دوی په دریز کی وی ما به هم دا هیلی او هڅی لرلی د دوی لویه ګناه غلامی ته لمړنی لبیک ویل دی وایی د ملغلری یو ( اب یا حیا ) وی چه والوزی هغه حیا بیا او بیا نه زیږول کیږی د دغی اداری د مشرانو او کشرانو د افغانیت ، اسلامیت او حتی انسانیت ( اب او حیا ) زایله… نور لوستل »