نظــر

شورويان مات شول، خو د افغانانو د وژنې لړۍ لا دوام لري

احمدالله احمدزی

د شورويانو د شرمېدلې ماتې په مناسبت

افغانستان هغه هېواد دی، چې ولس يې تل د بهرنيو يرغلګرو سره کلکه مقابله کړې او هېڅکله يې په خپل هېواد کې د بهرنيو يرغلګرو او د هغوی د لاسپوڅو جوړ شوی رژيم نه دی زغملی او د دې همت او مېړانې يوازېنی دليل دا دی، چې افغانان په طبيعت کې ازادي خوښوونکی ولس دی او د خپلې ازادۍ بايللو لپاره په هېڅ قيمت نه دي تيار.

د پخواني شوروي لاسپوڅو د مستقيم يرغل له راتلو وړاندې د خپلو بادارانو او کميونيستي استادانو په لارښوونه د افغانستان د بې ثباتي لپاره هڅې پيل کړې وې او د همدې هڅو په ترڅ کې يې لومړی د مقدمې په توګه د ظاهرشاه واکمني نسکوره کړه، داود خان ولسمشر شو او بيا خقليانو، پرچميانو او ګډو کميونيستانو د ولسمشر داودخان پر ضد خونړۍ کودتا وکړه او له هماغه وخته د افغانستان او ګران ولس قسمت په وينو ککړ شو، چې بيا د ۱۳۵۸ ل د جدي په شپږمه شوروي يرغلګرو عسکرو په داسې وخت کې پر افغانستان مستقيم يرغل وکړ، چې ببرک کامل يې د افغانستان پر تخت کيناو او د ۱۳۶۷ل د دلوې په ۲۶ شرمېدلي له افغانستانه ووتل.

د شوروي يرغل له امله ميليونونو افغان در په در پرديو هېوادونو ته مهاجر شو، پنځلس لکه شهيدان او لکونو نور ټپيان شول، چې تر اوسه هم د هغو مجاهدينو کونډې او يتمان بې سرنوشته ګرځي او هېڅوک يې  د سرپرستۍ نه شته.

افغان ولس خپله مېړانه وښوده، د شوروي سرې لښکرې يې ماتې کړې او په ټيټو سترګو له افغانستانه ووتل، مګر د يو شمېر مشرانو د ناسم تدبير او خودخواهۍ له امله افغانستان د خپلمنځي جګړو ډګر شو، د امريکا او روسې په ګډون ګردې نړۍ دغه اور ته لمن وهله او د افغانستان په هره کوڅه کې د هر قوماندان پاټک سالاري وه، چې بالاخره د ملا محمد عمر مجاهد په مشرۍ د طالبانو اسلامي غورځنګ هېواد کې د شر و افساد ټغر ورټول کړ او د هېواد په لروبر کې د امنيت فضا حاکمه وه، مګر امريکا او نړيوالې ټولنې يو ځل بيا پر افغانستان يرغل وکړ، د طالبانو نظام يې ړنګ کړ او له تېرو پنځلسو کالو د افغانانو د وژلو، شړو او سپکولو لړۍ لا هم روانه ده.

دا رښتيا هم د ستر وياړ ځای دی، چې شوروي يرغلګر ټيټ سترګې ماتې خوړلي ووتل، مګر دا خبره هم بايد په ياد ولرو، چې زموږ جهادي مشرانو د ناسم تدبير او خودخواهۍ له امله افغانانو ته د دوی له ارمان سره سم سپيڅلي اسلامي نظام او خلکو ته د خوندي ژوند ورکولو هيله سرچپه تعبير شوې.

اوس يو ځل بيا هغه ورځې رالنډې دي، چې افغانستان يو ځل بيا د بهرنيانو له شره او يرغله خوندي شي.

که د نجيب د واکمنۍ وروستۍ ورځې چاته نه وي يادې، د نو د شهرت ننګيال «دوولس ګرامه ماغزه» کتاب کې دې د ډاکټر نجيب د واکمنۍ وروستۍ ورځې وګوري، ما ته خو کټ مټ د اشرف غني د واکمنۍ په څېر بريښي او داسې ښکاري، چې اوسنی ګډوډ نظام هم د خپل ژوند وروستۍ سلګۍ وهي، مګر پوښتنه دا ده، چې د مقاومت سرلاري دا تياری لري، چې د بهرنيو عسکرو له وتلو وروسته دې افغانستان له داخلي شخړو او وژنو وژغوري او ايا د مقامت مشرانو د تېر جهاد د رهبرانو له تېروتنو عبرت اخيستی؟ دا هغه سوالونه دي، چې د افغانانو په ذهنونو کې ګرځي او د اوسني مقاومت مشران بايد  د هېواد راتلونکي لپاره وړ ستراتيژي ولري، چې افغانستان د بهرينو پوځيانو له وتلو وروسته څنګه اداره کړي او افغانان د سولې او امنيت په فضا کې ژوند ارام ژوند وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x