افغانستان

کندوز: ارچي کې د ملي اردو پر مرکز برید دواړو غاړو ته مرګ – ژوبله اړولي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، سلواغې ۲۶مه، ۱۳۹۴ ل): د کندوز ولایت په دښت ارچي ولسوالۍ کې نن سهار وختي طالبانو د ملي اردو پر یوه مرکز برید کړی، برید چې وروسته په سخته جګړه بدل سوی دواړو غاړو ته پکې د سر او مال زیانونه اوښتي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په لېږل شوي خبرپاڼه کې ویلي چې برید د دښت ارچي ولسوالۍ په مؤمن پله سیمه کې د ملي اردو پر مرکز ترسره شوی، نوموړۍ زیاتوي چې په برید کې یې د ملي اردو ۱۸ سرتیري وژلي او ډیره وسله یې د مرکز څخه ترلاسه کړي.

د برید په پایله کې د ملي اردو د مرکز ډیره برخه له منځه تللي او تخریب شوي ده.

په یاده جګړه کې درې تنه طالبان وژل شوي او پنځه تنه نور ټپيان دي.

د کندوز ولایت د دښت ارچي ولسوالۍ د جګړې په اړه تراوسه امنیتي چارواکو څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

زما هیله د نن ټکی اسیا له اسلامی پاڼی څخه : الله ج وایی هغه کسانو ته چه د الله ج په لیار کی جنګیدلی او وژل شوی مړه او وزل شوی مه وایاست هغوی حتی مړه نه دی ستاسی په شان ژوند، خوراک او چښاک کوی هغوی د مجاهدینو په صفوفو کی دی یعنی د مجاهدینو صفوه یی تر پخوا لا پیاوړی کړی که د الله چ یو ایت تعمیل ونه شی کبیره ګناه او انکار تری کفر دی نو تاسی ځانونه د لوی ګناهونو مرتکب کوی او که ځانونه کفر ته رسوی ، بله خبره چه دا داخلی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x