نظــر

د دلوې شپږویشتمه د چا ورځ ده!

اتل مشواڼی

نن د سرو ښکېلاګرو له وتو دا دی وویشت کاله پوره شول، له نن څخه وویشت ۲۷ کاله وړاندې دا یوه تاریخي ورځ وه. د افغان مظلوم ملت له یوه غاصب ښسکېلاکګره پر همدې ورځې وژغورل شو، دا ورځ دومره اسانه هم نه ده تر لاسه شوې، میلونونه شهیدان مو پرې ورکړي، زرهاوه میندې کونډې شوي، لکونه ماشومان بې پلاره شوي، نن هغه ماشومان ځوانان دي، خو د خپل شهید پلار څېره یې نه ده لیدلې. دا ورځ د مظلومانو ورځ ده! دا ورځ د هغه شهید پر وینو ګټل شوې، چې د مبارک جسد خښېدو سره یې نوم و نښان هم دفن شو. موږ سربېره پر دې چې دا ورځ ټول غیور افغان ملت ته ویاړ بولو او د ننګ و ناموس دفاع کې د حق د لارویو د بریا زېری یې ګڼو،له دې ورځې او د تېر جهاد له تاریخه څو نور درسونه هم اخلو:

ـــــ قرباني د افغان مظلوم او غیور ولس ورکړه. یوازې پر دې نېت چې د اسلام کلیمه اوچته وي او کمونست، سیکولر، کفر مغلوب. تاریخ د همداسې قربانیو قدرداني کوي،بې له شکه د دې مېړنیو یادګار یې هم روڼ ساتلی،چا چې په تش لاس د نړۍ فرعون مات کړ، دا وړه خبره نه ده. نن که څوک ورته هر ډول توجیې لټوي چې دا جنګ د امریکې او پاکستان جنګ و، تېروتلي. وسلې که د هر چا وې قرباني دې مېړني ولس ورکړې!

ـــ بې له سپېڅلي جهاده د افغانانو لپاره بله لار بېخي نه وه، البته ابرومنه لار، دا د الله جل جلاله د فرض عین جهاد وجیبه وه، چې ادا شوه، که چېرې افغانانو جهاد نه وای شروع کړی، ایا دوی به د روسې له اسارته خلاص شوي وای؟ که روس تودو اوبه ته رسېدل غوښتل هم او رسېدلای وای، بیا به هم افغانستان غلام هیواد و، داسې غلام هیواد چې د دین په شمول ټول ارزښتونه به یې روسي شوي وو.که تر ننه روسیه موجوده وه، نسیم به نسیموف، ادریس به ادریسوف …و.

ـــ هغو څېرو په افغانستان کې خپل ارزښت له لاسه ورکړی، چا چې د روس پلیت پوځ ته قاچاقبري کړې او خپل ناموس (دین، خاوره) یې پرې پلورلی! که اوس خلک ورته هر ډول دلایل تراشي، حتا د شهیدانو (!) لقب ورکوي، لا یې رشخندوي، زلیلوي او سپکوي. ځوانان دې ژوندی تاریخ ولولي، جبر، وحشت، بېناموسي داسې یو شی له دغو کسانو نه دی پاتې چې دوی دې نه وي کړی! وړوند تقلید دې نه کوي، د مسلمان او افغان په توګه دې له خپل تاریخه ننګه وکړي، د غلامانو پر نوموونو هيڅوک نه دي ښاد شوي.

ــــ د تېر جهاد رهبرۍ ښایي د سیمې یا نورو فرصت طلبوو له خوا لاسي داسې جوړه شوې وه، چې په موقع سره ترې په خپله ګټه کار واخلي. که هره پالیسي وه یو شی ترې ښه ښکاره دی، هغه دا چې په رهبرانو کې ستونزه وه، ځینې یې د واک وږي و، ځینې یې له نورو سره تړلي وو، ځینو یې زړونو کې مرض درلود، بعضې یې ساده ګان وو، او ځینې رښتني، سپېڅلي وو، خو اکثر یې بربله او څو یې پر نېغه لاره روان وو، ځکه د څو تنو زیار میوه را نه وړه. که هر مشکل و باید سترګې پټې نه کړو چې د همدوی له لاسه د جهاد ویاړمن بری، پر منفورې تیارې بدل شو.تاریخ د دوی کارنامې تر موږه را رسولي او اینده نسل به یې هم وګوري، چې چا د جهاد پر نامه روس سره پرتوکولونه لاسلیکول، چا د جهاد پر نامه واک ته پیاز پر ګنډه وهلی و.څو د هوس او مستۍ په نشه کې له خپل اوڅار شعار څخه تېر شول او ګډوله نظام یې تاید کړ.تاریخ هاغه مخلص او با وقاره رهبران هم ثبت کړي، چې ملت ته په ژمنو کې وفاداره وو، پوه وو، مخلص وو.د کابل د ورانۍ څېرې هم ثبت دي او د ابادۍ هیلمن یې هم! د چا چې رښتیا اسلامي نظام موخه وه، لا یې موخه ده او چا چې له اسلامه سوء استفاده کوله، وې لا هم شته! له دې ټولو ګډوډیو لوی درس دا دی، چې هره مبارزه تر یوې رهبرۍ لاندې نه وي، چېرې به هم اصلي هدف ته ونه رسیږي.

ــ افغان مجاهد ملت په روڼ نېت مبازره وکړه دا چې وروسته د نورو له خوا یې په قصدي ډول هیلې غوړېدا ته پرېنښودل شوې، پر دې مانا نه ده، چې ګنې مبارزه یې ناکامه شوه، یا یې خدای مه کړه بې ځایه اقدام کړی و.د الله جلت عظمته له لوري فرض عین جهاد مسلمان ملت ادا کړ، امید دی، چې الله جل جلاله به بدل ورکړی وي.معاصر تاریخ د افغانستان غوندې حماسه په خپله ججوره کې نه لري، چې په تش لاس یې زبرځواک مات کړ! راتلونکي نسل ته یې د قربانۍ درس ورکړ، نړۍ ته یې جوته کړه، چې په عمر کې هم د افغانستان د اشغال نېت و نه کړي.کاش چې خلکو ترې عبرت اخیستای!!!

ــ هو دا جهاد د افغانستان مظلوم او اومي ولس وکړ، شهیدان د کليو سپینزړیو ور کړل، ماشومان د غریب ولس بې اسرې شول.کورونه، کروندې د عوامو ړنګې شوې .دا جهاد د دوی و، د رب په مخکې به دوی خپلې قربانۍ وړاندې کوي، خپل تیکه، تیکه وجود به وړاندې کړي! په هغه ورځ به هغه رهبران د مظلوم له نیوي نه څنګه ځان خلاصوي! چې د هغوی پر وینو یې سودا وکړه! د قیامت پر ورځ به شهید له خپله رهبره د خپل یتیم پوښتنه نه کوي،چې بې روزونکي او بې سرنوشته یې پرېیښی و.په هغې ورځ به د ذرې -ذرې پوښتنه وي:

فَمَن يَعْمَلْ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ خَيْرًا يَرَهُۥــ
وَمَن يَعْمَلْ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ شَرًّا يَرَهُۥ
[سُوۡرَةُ الزّلزَلة : 7,8] چا چې د زرې په ندازه نېکي کړې وي و به یې ګوري او چا چې د ذرې په اندازه بدي کړې وي هم!

د الله جل جلاله له لوري پر مبارکو زېرو ډاډمن اوسئ! اې د شهیدانو اولادو، اې د بې اسرې شهید کډې او اې مظلوم او غریب د مجهاد اولاده! الله جل جلاله یوه نېکۍ هم خوسې نه بیایي، هاغه به تاسې ته د تاسې او نورو ته د نورو د عملو بدله پوره پوره درکوي ان شاء الله!

مظلوم ملته، اسلامپال ملته، اې هغو چې په زړونو کې مو بې له دې چې خدای راضي کړئ! او اسلام لوړ کړئ، بل هيڅ نه درلودل مبارک مو شه! د دلوې شپږ وویشتمه ستاسې ورځ ده! دغه وړیا ستاسې دی! دغه عملونه ستاسې په نېکیو کې حسابیږي، خدای جل جلاله دې د دلو د هرې شپږ وویشتمې په راتګ سره د شیهدانو د نېکۍ درجه ور زیاته کړي!!
امین

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x