نظــر

د افغانانو د ویاړ ورځ او د پردي پالو لمانځل!

لیکنه:سمسور ودان-

دایو سېڅلی تاریخ دی د افغانانو لپاره.

کله چې شوري سور پوځ په کال (۱۳۵۸) په ګران هیواد افغانستان یرغل وکړ په مقابل کې یې د افغانستان با شحامته، با عزته او غیرتي ولس جهاد غږ او پاسون وکړ.او په نتیجه کې یې سور پوځ شکست وخوړ او له ګران هیواد څخه وشړل شول.کله چې د دوئ په مقابل کې د جهاد غږ پورته شو په هغه وخت کې څو اسلامي تنظیمونو شتون درلود چې زیاته برخه یې دغه تنظیمونو درلوده حزب اسلامي، جمیعت اسلامي، اتحاد اسلامي…

د یو ډېر پاک او سپېڅلی تاریخ وه.چې تقریباً دوه میلونه افغانان د دې قربانیان شول بیا چې کله روسان وشړل شو او ورسره کمونستي رژیم هم له منځه لاړ هغه جهادي رهبران چې ځانونه یې د جهاد ټیکه داران بلل هماغه ټیکه دارانو بیا امریکایي سره پوځونه راوستل او پر افغانستان یې مسلط کړل او د افغانستان ټول واک او اختیار یې په لاس کې ورکړ.چا چې جهاد وکړ هغه شهیدان شول او نن یې د حورو غوندې کونډې سوالونه کوي او بچي یې په ډېران کباړ او پلاستیکونه غونډوي او څوک يې پوښتنه هم نه کوي او کوم دالله ج د رضأ مجاهدین چې ژوندي پاتې دي در په در او خاورې پر سر ګرځي څوک يې د پوښتنې نشته.نن هغه رهبران چې ځانونه یې د جهاد ټیکه داران بلل په تورو شیشو موټرو کې کرزي او دیو شهید د کونډې یا یتیم غمه نه خوري په حقیقت کې رهبران نه ول غداران ول او د غلامۍ کړۍ یې په غاړو کې واچولې او خپل ځانونه يې د امریکا د غلامۍ دپاره وقف کړي تر ننه پورې.

او دغه ورځ چې نن لمانځل کېږي ټول افغان مجاهد ولس پرې ویاړي ځکه د افغانانو د ویاړ ورځ ده او د روس دماتم مګر هغه رهبران چې د پردیو د غلامۍ کړۍ یې په غاړو کې دي او د کفر تابع دي هغه نن په کومه خوله دا ورځ لمانځي دا د ویاړ ورځ دهغه افغانان مجاهد د ویاړ ورځ ده کوم چې په ریښتوني ډول د دې وطن اصلي بچي وه. او په سپېڅلي ډول یې ځانونه د د ملت د عزت د خاورې حفاظت او داسلام په خاطر قربان کړل نو دا حق باید سپېڅلي خللک ولري نه پردي پال.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x