نظــر

د خيبر دره خو لار د تلو راتلو ده- په كابل او پېښور كې افغان يو دى

د اميرعبدالرحمن خان غولوونكى تړون، چې انګريز ديورند ورسره د افغانو پر وژنې، نيونې او بېوسه كولو هوكړه وكړه، ۱۲۰ پړاويز كلونه تېر كړل؛ خو د سردار محمد داود خان له كړنو نيولې د حامد كرزي تر ناندرو پورې  د سيمې لپاره نه زړه راكښونكى شوى او نه ترې چا ملاتړ كړى دى.

واكمنو په كې هڅه كړې، چې د دوه وروڼو ټغر بېل كړي، دوه وروڼه د يو بل دښمنان او په وينو ولړي. تر اوسه ډېر شمېر ځمكني او هوايي توغندي د دوى په خوښه توغيدلي، په سلګونه خلك يې وژلي او په سلګونه نور يې بې كوره كړي دي.    

زرداري غواړي، چې د ديورند كرښې د دواړو غاړو اوسيدونكي د تګ راتګ له پاره پاسپورت وكاروي او پوځيان په غولوونكي استر كرښې ته د نږدو ولايتونو پر خلكو د پاكستان هويت پاڼې او راشنونه وېشي ، چې كرښه قانوني او مدني كړي؛ خو روانه توده جګړه نوره هم ور سره توديږي.

 دا هغه فكر دى، چې په ليونۍ زانګو كې زانګي.

سړى د دې منطق ته حيران شي؛ د يو هېواد خاوره غصبول، پر خاوره تېرى كول او د هغه هېواد د ولسونو غبرګون ته په داسې سترګه كتل؛ لكه ، چې بيخي كوم شي نه دى شوى او په نه څه خبره عكس العمل ښكاره كيږي.

اوس، چې افغانان د هر راز ښيګڼې اقدام و كړي؛ د اجيرو ځان پلورونكيو پوځيانو له خوا پرې د توغنديو باران جوړ شي او د ګټې او ښيګڼې له پاره د افغانانو هڅې په ټپه ودريږي. كه نه؛ نو  له كرښې هغه غاړه او دې غاړه خلك د يو بل وروڼه دي او فرهنګي ارزښتونه يې سره ګډ دي. دوى له يو بل سره خيښۍ كړي او د يو بل خپلوان ګرزيدلي دي. ګټه او تاوان يې ګډ او تر منځ يې سوداګريزه راكړه وركړه روانه كړې او ګډ پلورنځي يې جوړ كړي دي.

دغه انساني روابط د هغو ضوابطو په وسيله له منځه وړل، چې د ځانګړيو موخو او ګټو له پاره جوړ شوي؛ د بې رحمۍ داسې نښه ده، چې نوك او ورۍ بېلول غواړي. نه نوك له ورۍ او نه اوبه په ډانګ بېليږي.

د هغو، چې پلار، نيكه او اولاد  د دين، پت او خپلواكۍ ساتنې په پړه شهيدان شوي له الله پاكه ورته د دې لوى غم د زغم غوښتنه كوم او الله پاك دې د روانې سرښندنې، ژغورنې او هڅونې له وياړه نه بې برخې كوي.   

په دې اړه دې ښكېلې خواوې د خپلې  څېړنې او پلټنې پايلې په ډاګه كړي.

قتيل خوږياڼى

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x