افغانستان

بغلان: د خلکو د کورونو د لوټ لړۍ لا هم روانه ده

نن ټکی اسیا (دوشنبه، سلواغې ۲۶مه، ۱۳۹۴ل): شاوخوا درې اوونۍ وړاندې دولتي ځواکونو د بغلان په ډنډ شهاب الدين او ډنډ غوري کې د طالبانو پر ضد عملیات پيل کړل، چې لا هم روان دي.

د دې عملیاتو په اوږدو کې چې له يوې اوونۍ وروسته د لوی درستیز مرستیال جنرال مراد علي مراد هم د جګړې د پر مخ بیولو لپاره سیمې ته لاړ، سلګونو ولسي وګړو ته مرګ ـ ژوبله او درانده مالي زیانونه اوښتي دي.

په بغلان کې د ولسي وګړو د مرګ ـ ژوبلې، کډوالۍ او کورونو د لوټ اړوند توند غبرګونونه راپارېدلي دي.

د بغلان ولایت اړوند، کابل مېشتی مدني فعال عبدالستار سعادت پخپله فیسبوک پانه د امنیتي ځواکونو په بريدونو کې د ولسي وکړو د نړيدلو کورونو تصویرونه خپاره کړي او دولت ته یې پېغور ورکړی چې د ملت پر وړاندې په جګړه بوخت دی.

سعادت لیکلي: «دا يو کور هم د طالب يا کوم ترهګر له خوا نه دی ړنګ شوی، دا ټول د همدې حکومت په توپونو وران شوي دي. راځئ ټول په يوه خوله، حکومت ته د ترهګر ملت په وړاندې د داسې ټينګې او رښتينې مبارزې مبارکي ووايو.»

په ډنډغوري کې د روانې جګړې له امله سلګونه کورنۍ کډوالۍ ته اړه شوي او د ۴۰ مېرمنو او ماشومانو په ګډون سلګونو تنو ته مرګ ـ ژوبله اوښتې ده.

که څه هم د سیمې خلک، مدني فعالان او قومي مخور په بغلان کې روانه جګړه د ولس پر ضد د دولت جګړه بولي، خو امنیتي مسوولین وايي چې دوی د طالبانو پر ځپلو بوخت دي.

د ډنډ غوري د اوږدې جګړې له امله په خواله رسنیو کې تر جګړې لاندې سیمو د «غزې» نوم ګټلی او د جګړې پر مخ وړونکي اسراييل بلل شوي دي.

د عبدالمتين ادراک په نوم یوتن پخپله فیسبوک پاڼه د ډنډ غوري د نړیدليو او سوځيدليو کورونو عکسونه خپاره کړي او ورسره لیکلي يې دي: « لاندې عکسونه چې تاسو ته ښکارېږي، همداشېبه یعنې د شنبې په ورځ د اشرف غني او عبدالله تحفې دي، چې د ډنډ غوري مظلوم ملت ته ورکړل شوي، ایا څوک شته چې د ډنډ غوري یعنې غزې د مظلوم ولس اواز واوري؟»

یاده دې وي په بغلان کې د ولسي وګړو، وژل، لوټ او کډوالي په داسې حال کې جریان لري چې تېره ورځ یوناما پخپل کلني راپور کې د ملکي وګړو مرګ ـ ژوبله د تېر کال په پرتله څلور سلنه لوړه وښودله.

تر اوسه لوړ پوړو امنیتي ځواکونو نه ده منلې، چې ګواکې په بغلان کې يې ولسي وګړو ته زیان رسولی دی، هغوی هغه مدني فعالان او خوځښتونه چې د جګړې ضد غږ پورته کوي د طالبانو پلویان بللي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x