افغانستان

جنرال امرخېل: امريکا په افغانستان کې ماتې وخوړه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، سلواغې ۲۶مه، ۱۳۹۴ل): د پوځي چارو کارپوه جنرال عتیق الله امرخېل وايي چې امريکا د جګړې له ډګره په تېښته کې ده او په وينا يې ماتې يې خوړلې ده.

جنرال امرخېل په یوه تلویزوني بحث کې د جان کمپل د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې وویل چې د کمپل په ګډون امریکايي جنرالان دلته ناکام شوي که څه هم دوی يې نه مني.

په افغانستان کې د بهرنیو عسکرو عمومي قومندان جنرال جان کمپل څو ورځې وړاندې وویل چې د افغان عسکرو ناسمې رهبرۍ د عسکرو روحيه ځپلې او ستونزې يې ۷۰ سلنه ته لوړه کړې دي.

جنرال عتیق الله امرخېل وايي چې امريکا په افغانستان کې ماته شوې او په وینا يې دا حق نه لري چې زموږ د امنیتي ځواکونو روحيه وځپي.

هغه جان کمپل ته په پېغورانه انداز ويي چې همدا اردو تاسې روزلې، تاسې تمویل کړې او ان د دې پوځ تعینات او مقررۍ هم ستاسې په لاس کې وه، چې اوس يې پخپله ناکامه بولئ.

د امرخېل په خبره همدا اردو د امریکا تر لاس لاندې روزل شوې ده او په قول يې یوازې په اردو کې ۲۵۰۰ امريکايي مشاورين موجود و، چې اردو يې په مشوره ګامونه اخیستل.

نوموړي ومنله چې د عسکرو رهبري ناقصه ده، خو په وينا يې ناقصې روزنې همدا ناقصه رهبري زېږولې ده.

جنرال امرخېل په کمپل غږ کوي چې لومړی باید خپل ځان ته ګوته ونیسي چې ولې يې خپل شاګردان سم نه دي روزلي.

که څه هم افغان پوځي مسوولین په پوځي برخه کې ځانونه خپلواک بولي، خو دا لومړی ځل دی چې یو پخوانی جنرال پر دې اعتراف کوي چې دوی د امريکايي مشاورينو تر لاس لاندې پر مخ تلل، چې د ناکامۍ او کاميابۍ ګوته يې باید د دوی استادانو ته ونیول شي.

د افغان عسکرو اړوند په داسې حال کې پورته څرګندونې کېږي چې په مقابل کې يې طالب جنګيالي منظم او د پخوا په پرتله پیاوړي ښکاري، وړاندې تر دې ژمی د افغان جګړې لپاره یوه وقفه بلل کېدله، خو په دې وروستیو کې پرلپسې ژمي جګړې دوام لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x