افغانستان

کابل کې د دايکندې د ولايتي شورا منشي تښتول شوې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، سلواغې ۲۶مه، ۱۳۹۴ل): کابل کې ناپېژاندو کسانو د دايکندې د ولايتي شورا منشي مېرمن شيما محمدي تښتولې ده.

د دايکندې د والي وياند پېښه مني او وايي چې د خلاصون هڅې يې روانې دي.

مېرمن محمدي تېره ورځ د دیارلسمې امنیتي حوزې اړوند په دشت برچي سیمه کې د ناپېژندانو کسانو له لوري تښتول شوې ده.

د هغې ورور رسنيو ته ويلي چې تښتوونکو ورسره اړیکه نیولې او د هغې د خلاصون په اړه يې ورسره خبرې کړې دي.

د هغه په خبره د مېرمن محمدي تښتوونکي وايي چې دوی ته باید ټاکلې نغدې پیسې ورکړل شي او هم نوموړې باید له خپلې دندې لاس په سر شي.

تر اوسه د کابل امنیتي مسوولینو په دې اړه څه نه دي ويلي، خو د دایکندې ولایت د والي ویاند کريم سروش وايي چې دوی يې د خلاصون هڅې پیل کړې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عطاالله "همـــــدرد"

پرون…نن…او سبا… عطالله همدرد اخ! زه وړوګی وم په څه پوهیدم ډیر بد قسمته ومه نــــه پوهیدم لویه کبري کــــــــکره وټکیده ستي ســــــــتي بدنه وتښتیده کبر غرور یی شولو خاورې خاورې په تشو تشو لاســـــــــو ونړیده څه ورځ وه مســــــــــلمان لپاره د ارمانونو ډک افغـــــــــان لپاره ورځ وه د فتحو د اســــــلام لپاره هم د شهید شهید جــــــانان لپاره غنې کیدلې د تــاریخ کرښې پرې جشن وه آزادی ورځ د زمریانو وه ورځ د شـــــرمنګی د مریانو وه ورځ یی د هلاکـــت د بادارانو وه په هره خوا سپیدې خوریـــــدې هره خوا لښکرې سرې تښتیدې دلته راتګ باندې پښیمانه وه… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x