افغانستان

ولسمشر غني هم د مجاهدينو بريا وستايله

نن ټکی اسیا (دوشنبه، سلواغې ۲۶مه، ۱۳۹۴ل): د ګډ حکومت محمد اشرف غني هم د مجاهدينو د بریا د ورځې مبارکي وویله او د شوروي اتحاد د ماتې او د وخت د دولت پر وړاندې يې د مجاهدينو بریا وستایله.

محمد اشرف غني چې د شوروي اتحاد د یرغل پر وخت يې د هغوی پر ضد د مخالفت پل هم نه دی اخیستی، نن يې د مجاهدينو د بریا د ورځې په مناسبت په جوړه شوې ناسته کې تېر جهاد د هېواد د ازادۍ ورځ وګڼله.

نوموړي شوروي اتحاد پر دې ملامت کړ چې پر انساني مرګ ـ ژوبلې سربېره يې افغانستان ته شاوخوا ۲۴۰ میلیارده ډالره تاوان واړاوه.

اشرف غني وویل چې زموږ اوسنی مسوولیت دا دی چې د «ترهګرۍ» پر وړاندې وجنګېږو او خپل نسلونه وروزو.

پخواني شوروي اتحاد د افغان مزدورانو په ګډون په ۱۳۵۸ لمریز کال کې د جدي پر شپږمه په افغان خاوره یرغل وکړ او د ۱۳۶۷ لمریز کال د سلواغې پر ۲۶مه تېښتې ته اړ کړل شو.

په دې اوږده جګړه کې سلګونه زره افغانان شهيدان او تر یو ميلیون ډېر يې کډوالۍ ته اړ شول.

دا غونډه چې په ارګ کې د دلوې د ۲۶مې پر مناسبت جوړه شوې وه، د صبغت الله مجددي پر دعايه پای ته ورسېده، چې څو ورځې وړاندې يې په خواله رسنیو کې د مرګ اوازې خپرې شوې وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مرادی

ولی هغوی تجاوز کری وه اودوی ملمانه دی

چه دهغوی په زدمبارزه جهاد بلل کیژی
اوددوی پر زد بیا سوک چه جهاد کوی هغوی بیا ترهگر دی؟
زه نه پوهیژم چه داخلگ چه زانونه دشوراوی پرخلاف دجهاد مشران او رهبران بولی
دوی ته امریکایان کافر نه شکاری ؟
اوکه خپل زان؟

الحاج استاذ بیانزی

لیونی متفکر په رښتیا بی حاله او په روحی و فکری سرطان ناروغه بی مجاله متفکر دی ، یعنی همدغه د متفکر نوم ورکول هم ورته د توهین له مخی شوی لکه څوک چه خر ته د ډآکتر نوم واخلی او خر هم به دی ویاړ وکړی چه زه متفکر یم دا د خره د باره بل توهین دی او د خره وروسته کړنی چه د خره له عقله هم کمی دایی بل توهین دی . خر متفکر وایی ، چه پرونی مجاهدین ستایم ، چه د ده د توړی زوی او همفکره ګاو کمونست ( نجیب ) او روسانو… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx