
پاکستان کرکټ بورډ مشر: د افغانې ادې لمسی یم
نن ټکی اسیا (سلواغې ۲۶مه ۱۳۹۴ل): د پاکستان کرکټ بورډ مشر شهریار خان له یوه خصوصي تلویزون سره په مرکه کې ویلي چې د افغانې ادې لمسی دی او افغان لوبغاړو ته په پاکستان کې د تمرین کولو او د کرکټ بورډ د اسانتیاو استعمالولو لپاره ښه راغلاست وايي.
شهریار خان په باور افغان کرکټ لوبډله اوس د کرکټ کولو ډيری استعداد لري او د کرکټ مهارتونو یې هم سمون راوستی دی.
هغه د زمبابوۍ سره د افغان لوبغاړو لوبه ستایلي او ویلي یې دي چې افغانستان د دغه سیریز پر مهال اغېزناکه لوبه وکړه او سیریز یې وګټلو.
د کرکټ بورډ مشر زیاته کړې چې افغان لوبغاړي کولای شي چې د پاکستان کرکټ بورډ اسانتیاوې، لوبغالي او نور استعمال کړي. «دوی د کوچنګ لپاره د پاکستان ملي کرکت اکادمۍ ته هم راتللی شي».
شهریار خان له قوله دی د یوې افغانې ادې لمسی دی او له همدې کبله دی له دغې کورنۍ سره ځانګړې علاقه لري.
د یادونې وړ ده چې شهریار خان څه موده وړاندې یوې خبري ناستې ته وویل چې نېږدې راتلونکي کې به افغان لوبډله به پاکستان سره د کرکټ سیالیو لپاره ورشي.