نظــر

دګوانتانامو زندان دبندیانوداعتصاب په اړه دطالبانو غبرګون

guantanamo actionدګوانتاناموپه امریکايي زندان کې له کابو دریو میاشتو راهیسي دزندانیانو اعتصاب روان دي،دترلاسه شویو راپورونو له مخې دزندانیانو دنه خوړلو اعتصاب وروسته له هغه پیل شو چې دزندان دساتوونکو عسکرو لخوا دقرآن عظیم الشان بې حرمتي وشوه،راپورونه زیاتوي چې په نوموړي زندان کې له زندانیانو سره ډیر وحشت او ناسم چلند ترسره کیږي زندانیان په مودو مودو په کوټه قلفيو کې چې دژوند هیڅ سهولت نه لري یوازي ساتل کیږي.

تردې وړاندې هم په نوموړي زندان کې زندانیان اعتصاب کولو ته مجبوره شوي دي.

وروستي ترلاسه شوي راپورونه وايي چې ترسلو زیات زندانیان په خورا نازک حالت کې قرار لري او اوس هم دنه خوړلو اعتصاب ته دوام ورکوي ،دزندان ساتونکي په زور زندانیانو ته دپیپونو له لارې خوارک پم کوي. چې دا خپله  یو غیر قانوي عمل او وحشت  دی چې له زندانیانو سره ترسره کیږي.

دګونتانامو په زندان کې دزندانیانو په دې دردونکې حالت باندي طالبانو غبرګون ښودلي او په بشري ټولنو اسلامي هیوادونو او شخصیتونو یې ږغ کړی چې ددې سترجنایت په خلاف اواز پورته کړې او دیو ستر ناورین مخه ونیسي.

دا غبرګون چې دیوې اعلامیې په شکل رسنیو ته لیږل شوي نن ټکي اسیا هم یوه کافي ترلاسه کړې دموضوع اهمیت ته په کتوسره په لاندي ډول یې کټ مټ نشر ته سپاري.

__________________________________________________

دګوانټاناموزندان کي دبندیانوداعتصاب په باب داسلامي امارت اعلامیه

له تېرودرومیاشتوراهیسي دګوانټاناموپه بدنام زندان کي  اسیرانودنه خوړلوپه اعتصاب لاس پوري  کړی  دی ،بندیانودامریکایې عسکروله لوري  دناانساني کړنواوداسلامي مقدساتودتوهین  غبرګون داعتصاب په بڼه روان ساتلی دی .

زموږدمعلوماتوله مخي په  دغه زندان کي دبشري حقونود ټولونړیوالومیثاقونوخلاف فضاء حاکمه ده ،دزندانیانوسره کاملاغیرانساني چلندادامه لري ،حتی همدااوس هغه مظلوم اوناروغ اسیران چي په  اعتصاب کي دي دامریکایې پوځیانوله خوادجسماني اورواني ځوروني سره مخ دي  .

سره له دې چې ددې بدنام زندان دننه پیښیدونکي ډیر فجایع پټ ساتل کیږي ، خو هغه څه چې په دې وروستیو کې یې په اړه مطبوعاتو راپور ورکړی ، وایي چې دزندان دننه حالات خورا دردوونکي دي ، دمطبوعاتي راپورونو له مخې تر سل تنه  زیات بندیان دمرګ  له ګواښ سره مخامخ دي ، خبري راپورونه وایي امریکایي چارواکو دې زندان ته ۴۰ تنه  پوځي روغتیاپالان لیږلي ترڅو په اعتصاب اخته  بندیانو ته  په  زور  خواړه ورکړي ، دبندیانو یوه ادعائي وکیل  مطبوعاتو ته ویلي ، چې دزندان دننه حالات خورا بوږنوونکي او دانسانيت لپاره دشرم وړ دي ، دغه وکیل ویلي ترنیمایي زیاتو بندیانو ته دورځې څو ځله د خوراک په مهال  دپوځیانو او روغتیاپالانو لخوا  په زور دپوزې له لارې  معدې ته  پایپونه  تیریږي  او وروسته ورته  خواړه پمپوي  ، د ډاکټرانو دیوې  اتحادیې مشر دبندیانو په وړاندې دا ډول چلند  د طبي اخلاقو څخه  څرګنده سرغړونه  او شرموونکی جنایت بللی .

امریکایي چارواکي ددې په ځای چې دبندیانو مشروع غوښتنې ومني ، په دا ډول جبري کړنو سره کوښښ کوي ، په بندیانو کې داعتراض روحیه ووژني او د عدالت خواهۍ فریاد یې په وحشت سره ځواب کړي ، چې دا د ټولو انساني قوانینو او بشري  عاطفې خلاف عمل دی .

په ګوانتانامو کې دبندیانو اعتراض هغه وخت پیل شو کله چې څو میاشتې وړاند ې  په دې زندان کې امریکایي عسکرو دقرانکریم بي حرمتي وکړه ، د څو میاشتو له تیریدو وروسته  په داسې حال کې چې دبندیانو حالات خورا دردونکي مرحلې ته رسیدلی ، خو په وړاندې یې لاهم نړیوال بشري وجدان  غافل دی ، او په ډیره  ناترسۍ له دې بشري موضوع سره هم  سیاسي چلند کوي .

که نړیوال بشري سازمونه ، حقوقي ټولنې د ملګرو ملتونو سازمان او نورې ادارې  دامریکا د ابرو ساتلو په خاطر له دې موضوع سره توپیري چلند کوي ، دنړۍ او سیمې او هیواد په سطحه  نورې اسلامي  او بشري ټولنې او افراد باید چې په دې برخه کې دخپل وجدان بوج سپک کړي ، او امریکایي وحشت په خلاف د اعتراض غږ پورته کړي .

دافغانستان اسلامي امارت   چې په ګوانتانامو کې روانه فاجعه  یوستر بشري جنایت او د نړیوال بشریت لپاره تاریخي پیغور بولي ، په اسلامي نړۍ ، اسلامي ټولنو او شخصیتونو دبشري حقونوپرټولونړیوالوسازمانونو، مطبوعاتي  ادارو   اوخیریه انساني جوړښتونونوږغ کوي چي دخپل  مسؤلیت اوبشري مکلفیت له مخي دامریکایې چارواکودیادشوي  نارواعمل په وړاندي دمخالفت اوازاوچت کړي .دغه رازاسلامي امارت  له ټولولیکوالو،ژورنالیستانواودنظرخاوندانوڅخه هیله کوي  چي دګوانټاناموپه تورزندان کي داسیرانوسره دامریکایې چارواکو وحشت اوظلم وغندي ، او په دې توګه له انساني کرامت څخه ددفاع خپله دیني او انساني دنده سرته ورسوي

دافغانستان اسلامي امارت

۱۴۳۴/۶/۲۱هـ ق

۱۳۹۲/۲/۱۱هـ ش ـ 2013/5/1م

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x