ورزش

د کرکټ ملي لوبډله سبا بنګلادیش ته ځي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، سلواغې ۲۶مه ۱۳۹۴ل): د افغانستان کرکټ بورډ ته نېږدې سرچېنې وايي چې د کرکټ ملي لوبډله به سبا بنګلادیش ته د اسیايي جام غوراوي سیالیو کې د ګډون لپاره ولاړ شي.

افغانستان د اسیايي جام د غوراوي په سیالیو کې د فرورۍ په ۱۹مه له عربي اماراتو، په ۲۰مه له عمان او په ۲۱مه د هانګ کانګ سره لوبې لري.

کرکټ بورډ تر دې وړاندې د اسیايي لوبو کې د ګډون لپاره ملي لوبډلې کې د شاملو لوبغاړو نومونه اعلان کړي دي.

د اسیا جام د غوراوي سیالۍ پایلوبه نه لري او یواځې هغه لوبډله اسیا جام ته لاره مومي چې ډیرې سیالۍ وګټي.

د اسیا جام سیالۍ د فرورۍ په ۲۴مه په بنګلادیش کې پیلیږي او که افغان لوبډله د غوراوي په سیالیو کې بریالۍ شي، نو له سري لنکا، بنګلادیش، پاکستان او هند سره به سیالۍ وکړي.

هېره دې نه وي چې د غوراوي سیالیو کې یواځې د افغانستان او هانګ تر منځ لوبه د هند سټارسپورټس تلویزون لخوا ښودل کیږي او د اسیا جام سیالۍ بیا ټولې په تلویزون ښودل کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x