افغانستان

احمد شاه احمدزی: ځينې پخواني مجاهدين د غرب استعمار ته په ګونډو دي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، سلواغې ۲۶مه، ۱۳۹۴ل): پخوانی جهادي قومندان او د اسلامي اقتدار ګوند مشر انجينر احمدشاه احمدزی وايي چې ځينې جهادي رهبرانو له روس سره جهاد وکړ، خو د غرب استعمار ته يې سر ټیټ کړ.

نوموړي چې نن د مجاهدينو د بریا د ورځې په مناسبت په یوه خبري غونډه کې خبرې کولې وويل چې دی د یو مسلمان او د اسلامي نهضت د ګوند د یو غړي په توګه له ملته بښنه غواړي، چې د دوی د جهاد ملګري د غرب پر وړاندې په ګونډو شول.

پخوانی جهادي قومندان؛ انجينر احمدشاه احمدزی
پخوانی جهادي قومندان؛ انجينر احمدشاه احمدزی

د دې غونډې یو بل تن ګډونوال مولوي عبدالسلام عابد وويل چې که مو د روس د شړلو ویاړ تر لاسه کړ، نو که مو رښتیا هم له روس سره جګړه د اسلام د احکامو پر اساس کړې وي، باید د غرب پر وړاندې هم یو لاس او امریکا هم مختوري وشړو.

په دې غونډه کې چې د تېر جهاد لسګونو جهادي قومندانانو، قومي مخورو او دیني علماوو پکې برخه اخیستې وه، ځينې ګډونوالو يې پر دې تاسف ښکاره کړ، چې د غرب پر وړاندې ځينې پخواني مجاهدين چوپه خوله دي.

پخواني جهادي قومندان عبدالاحد عشرتي د امريکا تر چتر لاندې ظلمونه دومره وحشتناکه وبلل، چې د ده په خبره د روس ظلمونه يې پر وړاندې هیڅ دي.

هغه پخپلو خبرو کې وویل چې تر اوسني وضعیت د روس تر لاس لاندې افغانستان څو برابره ښه و، خو مجاهدينو د هغوی پر ضد جهاد وکړ، مګر د امريکا پر وړاندې چوپ ناست دي.

د ده په خبره، روسانو دومره وحشتونه نه دي ترسره کړي، لکه اوس چې يې امريکا او د هغوی ملاتړي ترسره کوي.

دغه غونډه په پلازمېنه کابل کې د هغو غونډو په څنګ کې جوړه شوې وه، چې پخوانيو جهادي مشرانو پکې د امريکا پر مرسته رغېدلی حکومت د ګړنګ پر غاړه لیده او له امريکا سره د جګړه کوونکو پر ضد يې د «جهاد» اعلان کاوه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

احمدزی صاحب ! ټول په ګونډو دی ، تاسی هم د غنی ملاتړ وکړو ، د هغه د پاره مو کمپاین وکړو ، دا ځکه چه هغه د ی قومی وو ، هغه هم احمدزی او ته هم احمدزی یی ؟ که داسی وی نو سیاف صاحب دی امیر وو د هغه لنګه ولی نه کوی ؟

قاری ابو محمد

جناب استاد سیاف ایا تاسو خبر یاست چی کمونستان هم نن ورځ دازادی دجشن په لمړی صف کی ناست ده او هیڅ شرم هم نلری چی دیو نیم ملیون شهیدانو کور دینات به یی دروسان قواوو ته ورکول۰۰۰ جناب استاد سیاف تاسو خبر یاست چی نن هغوی ستاسو دکمفرانس دمیز لاندی ناست وی ستا سو دخبرو بدرګه کوی ۰۰۰ جناب سیاف صاحب تاسو یاد دی چی دروس داشغال په ورځو کی به مو بیانه ورکوله چی دروس له شکسته زموږ هدف امریکا ده۰۰۰ جناب استاد تاسو رهبرانو دوحدت قسم مکه مکرمه کی ونکړ۰۰۰؟ تاسو داخوان المسلمین متحدګډ رهبرا نه وی… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی

سیاف ( ایساف ) باعوری ته د جناب سپیڅلی کلیمه کارول د جناب لغت سپیڅلتیا ته سپکوالی دی، که استاذ یا د مجاهدینو رهبر او یا عالم ورته ویل کیږی د استاذ ، جهاد ، رهبر او عالم سبيڅلو ټه توهین دی حتی که خر یا قچر ورته وویل شی خر او قچر ته توهین دی ، ولی ؟ دا ځ:ه چه : خره د خپل مالک د قوماندی اطاعت کوی ، درانه درانه بارونه وړی ، څه تغذیه چه ورکوی په هماغه قناعت کوی ، په نورو خرو کبر وغرور هم نه کوی او داسی نور او نور یعنی… نور لوستل »

عبدالحق المدني

يا الله زه دا سؤال در سخه كوم سي اخير خاتمه مي فر ايمان باندي ثابت قدمي فاتي كري

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx