
ایران د تلګرام ټولنیزی شبکی ته ګوت څنډنه کړی
نن ټکی اسیا (دوشنبه، سلواغې ۲۶مه، ۱۳۹۴ل): ایران د تلګرام ټولنیزی رسنۍ ته کوت څنډنه کړی که خپل سرور ایران ته انتقال نه کړی نو حذف به یی کړی .
داخبره نن د ایران د انترنیټی پاڼو د سانسور د هیئت غړی محمد رضا اقا میر د فارس خبری آژانس ته کړی .
اقا میر ویلی دا مهال ډیری ایرانیان د تلګرام له ټولنیزی شبکی کار اخلی او له دی لاری یو له بل سره اړیکی ساتی .
ده ویلی که د تلګرام د ټولنیزی شبکی سرور ایران ته انتقال نشی نو له ایران څخه به حذف شی .
په ایران کی دا مهال د فیسبوک ټویټرټو او واتساپ ټولنیزی شبکی فلتریږی او تر سختی څارنی لاندی دی .
تلګرام یوه ټولنیزه شبکه ده چی د پیغامونو عکسونو تصویر او صوتی فایلونو د لیږد را لیږد قابلیت لری او په کال ۲۰۱۳ زیږدیز کی په لاره اچول شوی چی په دی وروستیو کی یی د زیات شمیر کسانو توجه ځانته جلب کړی ده. .