افغانستان

د خواشینۍ خبر : یعقوب شرافت په حق ورسید

په ډیره خواشینۍ سره خبر راورسید چې دافغان اسلامي اژانس مشر وتلی ژورنالیست اودردمن متعهد افغان محمد یعقوب شرافت په حق رسیدلی .

 

انا لله وانا الیه راجعون

نن ټکی اسیا اداره دنوموړي مړینه د افغان اولس او قلموال نسل لپاره لویه ضایعه بولي ، یعقوب شراف چې دخالص بابا وراره وو چې له تیرو څو لسیزو راهیسې دافغان اسلامي اژانس په نوم د یوه پیژندل شوي خبري اژانس مشري کوله ، یعقوب شرافت هغه یوازینی ژورنالیست وو چې په تیره لسیزه کې یې خپل ضمیر او وجدان دکفر دتطمیع قرباني نه کړ ، او به متینو ګامونو یې خپل مسلکي سفر جاري وساته.

د نوموړى جنازه  نن 2013-05-03 مازديګر په سيمه ايز وخت پنځه بجې د جلال اباد ښار د شپږمي ناحيې اړوند د (نجم الجهاد) د مرحوم مولوي محمد يونس “خالص” په فاميلو کي ادا کيږي.
انا لله وانااليه راجعون

الله تعالی دې وبښي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x