نادري ناولدهټکنالوژي

یوټیوب اړوند څو مهم پټ چلونه!

نن ټکی اسیا (سه شنبه، سلواغې ۲۷مه ۱۳۹۴ل): یوټیوب خو ټول پېژنئ، د ویډیو کتلو لپاره د نړۍ تر ټولو زیات استعمالوونکي لري، هر ورځ میلیونونه کسان د دغې وېبپاڼې له لارې ويډیوګانې ګوري.

ډیری خلکو ته د یوټیوب اړوند د ډیرو پټ چلونو معلومات نشته دی. که مو دغه چلونه زده کړل، نو د یوټیوب له استعماله به دوه برابره خوند واخلئ.

نن ټکی اسیا يې ځينې چلونه له یو شمېر بهرنیو انترنیتي وېبپاڼو څخه راټول کړي دي، په دې هیله چې د استفادې وړ مو وګرځي:

یوټیوب څخه ویډیوګانې ښکته کړئ

ډیری خلک له یوټیوب څخه د ویډیو په ښکته کولو کې ستونزه لري. ځینې د ويډیو ښکته کولو لپاره سافټ ویر نه لري او ځینې سافټ ویرې له یوټیوب څخه ویډیوګانې نه ښکته کوي. ستاسو که کومه ويډیو خوښه شوه او غواړئ چې کمپیوتر ته یې ښکته کړئ، نو ګوګل لټون کې د وخت ضایع کولو پر ځای ورسره دا چل وکړئ بیا یې وګورئ.

د ویډیو لینک کې د www. څخه وروسته ss ورزیات کړئ (داسې: www.ssyoutube.com) نو يو بل د ویډیو ښکته کولو وېبپاڼه به خلاصه شي، هلته د ویډیو ادرس ورکړئ او بې غمه ويډیوګانې ښکته کړئ.

یوټیوب د کیبورډ پر مټ استعمال کړئ

کله کله د کمپیوتر ماوس (موږک) خراب شي، یا د ماوس استعمال ستونزمن وي، یا تاسو غواړئ په پوره سکرین باندې ویډيو وګورئ، نو لاندې لینک http://youtube.com/leanback ته ورشئ، له دې ځایه تاسو د کیبورډ له لارې په یوټیوب کې مخکې وروسته، ښي چپ، لاندې پورته، د ماوس په څېر اخوا دیخوا تللی شئ.

د یوټیوب ویډيوګانې په تلویزون وګورئ

که تاسو سمارټ فون تلویزون لرئ نو د خپل مبایل وایفای پر مټ په هغه تلویزون د یوټیوب ویدیوګانې کتلای شئ. تلویزون کې مو د یوټیوب اپلیکیشن خلاص کړئ، او بیا http://youtube.com/pair ادرس ته ولاړ شئ، تر دې وروسته د خپل تلویزون د یوټیوب اپلیکیشن سیټنګ ته ولاړ شي او pair devices انتخاب کړئ بیا هغه کوډ youtube.com/pair کې ورکړئ. یو ځل مو چې مبایل او تلویزون سره pair شي، بیا تاسو د مبایل څخه د یوټیوب ویډيو په خپل تلویزون چلولای شئ.

ماشومانو لپاره سانسور یوټیوب

یوټیوب کې د ماشومان لپاره ځانګړی اپلیکشن (Kids youtube)  موجود دی چې OIS او اینډاریډ استعمالوونکو لپاره مفته دی، دې کې د ماشومانو لپاره ځانګړې ويډیوګانې دي او د ماشومانو لپاره ډير په اسانه ويډیوګانې پیدا کولای شئ. که مو ماشوم لیکل نشي کولای نو تاسو ورته وخت ټاکلی شئ چې ستاسو له موجودیت پرته هغه ویدیو خپله چالانیږي.

د ویډیو بفرنګ څخه ځان څنګه وژغورو؟

ویډیو بفرنګ (کله چې نېټ کمزوری وي، ویدیو چالانېدلو وخت کې ځنډ غواړي او وروسته هم ډير ځنډ ځنډ سره چالانیږي) له ستونزې خو په افغانستان کې ټول کړیږي، ځکه نېټ د نورو هېوادونو په پرتله په کې ډير کمزوری دی. دا چې دغه سردرد سره خدای پاماني وکړو نو خپل د یوټیوب اکاونټ کې د ډیفالټ اسټریمینګ کوالټي (Defualt Streming Quality) ته تغییر ورکړئ، دغه ادرس http://youtube.com/account_playback ته ورشئ او دغه آپشن انتخاب کړئ:
I have a slow connection. Never play higher-quality video۔

د یوټیوب ويډیو غږیز MP3 ته واړوئ

که تاسو د یوټیوب ویډيو MP3 یا غږیز ته اړوئ نو http://peggo.co/ وېبپاڼې ته ورشئ او ښه په اسانئ ویډیو ایم پي تري ته واړوئ.

د ویډيو سرعت کنترول کړئ

که غواړئ ځينې هغه ويډيوګانې وګورئ چې څه ترې زده کوئ، او د ویډيو سرعت کموئ، نو د ویډیو بېخ ته د سيټینګ علامه باندې به لومړی کلیک کړئ، بیا په سپيډ. له دغه ځایه یې هم تېزولای شئ هم ورو کولای شئ. ورو کولو لپاره پورته 0.25 باندې کلیک کړئ او تېزولو لپاره په 2 کلیک کړئ.

د کیبورډ اختصارات (Shortcuts)

K: د ويډیو درولو یا روانولو لپاره ده.

J:  لس ثانيې ویډيو شاته کولو لپاره استعمالولای شئ.
L: لس ثانیې مخکې کولو لپاره استعمالیږي.
M: غږ که په لنډه بندوئ، نو M بټن ته زور ورکړئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ضيألرحمان اکليل

سلام عليکم
په دى اميد چى صحتمند به ياست. غواړم چى د ماشومان لپاره (youtube kids app) د play store څخه راښکته کړم مګر دا ميسج راته راکوى (this item is not available in your country ). سمسينګ مبايل استعمالوم او په پاکستان کى يم. ستاسو د همکارۍ په هيله.
مننه

عبد الله

د ګوګل سټور ځینی پروګرامونه تر ځینو هیوادونو پوري خاص وي، د سټور څخه هغه پروګرامونه کښته کول ممکن نه وی، تاسو کولای سی چې بدیل پروګرامونه وګورئ کوم چې په پاکستان کې هم کار کوي. د یوټیوب او پاکستان لانجه خو پای ته رسیدلی، نو اوس خو په کار وه چې دغه پروګرام نور په پاکستان کې کار کړی وای، خو بیا هم دا د ګوګل شرکت او پاکستان تر منځ معامله ده، شاید وخت ونیسي.

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x