
د نړیوال شل اوریز جام د سیالیو وختونه اعلان شول
نن ټکی اسیا (سه شنبه، سلواغې ۲۷مه ۱۳۹۴ل): د کرکټ نړیوالې شورا د ۲۰۱۶ شل اوریز نړیوال جام ټولو سیالیو وختونه او د تمریناتي لوبو نېټې اعلان کړې.
د نارینهو او ښځېنهو نړیوال شل اوریز جام سږ کال د هند په اتو بېلابېلو ښارونو کې د اتم مارچ څخه پیلیږي او د اپریل په ۲۰۱۶ پای ته رسیږي.
د کرکټ نړیوالې شورا لخوا خپرې شوې اعلاميې له مخې د نړیوال جام سیالۍ به د ورځې په ځايي وخت له ۳ بجو تر ۶ بجو وي او ماښام لوبې به د ۷:۳۰ بجو څخه تر ۱۰:۴۰ بجو پورې وي.
د شل اورونو نړیوال جام نیمه پایلوبه او پایلوبه به د ماښام د ۰۷:۳۰ څخه تر ۱۰:۴۰ بجو پورې وي.
یادې شورا د تمریناتي لوبو په اړه ویلي چې په دوه پړاوونو کې ګډون کوونکي ټیمونه به د مارچ له درېیم څخه تر شپږم پورې په درم شالا کې تمریناتي لوبې وکړې او د دوهم پړاو کې ګډون کوونکي لوبډلې به د ۱۰ مارچ څخه تر ۱۵ پورې په کولکته او ممبۍ کې لوبې وکړي.
افغان لوبډله به خپله تمریناتي لوبه له عمان سره د مارچ په شپږمه وکړي.