نظــر

ددلوې شپږویشتمه که دسرو لښکرو زوال

عاكف مهاجر-

خراسان کنانة الله اذاغضب الله علی قوم رماهم بهم.الحدیث

نن هغه ورځ ده چې دنړی ځبر ځواک نه ماتیدونکې سرې لښکرې دیوه عاجز او ناچیزه هیواد او ولس لخوا له شرموونکې ماتې سره مخ شوي دي.

د۱۳۶۷ددلوې په ۲۶ باندې سرې لښکرې له افغانستان نه په ټیټو سترګو او ټیټ سر وو وتلې داچې دنړۍ ځبرځواک دیو تش لاس ولس لخوا له ماتې سره مخ کیږي یو راته دحق او باطل دجګړې انجام تل پاتې خدای ج ښیي.

دوهم دخداوند متعال ج عادت داسې راروان ده زورور دکمزوري په لاس راڅملوي چې خلک دحق معنوي زور وو ویني.
او خلکو ته دا جوته کړي چې زورور یواځې تلپاتې خدای ج ده.

په همدې مناسبت درته یو څو لنډ مثالونه وړاندې کوم.

هغه ابراهیم ع چې دومره کمزوری وو چې نمرود په اور کې وغورځولو دهغه په لاس یې دنمرود قوت رانسکور کړلو.

دهغه موسی ع په لاس یې د انا ربکم الاعلی قائل نمرود بادشاهي او قدرت نسکور کړلو چې دځان دبچ کولو په خاطر یې ترشعیب ع ځان ورسولو او له دې ښاره یې هجرت وکړلو.

او دهغه یتیم محمد ص په لاس چې د ابوجهل له لاسه یې تر غار ثوره پناه یووړله اومدینې منورې ته یې هجرت وکړلو دابوجهل سلطنت او دبدبه له خاورو سره خاورې کړله او ټولې نړی ته یې خپل دین ورسولو.

همداسې دخوارو افغانانو په لاس یې هم څو څو وارې دنړۍ ستر طاقتونه راپرځولي چې داده اوس یوبل ښامار هم په پریکیدلو ده او نزدې ده چې مرۍ یې پرې شي او داویاړ هم دافغانانو په نصیب شي.

دا زیری راته کلونه مخکې دانسانیت اوبشریت لارښود هم راکړی ده. خراسان کنانة الله اذاغضب الله علی قوم رماهم بهم.الحدیث اوکماقال ع

ژباړه.دخراسان سرزمین دالله ج دغشو چانټه ده او اوسیدونکي یې غشي دي کوم قوم ته چې الله ج په غوصه شي په همدوی یې ولي.

دا ځل دصلیبي جګړې اعلانوونکې امریکا. اوله قران اوپه قران ایمان لرونکو سره دزورازمایوونکو هیوادونو مشره که خدای کول ددوی په لاس لږیږي او راپرځیږي او راپرځیدلې ده.

او د پیغمبر دپیشنګویي مطابق زر ده چې وبه نړیږي افغانانو دروسانو دناکامۍ ویاړمو هم مبارک شه او داده دوهم ویاړ موهم زر ده چې نصیب شي¡¡¡

نن هغه ورځ ده چې افغان ولس په ډیره میړانه له روسانو ازادي ترلاسه کړله.خوله بده مرغه چې قدرت طلبه او خودخواه مشرانویې دا ارمان له خاورو سره خاورې کړلو. او د خپلمنځي جګړو په اور کې یې وسوځولو.

خو د افغانستان چې مشري یې ملا محمد عمر مجاهد رح کوله هغه دپاټک سالارۍ او دهلکانو دودولو او دنورو ګڼو نادودو او ناخوالو ټغر یې له هیواده ټول کړلو او د افغانانو ارمان اسلامي نظام یې په ۹۹ فیصده خاوره برپایه کړلو.خودنړۍ ټولو کفري طاقتونو اسلامي نظام ونشو زغملی. او په اشر سره یې یوځل بیا په افغانستان یرغل وکړ.

دا ځل بیا هم الحمدلله دوی هم دماتې په درشل کې دي اوزر ده چې ددوی دماتې ورځ به هم لمانځو اویوځل بیا اسلامي امارت په ګران هیواد اسلامي نظام نافظ کړي.

دازاد او خپلواک افغانستان په هیله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x