نظــر

ګوشته، د آمريکا د شيطاني دسيسو قرباني

له بده مرغه څو ورځې وړاندې د افغانستان اود پاکستان ترمنځ د سرحدې پوستو د شخړي پر سروسله واله نښته رامنځته شوه چې ترنن ورځې یې دوام درلود، په جګړه کې له دواړو لوريو درنه توپ خانه وکارول شوه اوهوایې ځواک هم د جګړه کونکوننګه وکړه. له دواړو لوريو وینې تويې شوې اود پاکستان له لوري دافغانستان په خاوره کي جوړې شوي پوستې ویجاړي شوې. په ښکاره خودا یوه وړه پیښه وه، اود ګاونډیانوترمنځ کله نا کله داډول پیښي رامنځته کیږي.

خوکه لږ په ژورتيا مسئلې ته وکتل شي نودا مسئله دومره ساده نده بلکې ددې پیښي ترشا د یهودانو اوصلیبيانو مکار دماغونه کارکوي اوغواړي چې په سیمه کې یوه داسي فتنه ترشا پریږدي چې دواړه لوري تل د دوې د شتون اړتیا محسوسه کړي.

صهیوني صلیبي مکارانو واردمخه د پاکستان اوهند ترمنځ د فتنې تخم شیندلی وو،چې  له بده مرغه دا فتنه اوس یوه دنګه ونه ګرزیدلېده، اود فتنې نه زيږيدلي مسایل دواړو لوريوته یوه ملي اوديني وجیبه ګرزیدلي .

همدا لامل دی چې دواړه لوري دخپلوعایداتو یوه لویه برخه په خپله نظامي غښتلتیا مصرفوي اود دواړوهیوادونو ترمینځ د وژونکو وسلو او  توغنديو د جوړولومسابقه روانه ده.

که څه هم دګواړه لوري په ولسي کچه دخورا ناوړه شرایطو سره مخامخ دي، او د دواړو هیوادونو د ولسونو ډیره برخه د روغتيا او درملنې، د څښاک داوبو، زده کړې اود سرپټولو له ستونزو سره مخامخ دي،خو واکمني ډلې دغو ولسي تراژیدیو ته چندان توجه نکوي. بلکې ټول امکانات پر خپل حريف باندي د يوه مزعوم برلاسي قرباني کوي. دا چې زمونږهیوادهم دتیروڅه باندي دیرش کلونوتاوتریخوالي وروسته اوس د يوه نسبي ټیکاولوري ته روانیدونکي دی، اوس داسې ښکارې چې که خدای کول دیرغلګروله نهایې ماتي او تیښتي وروسته به افغانان داسلامي خواخوږۍ اوانساني تعقل په رڼا کې خپل مشکلات په جګړه نه بلکه په ورورګلوې سره حل کړي، چې زمونږ دښمنانو ته د زغملو وړ ندې، بلکې غواړي چې له دې وروسته مو پر یوه بل ناورین واړوي چې له بده مرغه له پاکستانې لورې نه یواځې دا چې ددښمن دسیسه کشف اوشنډه نکړه بلکې په لوی لاس یې له دښمن سره مرسته وکړه اود نړیوالونورمونو پر خلاف يې د افغانستان پر خاوره ناروا تیری وکړ. سره له دې چې دوي ته تربل هرچا زیات په داسي موضوعاتو کې د افغانانو حساسیت مالوم وو.

امريکا غواړي چي افغانان په رواني ډول قانع کړې چې د دوی ګاونډیان د دوي دوستان نه بلکې دښمنان دي، اوله دې کارنه یې موخه دا ده چې لاندې هدف ترلاسه کړي.

لومړی داچې افغان ملت قانع او باوري کړې چي په افغانستان کې  د دوې دايمي اډې نه یواځې دا چې ضروري دي، بلکې دافغاني لورې په ګټه دي اوپه طویل المیعاد کې آن افغانان د امریکې په شرایطو د دوې اډې منلو ته چمتو کړې او دایې ایمان شي چې زمونږ خپله دفاع دامریکایانو په شتون کې پټه ده..

دویم داچي امریکا غواړي چي دیوه موهوم دښمن دهیولا په تشکیل سره افغان ملي پوځ دافغانانو په منځ کې دتقدس اواتلولۍ داسې معراج ته ورسوي چې په راتلونکي کي دپوځ هره پریکړه ورته مقدسه او دخپل هیواد د دفاع په لاره کې اړينه وبولي. په داسې حال کې به بیا امریکا ټولي مهمي چارې د سیاسي قیادت پر ځای دپوځ له قیادت سره کوي اوهمداراز به په راتلونکي کې دافغانستان د معدني زیرمو دعايداتو لویه برخه د پوځ پر پیاوړتیا اوغښتلتیا مصرفیږي چې دامریکا د وسلو جوړلو صنعت ژوندی وساتي.

له بده مرغه زمونږ ځینې زده کړې کړۍ په شعوري او لاشعوري ډول  له امریکا سره مرسته کوې، اوپه خپلولیکنوکې هاند کوې چي افغانان قانع کړې چي پاکستانې لوري د دوی دښمن اودا چې له هغه نه  کسات اخیستل  د دوي ملي فریضه ده، پرته له دې چې په علمي ډول دجګړې بربادۍ اودجګړې په صورت کې دواړو لوروته دیوه ناورین په اړه خبرداری ورکړې.

دحل لار: دحل کونجي د دواړو لوريو د سیاسي اونظامي قیادتونو په لاس کې ده. دواړه غاړي باید چي د سيمي جيوپولیټيک حالات ښه په غور وڅیړي اود جوش پرځای له هوشه کارواخلي. باید مشران پوه شي چي که خدای مکړه دتيت او پرک جګړو دغه بڅرکي د يوې تمام عياري جګړې په بڼه واوړي، نو کابل اواسلام اباد  به دواړه وسوځوي. د کابل اداره باید داحساساتي غبرګون پرځای ‌ډیپلوماتیک چینل ‌ډیرفعال کړي. دا چې د شنونکوپر آند دګوشتې د پیښې ترشا د پاکستان په هڅولو کې امریکا لاس درلود،نوباید په امریکا فشار وارد شي چي خپل ستر سيمه ايز متحد ته قناعت ورکړي چي پر افغاني حریم تیری د زغملو نه دی، اودا چې دا ډول پيښې به د سیمې په بې ثباتي کې خورا بد رول ترسره کړي، اوکه امریکا خپل منافقت همداسې جاري وساتي ،افغاني لوری باید په اصطلاح دترهګرۍ ضدجګړه د ملي پوځ نقش صفرته راټیټ کړي ، او د خپل ولس سره د جګړې پرځای خپل ځواک د خپلوملي ګټو په تآمین کې وکاروي، چې داڅه به یقینا دهغوي په وسلوالومخالفینوهم مثبت اغیز وکړي…….

                                                       پای

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x