ورزش

د هند پښتنو لوبغاړو د کرکیټ ملي لوبډلې ته مېلمستیا ورکړې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، سلواغې ۲۷مه ۱۳۹۴ل): د هند د کرکیټ ملي لوبډلې دوه وتلیو پښتنو لوبغاړو افغان ملي لوبډلې څو لوبغاړو ته مېلمستیا ورکړې ده.

د راپورونو له مخې د هند ملي لوبډلې دوو پښتنو لوبغاړو عرفان پټان او یوسف پټان د افغانستان کرکیټ ملي لوبډلې څو تنو لوبغاړو ته د دوی په ویاړ جوړه شوې مېلمستیا ته خپل کور ته وربللي وو.

عرفان پټان په دې وروستیو کې له یوې سعودي مېشتې انجلۍ سره واده کړی او افغان لوبغاړو له موقع څخه په استفادې ورته مبارکي هم ورکړې ده.

هغه عکس چې په ټولنیزو رسنیو کې خپور شوی دی، په کې کریم صادق، شفیق الله شفق، عرفان پټان او یوسف پټان د دوی د کور دننه لیدل کیږي.

عرفان پټان او یوسف پټان د افغان کرکیټ مینه‌والو کې ځانګړی محبوبیت لري او په دې وروستیو کې یې پښتني لباس کې ویستل شوي عکسونه ډیر زیات خوښ کړل شوي دي.

افغانستان اوسمهال خپل د نړیوالو لوبو لپاره خپل لوبغالی له عربي اماراتو څخه هند ته لېږدولی دی او د هند حکومت یو لوبغالی ځانګړی افغان ملي لوبډلې ته ورکړی دی.

د ملي لوبډلې یو شمېر لوبغاړي اوسمهال په هند کې دي چې ښايي سبا بنګلادیش ته د اسیايي جام په سیالیو کې د ګډون لپاره ولاړ شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x