نړۍ

سوریه کې پر روغتونونو او ښوونځیو بمبار ۵۰ تنه وژلي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، سلواغې ۲۷مه، ۱۳۹۴ ل): په سوریه کې بمباریو د بې پوله ډاکترانو د روغتون په ګډون پنځه روغتونونه او دوه ښوونځۍ په نښه کړي چې له امله یې ۵۰ تنه وژل سوي دي.

د ترکیې پولي ته څېرمه په اعزاز ښارګوټي کې هغه ښوونځۍ بمبار شوي چې کډوالو پکې پناه اخیستي وه، هلته ۱۴ تنه وژل سوي چې په هغوی کې څو تنه وړوکي ماشومان دي.

د سوریې د ادلب ولایت په معرة النعمان ښار کې د بې پولې ډاکترانو روغتون په هوایې بریدونو کې په نښه سوی، په روغتون کې ۷ تنه وژل سوي چې نړیوال غبرګونونه یې راپارولي دي.

همدارنګه د ادلب او حلب ولایتونو په بېلابېلو نورو سیمو کې څلور نور روغتونونه او یوه ښوونځۍ بمبار سوي چې د ملګري ملتونو په وینا په ټولو کې ۵۰ تنه وژل سوي دي.

بمبارۍ د اسد رژیم او روسیې هوایې ځواکونه په ګډه کوي چې ډیر ځله ملکي اهداف په نښه کوي.

فرانسې او ترکیې د سوریې په شمال کې پر روغتونونو او ښوونځیو بمبار جنګي جرم بللی، د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د بریدونو مسؤلیت پر روسیه وراچولي خو مسکو تراوسه غبرګون نه دی ښودلی.

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د
Back to top button
Close
Close