افغانستان

کندوز : خان اباد کې ۵ اربکیان وژل سوي ۳ ټپيان دي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، سلواغې ۲۷مه، ۱۳۹۴ ل): د کندوز ولایت په خان اباد ولسوالۍ کې طالبانو تېره شپه ناوخته د نفوذي کس په وسیله د پوستې پنځه اربکیان وژلي او ۳ یې ټپيان کړي دي، تر برید وروسته طالبانو د پوستې ټول نظامي توکي له ځانه سره وړي دي.

د کندوز د خان اباد ولسوالۍ ولسوال حیات الله امیري وایې چې تېره شپه طالبانو د سیمه ییزو پولیسو پر یوه پوسته طالبانو برید کړی چې په پایله کې یې پنځه پولیس وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

نوموړۍ وایې تر برید وروسته طالبان له سیمي تللي دي.

په شمال ختیځ کې د ۸۰۸ سپین زر زون قومندان شیرعزیز کامه وال بیا وایې چې د خان اباد ولسوالۍ په جرګذر سیمه کې د سیمه ییزو پولیسو په پوسته کې د طالبانو نفوذي کس وو چې هغه طالبانو ته د ورتګ زمینه برابره کړي.

نوموړۍ زیاتوي چې دغه کس خپل پنځه ملګري د خوب پر مهال وژلي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د پېښي مسؤلیت پر غاړه اخیستی او زیاتوي چې د خان اباد ولسوالۍ په چهارسري سیمه کې طالبانو د اربکیانو پر پوسته برید کړی، نوموړۍ وایې په دې برید کې د اربکیانو د دوه قومندانانو په ګډون اته تنه وژل شوي او یو تن اربکی سخت ټپي شوی دی.

د یادوني وړ ده چې تېره ورځ هم طالبانو د کندوز ولایت په دښت ارچي ولسوالۍ کې د ملي اردو پر یوه مرکز برید کړی وو، طالبانو ویلي وه چې په برید کې یې ۱۸ سرتیري وژلي او د ملي اردو د مرکز لویه برخه یې ویجاړه کړي ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x