ادبي لیکني

کفر او لویدیز ته خدمت کونکي لیکوال

سیف الله ادریس

زموږ پوهان او ادبپال ددې پرځای چې د مسلمانانو حوصله لوړه وساتي دوی د ښکته والي په هڅه کې دي، د دوی تجزیو او تبصرو لنډیز دا شو چې: د الله ج د لوی طاقت پرځای دوی دغه نسبت یو کافر هېواد ته وکړ او وایي چې څه کیږي د همدې کفري هېوادونو په خوښه به وي.

دوی د روس خلاف جهاد په بشپړه توګه د امریکې د مرستو او د سیاست لوبه ګڼي، دوی د مسلمانانو د لوړو حوصلو د راښکته کولو په هڅه کې شول، حال دا چې دوی دومره څېړنه هم نه خوښوي چې د روس ماتي د امریکا په مرسته وه که د اسمان څخه د رانازل شوو پریښتو په وجه؟ دا خبره پوره حقیقت ته رسیدلي چې د افغانستان جهاد ته پریښتې راتللې او دا خبره روسي افسرانو او فوځیانو هم تکراروله چې دغه حالات دوی په خپلو سترګو لیدلي دي، کله چې دا خبرې له هیچا څخه پټې نه دي، نو بیا ولې زموږ قلموالو ته دا ښه ښکاري چې ولیکي: افغان جهاد د امریکا په مرسته بریالۍ شوی دی. او دغه معرکه په بشپړ ډول د امریکا ځولۍ ته ورغورځوي؟ دا یواځې د دې په خاطر چې داسې یو مطلب له دې وړاندې د دوی د بادارانو له جملې څخه یو امریکایي لیکلی ؤ چې امریکا له افغانانو سره د روس په مقابل کې پوره مرسته کړي ده، او دا مسلمانان هم د هغوی په پل پل واخلي.

همداسې امریکا د اسلامي نړی په خلاف جنګ یو اقتصادي جنګ بولي خو لا پخوا بوش او نړیوال کفري طاقت دغه جنګ صلیبي او مذهبي جنګ اعلان کړی دی، تش په نوم اسلامي پوهان وايي: د دوی په وینا د عراق په جنګ کې امریکا په تیلو قبضه کول غواړي او په افغانستان یرغل د منځنۍ آسیا په طبیعي کانونو Mineral Resources قبضه کول بولي. دا هغه تجزیې او څېړنې دي چې لا دمخه یهودي لیکوالانو په اخبارونو او مجلو کې د څېړنیز راپور په نومونو خپرې کړي دي، زموږ تش په نوم روشنفکران او پوهان چې د دوی ټول فکر او پوهه یې امریکایي میډ این یو ایس اې ده، دغه څېړنیز راپورونه یې لوستي دي او بیا یې خپل قلمونه د دوی تر سیورو لاندې چلولي دي.

د دې پوهانو په اړه یهودي پروټوکولرانو لیکلي دي: دا هغه خلک دي چې څه موږ وایو یا څه زمونږ فکر دی دوی هم هغه پیل کوي. څومره چې باور کیږي چې د دوی تعلق په دې وسائلو قبضه کول دي دا به سمه نه وي، که پنځوس کاله وړاندې نه داسې ویل شوي وای نو تر یو څه حده پورې به باور کیده، مګر په اوس مهال دا ویل چې دغه ښکیلاکګر ځواکونه غواړي چې په دې وسائلو قابض شي، سمه نه ده. د امریکا واکمن اتحادیان یې اوس د داسې مرحلو نه څو چنده مخکې لاړ دي، اوس د دوی قوت په تیلو او پر نور دولت متمرکز نه دی، بلکې د دوی هدف او آخري هدف یې د څوارلس سوه کلن جنګ آخري مرحلې ته داخلیدل دي.

د نړۍ ټول وسایل اګر که د امریکا په ولکه کې نه دي خو د هغو یهودیانو په واک کې دي چې پر امریکا یې قبضه ده، لکه څنګه چې دا یو ښکاره حقیقت دی چې پر افغانستان او عراق یرغل د همدغو یهودي طاقتونو کار دی نو بیا د یو داسې څیز لاس ته راوړلو لپاره دومره جنګي تکنیک جوړول هسې عبث دی او کولو ته یې څه اړتیا نه لیدل کیږي.

زما د خبرې موخه دا نه ده چې امریکا له دغو وسائلو سره هیڅ سر او کار نشته بلکې شته مګر د دغو یرغلونو مقصد تر دغو وسائلو پورې نه دی تړلی، د دوی لومړی مقصد هغه ده چې څوارلس سوه کاله وړاندې محمد عربي صلی الله علیه و سلم بیان کړی دی.

یهودي لیکوالان اوسنیو جنګونو ته ځکه د اقتصادي جنګ نوم ورکوي ځکه چې د دوی مقصد هم دا دی چې مسلمانان دغه جنګ مذهبي جنګ یعني جهاد ونه ګڼي او همدا لامل به وي چې په مسلمانانو کې به د دوی پرخلاف د جهاد جذبه او د شهادت شوق راژوندی کړي.

د دې اوښتونو لامل دا دی چې مسلمانان د اوسني دور حالات د قرآن او احادیثو له لارې نه حل کوي بلکې د دوی بنسټ د لویدیزو رسنیو په مکرونو او تجزیو ولاړ دی، دا حقیقت ومنئ چې نن زیاتره د پوهو خلکو فکر د لویدیزو پلوي کوي او دغه خلک د لویدیز د فکر غلامان دي. کوم قوم چې ترڅو پورې د خپلې عقیدې او مفکورې په بنسټیزو اوصولو ولاړ وي هغه قوم هیڅکله ذهني غلامان کیدای نه شي، په نړۍ کې تل هغه قوم له منځه ځي ترڅو چې د دوی تعلق له خپلو افکارو، نظریو او عقیدوي اصولو سره تړلی وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x