افغانستان

ګلاب منګل: د بغلان جګړه د ډنډغوري هوکړه لیک د ماتېدو له امله روانه ده

نن ټکی اسیا (سه شنبه، سلواغې ۲۷مه، ۱۳۹۴ل): د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزیر محمد ګلاب منګل وايي چې په بغلان کې روانه جګړه د ډنډ غوري د هوکړه ليک د ماتېدو له امله رامنځته شوې ده.

منګل له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې ويلي، چې دوی وکولی شوای، چې د بغلان په ‌ډنډغوري، ډنډ شهاب الدين او ځينو سیمو کې د تړون له مخې سوله رامنځته کړې، خو دولتي اړخ دې تړون ته ژمن پاتې نه شو.

محمد ګلاب منګل د یو پلاوي په مشرۍ د روان کال د وږي په ۱۲مه په بغلان کې د ډنډ غوري تړون لاسلیک کړ، چې د قومي مخورو په منځګړيتوب طالبانو ته په سیمه کې پر مېشتو پوستو د جګړې اجازه نه وه او امنيتي ځواکونو ته د قومي مخورو له خبرولو پرته د خلکو د نیولو او تورنولو اجازه نه وه ورکړل شوې.

د سرحدونو وزیر وايي چې د دې تړون پر ضد هغه خلک ودرېدل چې په جګړه کې شخصي ګټه لري او په وینا يې دا تړون د طالبانو د خوندیتوب وسیله وبلله، په داسې حال چې د هغه پر قول دا تړون په سیمه کې د سولې لپاره مهمه نسخه ثابته شوه.

د شنونکو په باور امنیتي ځواکونو ثابته کړه چې دوی د يوې وړې سیمې سوله ییزې هوکړې ته ژمن نه شي ثابتېدلی، د دې ضمانت هم سخت دی، چې د هېواد پر سطحه د سولې هوکړې ته دې دولت ژمن پاتې شي.

د بغلان په ډنډ غوري، ډنډ شهاب الدين سیمو کې جګړه درېيمې اوونۍ ته وغځېده، چې پکې لسګونه ولسي کورونه نړيدلي، زرګونه کورنۍ کډوالۍ ته اړ شوي او سلګونو ولسي وګړو ته مرګ ـ ژوبله اوښتې ده.

د بغلان مدني فعالان وايي چې دولت د ولسي وګړو پر ضد جګړه پر مخ بیايي، د بغلان کابل مېشتی مدني فعال عبدالستار سعادت دا جګړه د ملت پر وړاندې بولي او پخپله فیسبوک پاڼه په تمسخر لیکي، چې دولت ته د « ترهګر ملت » پر وړاندې د جګړې مبارکي وايي.

بل اړخ ته په بغلان کې د مراد علي مراد په ګډون په جګړه کې ښکېل پوځي چارواکي وايي چې دوی د طالبانو پر ضد په جګړه بوخت دي او ان هغه څوک چې په پلازمېنه کابل کې د دې جګړې مخالفت کوي، د دوی پر وینا د طالبانو ملاتړي دي.

ياده دې په بغلان کې په داسې حال کې د ولسي وګړو، د لوټ، وژنې او کډوالۍ لړۍ روانه ده، چې ملګرو ملتونو په تازه راپوره کې په تېر کال کې دولتي ځواکونه یوازې د ۱۷ سلنه ملکي مرګ ـ ژوبلې مسوولین بللي و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

په دی کی شک نشته ، چه ناوړه او فاسده اداره د خبلو بادارانو د استثماری ګټو او زمونږ د مظلوم اولس د غلامولو د پاره د هماغه بادارانو په ، وسلو او معاشونو دمظلوم ملت سره چنګ کوی د اسلامی امارت مچاهدین د مظلوم اولس د مقاومت ننمایندګی کوی ، مراد نامراد غلام د مظلوم او مجاهد اولس سره په جنګ کی دی چه امریکایان ورته د جنرالی مقام ورکړی ، د جنرالی په نوم له خپل ناموس هم تیر دی دی په جګړه کی په ناموس یی اشغلګر هماغه ساتنه کوی چه مونږ او تاسی پوهیږو ، چه… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x