افغانستان

پکتیکا کې د سرحدي کنډک جګپوړی قومندان په مرموزه توګه وژل سوی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، سلواغې ۲۷مه، ۱۳۹۴ ل): د پکتیکا ولایت په انګوراډه کې د اتم سرحدي کنډک د درېیم ټولي قومندان یعقوب احمدزی د همدې کنډک د بل قومندان له لوري په مرموزه توګه وژل سوی دی.

د وژل سوي قومندان «یعقوب احمدزي» کورنۍ نن په جلال آباد کې د حکومت د لوړ پوړو چارواکو څخه وغوښتل تر څو د یعقوب خان د مرموزي وژني په اړه پلټني وکړي او د نوموړي قاتلین د قانون منګولو ته وسپاري.

د یعقوب خان کورنۍ د رسنیو سره په خبرو کې وویل چې نوموړۍ د پنجشنبې په شپه د سرحدي ځواک د بل قومندان له لوري وړل سوی وو بیا یې په یوه خونه کې زیندۍ کړی او وروسته یې څلور مرمۍ ویشتی دی.

د اتم سرحدي کنډک یو افسر نورالحق چې د وژل سوي قومندان خوریی دی رسنیو ته په خپلو خبرو کې وویل چې یقوب احمدزی د همدې کنډک د یو بل قومندان له لوري چې د نوموړي سره یې شخصي دوښمني پالل وژل سوی دی.

د وژل سوي قومندان کورنۍ د حکومت څخه غوښتي چې ژر تر ژره قاتلین ونیسي او محاکمه یې کړي که نه وي دوی به خپله لاس په کار شي او د قاتلینو څخه به غچ واخلي.

د پکتیکا د والي ویاند نبي الله یاده پېښه تاییدوي او زیاتوي چې د قومندان یعقوب احمدزي مړی د سلیمانزو په کلي کې سرحدي ځواکونو موندلی دی، نوموړۍ وایې چې د پېښي د پلټني په موخه پلاوی ټاکل شوي چې ډیر ژر قاتلین ونیسي.

د والي ویاند د پېښي په اړه نور معلومات ور نه کړل.

ياده دې وي د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ په دې سیمه کې پاکستاني ځواکونه نږدې اتلس کيلومتره وړاندې راغلي او رسمي دروازه يې درولې ده، چې له افغان سرحدي ځواکونو سره يې اړيکي ښې نه دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x