نظــر

محمد یعقوب شرافت ، ژمن ژورنالیست او متعهد لیکوال و

د شرافت صیب خوږ غږ مې نن په غوږونو کې انګازې کوې … 

خدایه ! هغه ښایسته اواز هم نن غلی شو …. 
باور وکړﺉ نن بیا اوښکې نشم تم کولی … 
او جې په درانه شرافت اوښکې تویې نکړم د ژمن صحافت او متعهد ژورنالیزم د لارویتوب کمزورې دعوه به مې دروغژنه وي … 

زموږ د هیواد په ژورنالیزم او صحافت کې د شرافت په څیر ژورنالیستانو او ژمنو لیکوالانو ته ډیره زیات اړتیاوه ، زموږ ویرلړلی هیواد د نورو ډیرو کړمو او کمیو په څیر په ژورنالیزم کې هم د قحط الرجال لویه ستونزه لري ، او په داسې حالت کې له دې کاواک کاروان نه د شرافت په څیرژمن ژورنالیست او متعهد لیکوال کمیدل لویه تراژیدي او محسوسه کمې بولم . 

ناویلې دې نه وې پاته جې خدای بښلی محمد یعقوب شرافت، د مشهور جهادي مشر مولوي محمد یونس خالص رحمه الله وراره و، له افغانستانه دباندې په نولس سوه اتیامیه میلادي لسیزه کې د لومړني خپلواک یا خصوصي خبري اژانس بنسټ ایښی و ، دا اژانس د افغان اسلامي اژانس په نوم یادیده او تراوسه پوري یې فعالیت کاوه.

لوی څښتن دي شرافت صاحب وبښي . 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x