د استاد سیاف اصلاح شوی دریځ

عبدالرحیم (ثاقب)

د دوشنبې ورځ د دلوې د میاشتې ۲۶ مه له هیواده د سره پوځ د پرشاتګ ۲۷ کلیزه وه .

د دې ورځې په مناسبت هرکال د تنظیمونو پخواني جهادي مشران راټولیږي او د شوروي اشغالګرو په خلاف د مجاهدینو کارنامې او د افغان ولس اتلولۍ بیانوي .
سږکال هم له معمول سره سم په کابل ښارکې د دې ورځې په مناسبت شانداره غونډه جوړه شوې وه چې مهم وینا وال يي ښاغلي استاد عبدالرب رسول سیاف و.

ښاغلي استاد سیاف د غونډې پيل د جهاد او مجاهدینو په فضیلت وکړ او ورپسي یې دهیواد وروستي جریانات او د ده په وینا په اوسني نظام کې د مجاهدینو په خلاف توطیو او سازشونو ته اشارې وکړې .

كه څه هم چې خپله له استاد سره د (( مجاهدینو )) او د هغوی د اوسني جهاد او کردار په اړه ابهامات موجود ول چې ښايي نوموړی یې د خپل ضمیر په قضاوت کې ښه واضح کړای شي خو د هغه ترڅنګ هغه څه چې په یاده غونډه کې ډیر د پاموړ و هغه د طالبانو په اړه د ښاغلی استاد نوی موقف او د هغوی په اړه نوي کاروونکي اصطلاحات ول .

استاد به نور کله معمولا په دا ډول غونډو کې خپلې خبرې د طالبانو په خلاف په فتوا ورکولو او دهغوی په خلاف په ډیرو نامناسبو الفاظو کارولو سره شروع کولې.
خو سږکال یې په خپلې وینا کې په طالبانو باندې د قضیې د یوه اړخ په حیث په اعتراف سربیره هغوی ته اصلاحي وړاندیزونه لرل او دا يې ترې وغوښتل چې هیواد دې د تجزیې او ویش له خطر ناکې فتنې څخه وژغوري.

د طالبانو په اړه د استاد په موقف کې دا ۱۸۰ درجي ثبت تغیر تر هغه وروسته راغی چې کله تیره میاشت د پګواش په غونډه کې ښاغلی قیوم کوچي په دوحه کې د طالبانو له استازیو څخه د استاد سیاف د ووژلو غوښتنه وکړه خو په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر د مشر ښاغلي محمد عباس ستانکزي لخوايي دا غوښتنه داسې ځواب کړای شوه چې پخواني مجاهدین د روس په خلاف جهاد کې د افغانستان قهرمانان ول له همدې امله د طالبانو او هغوی ترمنځ ډیر مشترکات شته ، ښاغلي ستانکزي دا هم وویل چې د کابل ادارې ته نیږدې کړۍ اوس مونږ ته توصیې کوي چې د جهادي مشرانو په خلاف بریدونه او جګړه توده کړو مګر طالبان له پخوانیو جهادي رهبرانو سره د مواجهې پرځاي بیاهم سالمې مفاهمې ته ترجیح ورکوي .

د ښاغلي عباس ستانکزي دغه ځواب سربیره پردې چې د طالبانو په اړه یې د ښاغلی استاد سیاف په دریځ کې یې مثبت بدلون راوست هلته په غونډه کې ناست د جمعیت اسلامي ګوند اړوند ډاکټر حسام الدین همراه هم متأثر او سمدستی یې د طالبانو د تأسیسي مشرمرحوم ملامحمد عمر مجاهد روح ته د دُعاکولو غوښتنه وکړه .

جرأتمندانه اقدام او د هغه مثبت اغیز

د کمونیستي رژیم تر سقوط او کورنیو جګړو پیلیدو وروسته د افغان لانجې ښکیلو خواوو تل یوبل ته د عملي سوله ییزو اقداماتو په ځای تل یوبل ته ګواښونه کړي او یو بل يي په فنا محکوم کړی ، دا لومړی ځل دی چې د ښاغلي محمد عباس ستانکزي لخوا د خپل تر ټولو سرسخت مخالف ښاغلي استاد سیاف لپاره کوم چې په هرمجلس او هر مناسبت کې یې د طالبانو په خلاف ډیر ستوغ الفاظ کارولي او هغوی یې واجب القتل ګڼلي له احترام او درناوي ډک الفاظ کارول کیږي او هغوی ته د جهادي اتلانو لقب ورکول کیږي .

واقعا چې دا د ښاغلي ستانکزي یو ډیر قابل تحسین او جرأتمندانه اخلاقي اقدام دی چې جانب مقابل (استاد سیاف ) يي هم متأثر او په خپل لومړي موقف باندې تجدید نظر کولو ته اړیست .

دریغه چې د افغاني لانجې ټول ښکیل اړخونه د دغې اصلاحي تګلارې په خپلولو سره پر یوه اوبل اعتراف وکړي او خپل هیواد او ولس ته نور له دغه بحراني وضعیت څخه نجات ورکړي .

په دې کې شک نشته چې د هیواد د روانې لانجې ښکیل اړخونه به هر یو په خپلې ماضي کې ډیر اشتباهات لرلي وي او هر یو به د ډیرو خطاګانو مرتکب شوی وي ، خو اوس مهال د ستونزې حل یواځې په هغو اشتباهاتو باندې په اعتراف کې کولو کې دی نه پر هغوباندې په بي ځایه اصرار او یوبل ګواښلو او یا د هغوي په حق کې ناسم الفاظ کارولو سره.

avatar
9 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

دا چه طالبانو د غنی د اکا د دی خبری په اړه ( چه طالبان ولی سیاف نه وژنی ) وویل دا چه سیاف پرون مجاهد وو زمونږ سره دغه ګډ مخرچ لری ، مونږ یی نه یوآخی نه وژنو که له دی ناولتیا او پلورلتیا راوګرځی الله ج ته توبه وباسی مونږ یی د کمونستانو سره نه بدلوو یعنی د کمونستانو او سکولریستانو په نظر ورته نه ګورو ، دا د هغو دریز دی که زه د هغو په دریز کی وی مابه هم دا ویل او په ځانګړی ډول د یو کمونست او سکولریست د هغه خبری په… نور لوستل »

رقیب الله ابراهیمی
میلمه
رقیب الله ابراهیمی

زموږ مجاهد مشران او اتلان د الله تعالی تر ډېره ژوندي لري، د ښاغلي قیوم کوچي په هغه وړاندیز چې طالبانو ته یې درلود، ډېره خفه شوم، دا د شرم او خجالت ځای دی، چې یو مشر پداسې یوه مهمه غونډه کې داسې بې ځایه او احمقانه وړاندیزونه کوي، کوچی دا فکر کوي، چې طالبان د دې ملت قاتلان دي، طالبان یوازې د دې ملت وژل او له منځه وړل غواړي؟ نه هېڅکله نه، کوچي فکر کوي، چې د طالبانو او مجاهدینو په اختلاف کې د دوی ژوند دی، او فکر کوي، چې د طالبانو او مجاهدینو تر منځ دغه… نور لوستل »

محمد عبدالله
میلمه
محمد عبدالله

داستاد سیاف اصلاح شوی دریځ؟؟؟؟؟؟ سیاف خان اوس دامریکایانو اونوروکفارو پخلاف دجهاد فتوی ورکړی ده که څنګه؟؟؟ ایا دسیاف بد رد مخکی زکه ویل کیدل چی دطالبانو خلاف وو؟؟؟ اوکه دالله ددین خلاف وو؟؟؟ سیاف ولی ګمراه بلل کیدو چی دطالبانو خلاف وو؟؟ او که داسلام خلاف او دکفارو صف کی ولاړ بلل کیدو؟؟؟ دیر سه نه وایو دومره وایو چی سیاف پیژندل شوی انسان ده او تر ننه خپل مخکینی موقف کی پاتی ده نه توبه ویستی او نه خپل موقف ته ۱۸۰ تغیر ورکړی او دکفارو له ملګرو سره یوزای خکته پورته کیږی چیزی که عیان است چی… نور لوستل »

غوربندی
میلمه
غوربندی

زه ستاسو سره سل په سلو کی همنظره يم. زما نظر داده چی د ستانکزي صيب خبری اوس رقم رقم تفسیر کيژي، نو مونژ نباید د خلکو د تفسیر له مخی په طالبانو تنقید وکرو. تر تولو مهمه خبره داده چی طالبانو پخوا هم په پخوانيانو (منحرفو اخوانيانو) پسی په بد يادولو وخت نه ضایع کول، دا چی اوس يي هم بد نه وايي نو دا خو نوی خبره نه شوه. پخوا چی پخوانيان رتل او شکنزل کيدل هم زما او ستا له خوا وو، نن چی يي د ستانکزي صيب د خبر و په رنا کی ستايو هم زه… نور لوستل »

الحاج استا ذ بیانزی
میلمه

دا سمه ده ، چه دغو پلورل شوو تش په نامه اخوانی رهبرانو او قوماناندان د نفس په مقابل جهاد کی ماتی سره مخ شول سره د پوهی د امریکا په قومانده د ( معصوم ستانکزی ، ګلاب زوی ، تاڼی ، علومی ، حنیف اثمر ، خر متفکر او نورو سره د مامورینو څه جه د دوهم ځل غلامولو په حیثیت یو ځای شول ، دا به ورته ښه وه چه د الله ج یوه غلامی منلی دی که دا به ورته ښه وه څو ځله غلامان جوړ شو صرف به دی چه جیبونه یی له ناولتیا وو ډک… نور لوستل »

محمد عبدالله
میلمه
محمد عبدالله

غوربندی صاحب پخیر دیر بیدار یی دناتو مفتی ورته چا ویل ؟؟ما وتا ورته ویل دطلب رسمی ساید او ویدیو ګانی دک دی چی سیف یی دبوش سره روغبړ کی خوول او داچی اینده راتلونکی سیاف به دار ته خیژول کیږی اوکه سه کیږی؟دا الله ته علم ده خو داخبره معلومه ده چی اوس اکثره خلک ددروغو بوجیان دی حالانکه مونږ پوهیږو چی ژبه دیر مهم ده که ژبه کاذب وی نو بیا کلمه هم په همدغه ژبه لوستل کیږی او دنکاح قبولی هم په همدغه ژبه کیږی او طلاق هم په همدغه ژبه ورکول کیږی او شاهدی هم دژبی… نور لوستل »

منیر
میلمه
منیر

محمدعبدالله ماته دی تاانجام هم ان شاءالله د سیاف فه رقم رامعلومیژی زکه سیاف هم د کفر اعلان نه ده کری صرف ددتافه رقم فه مجاهدینوانتقاددکفرملگیری ته نزدیکرکه داسی نه وی خوته ووایه اوملگری دی دی تانوری تبصری وگوری ان شاءالله دی تااودسیاف به یوه نتیجه وی

غوربندی
میلمه
غوربندی

له ثاقب صيب سخه زما خواهش داده چی د اصلاح باره کی معلومات ارائه کری، لغوي اصطلاحي او شرعی معنی او دا چی د اصلاح اطلاق نسبی ده که مطلق ده ? د روسانو د وحشي اشغال په وروستيو کلونو کی زما له پلار سره د هغه یو ملگري چی اوس وفات دي ناست او د جهاد او اشغال او وضعیت باره کی يي خوا له کول، هغه سره لدی چی باسواده کلک مجاهد او د یو عمر تجربو سرگذشت لرونکي وو خو خبری يي عام فهمه او کليوالي کولی، خبره د روسانو په وتلو ياده شوه، نو ده ویل… نور لوستل »

محمد عبدالله
میلمه
محمد عبدالله

منیر جانه دا په کومه خوشحالی؟ ته خو زما دانجام خرابیدو ته خوشحالیږی اما زه ستا او دسیاف انجام ته هم اندیښنه کوم او که الله ته منظور وی نو کیدای شی تاسو ته هم مغفرت وکړی او توفیق درکړی چی په رختیا توبه وباسی خو توبه ویستل ضروری ده که توبه ونه باسی دکفر له ملګرتیا نو بیا سنګه مو الله وبخی او زما او سیاف کی دومره فرق ده چی هغه دخلکو بد رد ځکه وایی چی خپل نفسی تنظیمی او سمتی ګتی نظر کی نیسی ولو که هر څومره خه مسلمان یی دنفس او تنظیم او سمت… نور لوستل »