نظــر

دژورنالیزم داسمان ځلانده ستوری راپرېوت

دافغانستان وتلي ژورنالیست ،لیکوال ،شاعراوجهاد ي شخصیت الحاج محمدیعقوب شرافت  نن (۱۳۹۲ل،کال ۲۱۳)له دې فاني نړۍ څخه سترګي پټي کړې   . انالله واناالیه راجعون !

محمدیعقوب شرافت دمولوي محمداسحاق  صاحب زوی  او دسترجهادي اوعلمي شخصیت مرحوم علامه خالص بابارحمه الله وراره دی ، نوموړی د۱۳۳۶ل،کال دکب پر۲۵مه دننګرهارولایت دخوګیاڼوولسوالۍ دنکړخېلوکلي زوکړی دی .
لومړنۍ زده کړي یې دګندمک په ښوونځي اومنځنۍ هغه یې په نجم المدارس  کي سرته رسولي ،

وروسته خیبرپښتونخواته مهاجرشوی اوپه ۱۹۸۵- ۱۹۹۰ز،کلونوکي  یې لومړی په اسلامي علومواووروسته په عربي ادب کي دپیښورله پوهنتون څخه ماسټري  اخیستې ده .

شرافت په پکتیا،پکتیکا،خوست  اودننګرهارپه مختلفوسیموکي  دکمونستانوپرضدوسله وال جهادکي برخه اخیستې ده ،وروسته دخالص باباداسلامي ګونددفرهنګي کمیټې مرستیال اوالنورجریدې مسؤل مدیرپاته شوی دی .په ۱۹۸۲ز،کال یې دافغان اسلامي اژانس خبري چینل تاسیس کړ، اوورپسې یې دجهادافغان په نوم مجله چي په پښتو،درې اوانګیزي ژبه مضامین اوخبرونه پکي خپریدل پیل کړه .

محمدیعقوب شرافت دګڼوژورنالیستیکواوفرهنګي هڅوترڅنګ ډیري سیاسي، علمي اوټولنیزي مقالې ،راپورونه اوشعرونه لیکلي دي .

 شرافت صاحب په شپږټوکه کي  دشهیدانوبیوګرافي   په نوم نایابه کتاب ،سپیڅلی  پاڅون دجهاددپیل اوپیښوارزونه  ، ،اب حیات شعري ټولګه ،دتروږمۍ ستوري  ادبي تذکره ،روژه څیړنیزه رساله او….اثارلیکلي اوچاپ کړي دي .

ارواښادشرافت  دافغان اسلامي اژانس  دمؤسس اورئیس  په حیث له تېرودرولسیزوراهیسي دخپل هیواداووطنوالوچوپړکي تېرکړل ،دجهادبریاوي ،دهجرت ستړیاوي اودولس ناخوالي یې  همدې اژانس  کي منعکس کړې    ، اودهمدې لاري یې دوارسااوناټودیرغل له امله دکړیدلوهیوادوالو دردونه اوغمونه ترنړیوالورسولي دي  .

نوموړي دخپل هیواداوولس سره بې کچي مینه درلوده ،همدې میني هڅاوه چي مځکني واقعیتونه  بې له کومي لاسوهني – لکه په اکثرورسنیوکي چي دواقعي پیښوتحریف رواج دی  – روښانه کړي ،شرافت دننني ژورنالیزم دزیاتروبرعکس بې له شخصي اوګوندي عقدوپیښي  څیړلې  ،نه یې زورواکانوته سرټیټ کړاونه یې هم دزرلرونکوفرمایشونو ته ځای ورکړ.

هسي خوهم دکایناتودرب عزوجل څخه پرته نورټول موجودات  فناکیږي  اودقیامت په لویه ورځ دخیروشردیوې یوې زرې حساب وکتاب ورسره کیږي ،نونیکمرغه هغه دی چي دقادرڅښتن تعالی دحقونواواوامروپه منلواوترسره کولوکي   ناغیړۍ  ونه  کړې ،داسلامي عقیدې خورامهم اړخ «ولاء اوبراء »ژمن  وي اوپربنسټ یې دژوندانه لاري چاري سمبالوي . یعقوب شرافت راته همداسي    پرپورته ذکرشوواوصافوسمبال شخصیت ایسیده .

په پای کي خدای بخښلي شرافت صاحب ته دسترڅښتن تعالی څخه عالي مقامات  غواړم ،الله جل جلاله دې کورنۍ ،بچیانواودوستانوته  جمیل صبرورکړي  .امین !په دې هیله چي بچیان اوکشران یې  دخپل فقیدمشر(شرافت )لارخوشي نه کړي .

سید سعید

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x