
افغانستان
د هرات له زندانه د ۸ ماشومانو په ګډون ۱۳۰ بندیان خوشي سوي
نن ټکی اسیا (سه شنبه، سلواغې ۲۷مه، ۱۳۹۴ ل): د هرات ولایت د مرکزي زندان څخه د ۱۷ ښځو او ۸ ماشومانو په ګډون ۱۳۰ بندیان خوشي سوي دي.
د هرات ولایت د مرکزي زندان مدیر عبدالله عزیزي رسنیو ته وویل چې دغه بندیان د ولسمشر غني د دوو فرمانونو پر اساس خوشي سوي دي، نوموړۍ وایې د ولسمشر دغه فرمانونه د لوی اختر او میلادالنبي په مناسبت ورکړل شوي وه.
عزیزي وایې چې په خوشي سوو بندیانو کې ۱۷ ښځي دي او همدارنګه ۸ ماشومان هم د دارالتأدیب څخه د ولسمشر د فرانونو مطابق خوشي سوي دي.
د زندان مدیر وویل چې د ځینو نورو بندیانو د بند په موده کې تخفیف هم راغلی دی.
اوس مهال د هرات په مرکزي زندان کې د ښځو او ماشومانو په ګډون تر درې زره ډیر بندیان په بېلابېلو جرمونو بندیان دي.