افغانستان

بدخشان کې طالب ځواکونو پر امنیتي پوستو بریدونه پیل کړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، سلواغې ۲۷مه، ۱۳۹۴ ل): د بدخشان ولایت په جرم او بهارک ولسوالیو کې د طالب او امنیتي ځواکونو ترمنځ سخته جګړه پيل سوي چې لاهم دوام لري.

جګړه نن ماښام مهال د جرم ولسوالۍ په سوچ پول او د بهارک ولسوالۍ په قلاتک سیمه کې هغه وخت پیل سوي کله چې طالب ځواکونو پر امنیتي پوستو بریدونه ترسره کړل.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې په روانه جګړه کې یې د جرم ولسوالۍ په سوچ پول سیمه کې د ملي اردو یو مرکز نیولی او د بهارک ولسوالۍ په قلاتک سیمه کې د ملي اردو پر بل مرکز بریدونه روان دي.

نوموړي د تلفاتو په اړه ناخبري ښودلي.

د یادوني وړ ده چې تر دې وړاندي هم د بدخشان ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د طالب او امنیتي ځواکونو ترمنځ سختي جګړې سوي او د بدخشان ځیني سیمي د طالبانو لاس ته لویدلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x