دیني، سیرت او تاریخ

د يوه صحابي څو پوښتنې او د رسول الله ص ځوابونه

لیکوال :  قاري حکيم الله صابري

۱- ای پيغمبره صلی الله عليه وسلم په کوم شی ګنا معاف کيدلی شي ؟
وي فرمايل : په اوښکو ،عاجزی او بيمارۍ سره .

۲- زه ستر عالم جوړيدل غواړمه ؟
وي فرمايل : تقوی غوره کړه عالم به جوړ شي .

۳- زه مالدار کيدل غواړمه ؟
وي فرمايل : قناعت اختيار کړه مالدار به شی .

۴- زه نيک انسان جوړيدل غواړمه ؟
وي فرمايل: خلکو ته نفع سروه .

۵- زه عادل جوړيدل غواړمه ؟
وي فرمايل: کوم شي چې ځانته خوښوی هغه نورو ته هم خوښوه.

۶- د الله تعالی په دربار کې خاص مقام غواړمه ؟
وي فرمايل: په کثرت سره ذکر کوه .

۷- احسان کوونکی جوړيدل غواړمه ؟
وي فرمايل : الله تعالی ته داسې عبادت کوه ګويا ته هغه وينې يا داسې چې هغه تا ويني.

۸- د ايمان پوره کيدل غواړمه ؟
وي فرمايل: ښه اخلاق ولره .

۹- د الله تعالی تابعداره جوړيدل غواړمه ؟    وي فرمايل : فرايض په کلکه سره ونيسه .

۱۰- د قيامت په ورځ په نور کې پاڅيدل غواړمه ؟
وی فرمایل: پر خلکو له ظلم کولو ځان وساته .

۱۱- غواړم چې الله تعالی په ما رحم وکړي ؟  وی فرمایل:  ته پر نورو خلکو رحم کوه .

۱۲- په ګناهونو کې کمی غواړمه ؟
وی فرمایل: په کثرت سره استغفار کوه .

۱۳- زه د عزت چښتن جوړيدل غواړمه ؟
وی فرمایل:  د مخلوق په مخ کې لاس نيول پريږده (یعنی سوال).

۱۴- د رزق پراختيا غواړمه ؟
وی فرمایل :  هميشه په اودس کې اوسه .

۱۵- کوم شی د دوزخ اور يخوي ؟
وی فرمایل : روژه نيول.

۱۶- کوم شی د الله تعالی غصه سړوي ؟
وی فرمایل : په پټه صدقه او صله رحمي .

۱۷- تر ټولو لوی بد کار څه شی دی ؟
وی فرمایل: نا سم چلند او بد اخلاقي .

۱۸- تر ټولو لويه نيکي څه شی ده ؟
وی فرمایل: نيک اخلاق ،عاجزي ،صبر په مصيبت او رضا بالقضی .

۱۹- غواړمه چې زما ستر او پرته وکړي ؟   وی فرمایل : ته د نورو خلکو پرده کوه .

۲۰- ر سوايې او شرمندګی نه بچ کيدل غواړمه ؟
ویذفرمایل: زنا نه ځان بچ کړه .

۲۱- د دعاګانو قبوليت غواړمه ؟
وی فرمایل: حرام مه خوره .

۲۲- د الله تعالی د غصې نه بچ کيدل غواړمه ؟
وی فرمایل : په خلکو باندې غصه مه کوه .

۲۳- غواړمه چې د الله او رسول محبوب جوړشمه؟
وی فرمایل:  کوم شی چې د الله تعالی او پيغمبر علیه السلام محبوب دی هغه خپل محبوب جوړ کړه .

۲۴- غواړم الله تعالی ته د قيامت په ورځ پاکيزه پيش شمه ؟
وی فرمایل : د جنابت نه وروسته فوراً غُسل کوه .

منبع :  (کنزالعمال – ۴۴۱۵۴)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x