نظــر

په بغلان ولایت کې د پښتنو نسل وژنه روانه ده

سلمیان جبارخیل

له تیرو درې اونیو راهیسی دولتي ځواکونو د بغلان په ډنډ شهاب الدين او ډنډ غوري کې د طالبانو پر ضد عملیات پيل کړي، چې لا هم روان دي، په دغو عملیاتو کې د حکومت یو شمیر وسله والو په ډنډ شهاب الدین او ډنډ غوري سیمو کې د خپل زور نه کار واخسته، د خلکو کورونه یې لوټ کړه، قیمتي سامانونه یې غلا کړه، پر لاچارو او غریبو خلکو یې ظلمونه وکړل، د شپې له خوا په لارو کې کډوالو ته دریدل او دهغوی لوټل او موټرونه یې وتښتول.

دغه سي کارونه اکثریت هغه وسلوال کوي چې اربکیان ورته ویل کیږي، او اکثریت یې پخواني جګړه ماران دي.

د بغلان ولایت له مرکز څخه پيښور ته راغلی یوې ښځي نسرین راته وویل: «د شپی ناوخت زما کور ته اربکیان راغلو، د کور تلاشی یې وکړه او اخر یې رانه ځوانه لور په زور له ځان سره بوتله، زمونږ اواز هیڅ یوچا هم وا نه وریدو، خاوند می سعودی عرب کې مزدوري کوي ، اوس دلته راغلې یم کارډ نلرم، څوک راته کور هم په کرایه نه راکوي ، مونږ مسلمانان نه یو، اخر ولی دومره ظلم».

دغه ښځه چې درې بچی هم ورسره و دلته یې په پيښور کې کور ونه موند، له دې ځایه هم ناامیده او په ځان پوري حیران دي.

د ښځي زوی ۱۲ چې لس کاله عمر لري، وویل «دغه هر څه زمونږ سره د اربکیانو یو تن مشر امیر ګل حسین خیل وکړه، هغه زیاته کړه: «د امیر ګل کسان د شپی د خلکو کورونو ته ورځی، د مال او ناموس سربیره چې نور هرڅه په لاس ورځي هغه لوټي، او چې زړه یې غواړي هغه کوي.

د درقد د سیمي یو بل تن امان الله بیا وايې: «کله چې جنرال مراد علي مراد هم د جګړې سیمي ته راغلی، نه د پښتنو قتل عام شروع شو، هغه کورونه چې عام خلکو پکي ژوند کولو له اورونو او ډزو لاندی ونیول، سیمه کې یو کور هم د طالب يا کوم ترهګر له خوا نه دی ړنګ شوی، دا ټول د همدې حکومت په توپونو وران شول.

د ډنډ غوري یو ملا امام رحمن وايې: «دومره ظلم په فلسطین هم ندی شوی چې دلته وشو، د سیمي یو شمیر زورواکو چې له ځینو کسانو سره یې شخصی څه معامله وه، هغو هم له دغه فرصت نه ګټه واخسته».

د بغلان ولایت پخواني وکیل ارباب نظر محمد او وکیل عالم جان ورسره نور ملګري له شریفو خلکو نه په زور او بدمعاشی باندی پیسي، مالونه او موټرونه واخیستل.
دغه جګړه یوازی د پښتنو خلاف جګړه ده، نه د طالب خلاف.

خو بیا هم طالب له مظلوم سره مرسته کوي ، ملي اردو د طالبانو پر ضد نه، بلکې د سيمې د خلکو پر ضد جګړې او بمبارۍ کوي چې ډیر و خلکو کورونو ړنګ شول او د کورونو ټول سامانونه یې له خارو لاندی شول.

ډنډ شهاب الدين سیمه چې خلک یې ډیر غریب دی، دغه سیمه کې یو شمیر وسله والو اربکیانو د توپونو په واسطه باندی د برېښنا د ستنو ورانول شروع کړل، دغو له حکومت څخه د هري یې ستنې په سر ۶ لکه افغانیو غوښتنه کړي وه، خو دوی دغه کار وکړو او نوم یې د سیمي د عامو خلکو بدنام کړو ، چې په دغه نوم باندي هم په ډنډ شهاب الدين کې د پښتنو نسل وژنه شروع کړي.

په ډنډغوري کې دولتي ځواکونه په ملکي سیمو کې دجګړې پر مهال د درنو وسلو څخه کار اخلي
په ډنډغوري کې دولتي ځواکونه په ملکي سیمو کې دجګړې پر مهال د درنو وسلو څخه کار اخلي

پر ولسي خلکو د سپکو او درنو وسلو او توپونو بريدونه د خلکو ژوند له خطر سره مخ کړی. له تیرو دريو هفتو راهیسی د بغلان په ډنډ شهاب الدين او ډنډ غوري او نور سیمو کې تر اوسه له ۳۵۰۰۰ څخه زیات کورنۍ د جګړو له امله بېځايه شوې او په سختو شرايطو کې ژوند کوي، د دولتی ځواکونو ړنده بمباري او توپونو له امله ۱۰۸ملکيان وژل شوي او ۱۱۳۰ ملکي وګړي چې ډېر يې ښځې او ماشومان دي ټپيان دي، دا هغه شمیرنه ده چې ملکي او یو شخصی روغتون ایچ بی ایس نیوز ته ور کړی ، د سیمه هغه خلک چې له حکومت څخه به یې حمایت کوو هغوي هم دبغلان په رنډه بمباري او د ملکي وکړو په وژولو باندی د حکومت خلاف اواز اوچت کړی.

دبغلان ولایت ډنډ شهاب الدين سیمي د جهاد په وخت کې ډیر یو ښه تاریخ درلود، د افغانستان په شمال کې د روس په خلاف د جهاد لومړی غږ د ډنډ شهاب الدین له سیمه څخه اوچت شوی، اوس به هم ددې سیمي د خپل کلیو، کورونو، مالونو او ناموسونو د لوټ دغه رواني سلسله باندي خاموشه پاته نه شي، ډیر ژر به د دې ظلمونو دعاملینو څخه پوره حساب واخلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالولی

یا الله ته د پښتون ولس ساتونکی شی او ای ربه ته د پښتون ولس دوښمنان تباه کړۍ او هغه پښتون وشرمه یی چی ددوی په حڅو تر ارګه ورسید مګر اوسی پښتنوته شا کړی خالقه ته یی نابود کړی او ای الله ته دا ګوډاګی حکومت راوپرځه یی او له خیره سره یی د مونږ له سره لیری کړی. د پښتون ولس د یوالی په هیله

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x