
د قیامت تماشې – سلطان شریفي
ګرانه راشه حقیقت باندي دي پوه کړم
په نازو او نزاکت باندي دي پوه کړم
چي داستان د زمانې واورې حیران شې
د سیاست منافقت باندی دي پوه کړم
خلګ کاږي بیا ریښې د تربرونو
د قدرت او د پیسو په حوسونو
نه يې حق او نه ناحق لره پروا شته
د خبیسو په حرمت باندي دي پوه کړم
یار د یار د پښو ریشې وهي په مینه
په لالچو د قدرت باندي دي پوه کړم
دوست به نلرې چي خوار د زمانې وې
چي په راز د قرابت باندي دي پوه کړم
جاهلان به د زمان حکمرانان شي
چي دي مشر د پردیو په فرمان شي
خېټور به د مظلومو حق تالان کړي
د ناتوان په ذلالت باندي دي پوه کړم
پر دنیا به د قیامت تماشې وکړو
چي په اثر د جهالت باندي دي پوه کړم
(شریفي) به دي خبر په ټول داستان کړي
که لږ ځیر شې نصیحت باندي دي پوه کړم
ددې ماشوم په خوږ خوږمن محمد سلطان (شریفي)