fbpx

جنګ روا نه دی

چې د الله لپاره نه وي جنګ روا نه دی
د حق پلوی په ډګر کي هیڅ تنها نه دی

مه پرې غولېږئ عشق معلومې علامې لري تل
چې د لمبو پروا کوي پتنګ شیدا نه دی

چي د شخصي ګټو لپاره اتحاد ماتوي
دا د خپل ځان نه دي زما نه دي او ستا نه دی

هسي بې ځایه مه خورئ زړونه په اجل راځي مرګ
په جهادي جزباتو جنګ هیڅ بې بریا نه دی

خیر که لرو د شازلمي د جګو سترګو ارمان
د خدای له ډاره نظر ټیټ وړي بې حیا نه دی

هیڅ له آزاره چا بازار موندلی نه دی کله
دا چي قرار دی مضر پټ دی او رسوا نه دی

راځئ چي پرېږدو کین و بغض او د نفاق لمنه
خیرالبشر وایي حاسد بد بخت له ما نه دی

ستاسو د سرو شونډو مسکا خپل سالم حق بولي
الهام غاصب نه دی غریب نه دی ګدا نه دی

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د