د لارې ملګري ته

نورمحمد غفوري

ما خبر کړې چې په لاره کې سختي ده
ډېر پېچومي شته پاڼونه ګړنګي ده

له ځنګلونو، لوړو غرونو تېره شوې
هر يو ډک له درنده وو نه وحشي ده

خپل هدف مې هم واضح درته اعلان کړ
ويل مې سخته ده جګړه د ترفي ده

پرمختګ او په شاتګ مبارزه کې
بس بريا د پرمختګ پرې تاريخي ده

دغه پوهه او عالي مهارت غواړي
په معين اصل او نظم متکي ده

د ا د څو ورځو منزل نه دی ملګريه
لار اوږده ده او اغزنه صحرايي ده

په دې سخته او اوږده لاره سفر ته
ضرورت د ډېر قوت او انرژي ده
چې په دې لاره تېر شوي کوم ځوانان دي
يا قربان يا يې صورت زخمي زخمي ده

د سختيو قربانيو په قيمت ده
ستر سفر د انسانيت او خوشبختي ده

موږ کفن په سر تړلی دی روان يو
يا به مرو يا په نصيب مو پېروزي ده

لار که ډکه له سختيو ده باک نشته
مقدسه ده د ژوند خواسته عيني ده

د کارګرو او د هقان د ارمانونو
بله لار نشته همدا د کاميابي ده

څوک چې موږ سره په لار مخالفت کړي
په جريان کې د تاريخ يې بربادي ده

اوس که ځې راسره کلک لاسونه راکړه
پښېماني او په شاتګ بيا بې ننګي ده

په جرئت او متانت چې څوک قدم ږدي
په سنجش چې وړاندې ځي قهرماني ده

که ځان بايلو نو په ځان به ځان يوازې بايلو
کاميابي مو جامعې ته سوکالي ده

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د